پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeروغتیاله ۳ زره کیلو متره لېرې څخه جراحي عملیات

له ۳ زره کیلو متره لېرې څخه جراحي عملیات

تاند- په چین کې یوه جراح ډاکتر د ۵ جي اینترنیټ په مرسته له ۳ زره کیلومتره لېرې څخه د لومړي ځل لپاره د مازغو جراحي عملیات کړي دي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، چینايي رسنیو ویلي چې د ولسي ژغورنې پوځ د عمومي روغتون ډاکتر لینګ ژي پي له ۳ زره کیلومتره لېرې واټن څخه د پارکینسن یا رېږد په ناروغۍ د یوه اخته ناروغ په مازغو کې د جراحي عملیاتو له لارې یو ایمپلینټ نصب کړ.

دې جرحي عملیاتو نژدې ۳ ساعته دوام وکړ.

د ده په وینا دا نوې ټکنالوژي له ډاکترانو سره مرسته کوي چې د نړۍ په لېرې سیمو کې جراحي عملیات وکړي.

تراوسه څرګنده نه ده چې دې چینايي ډاکتر په څه ډول روباټونه له لېرې کنترول کړي دي.

تر دې مخکې د ۵ جي انیترنیت په مرسته د موبایل په نړیوال کانګریس کې د یوه ناروغ د ځیګر جراحي عملیات شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...