پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې

د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې

 لیکوال : فهیم بهیر

 ادبیات او ارواپوهنه داسې اړیکې یا ګډ پیوندونه لري، چې بېلول یې ستونزمن دي، نو په دې اساس د ادبیاتو په ایجاد کې ارواپوهنه ځانګړې ونډه لري. د ادبیاتو په تدریسي اثارو کې دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې، د ادبیاتو او ارواپوهنې په اړیکو هم ځانګړې کرښې نه دې ویستل شوې او محصلان هم په اسانه توګه نه شي کولای د دواړو د اړیکو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

په همدې اړه مې د هېواد له دوه  نومیالیو لیکوالو سره بحث کاوه، یو استاد راته ویل چې ادبیات او ارواپوهنه سره جلا برخې دي چې ادبیات پخواني دي او ارواپوهنه نوې ده، نو د ادبیاتو په ایجاد کې د ارواپوهنې ونډه دومره ښه سرلیک نه دی چې مقاله پرې ولیکې په یو بل اړخ یې ولیکه. بل نومیالي لیکوال راته ویل چې ارواپوهنه هم نوې ده او ادبیات بیل څه دي. ما ویل کله چې د یو ادبي اثر یوه ځانګړنه کشش یا تلوسه بولو دا پروسه خپله یو اروايي اړخ نه دی؟

هغه ویل: نه دا د اثر هنري جوړښت دی چې لوستونکی له ځانه سره کش کاږي. بیا یو څو شیبې وروسته یې وویل رښتیا ارواپوهنه خپله د هنر سره ګډې اړیکې لري. همدې بحثونو او د ادبیاتو تدریسي اثارو دې ته وهڅولم تر څو د نویو محصلانو له پاره په دې برخه کې یوه ځانګړې مقاله ولیکم تر څو په اسانه توګه د ادبیاتو او ارواپوهنې د اړیکو په اړه یو څه معلومات وړاندې کړي.

ځینې لیکوال کېدای شې دا اړیکي د بهرنیو تیوریستانو د تیوریو په اساس وړاندې کړي او یا لومړی د یو بهرني لیکوال تیوري تشریح کړې او بیا وروسته د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکو په اړه پرې بحث وکړي خو زما په اند په تدریسي اثارو کې باید موږ هڅه وکړوه چې معلومات په اسانه توګه لوستونکي ته وړاندې کړو نه له یوې داسې تیوري چې لومړی اړتیا پیدا کېږي هغه تیوري په سم ډول وپېژنو.

موږ باید د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې د ادبي اثارو د ماهیت، یا ځانګړنو په اساس وټاکو، نو هغه ځانګړنې چې د ادبي اثر په ماهیت کې نقش لري په لاندې توګه ورته اشاره کوو، خو تر هرڅه لومړی د ادبیاتو او بیا د ارواپوهنې داسې تعریفونه وړاندې کوو چې د یوبل په ماهیت کې هم برخه لري:

۱ ـ ادبیات:  د ادبیاتو د ماهیت په اړه چې کومې خبرې شوې دی یا کوم عناصر چې ادبي جوهر جوړه وي په هغو توکو کې خپله ارواپوهنه هم دخیله ده. استاد روهي د ادب تاریخ په اړه لیکي: «په داسې حال کې چې د ادبیاتو تاریخ یوازې په ژبنیو هنري اثارو بحث کوي».«روهي،۱۳۸۴: ۸».

همدا ډول استاد روهي ادبیات داسې تعریف کړي دي: « ادب یو ژبنی هنر دی، چې واقعیتونه په انځورونو کې وړاندې کوي. د انځور(تصویر یا ایماژ) څخه مقصد دا دی چې ادب واقعیت کټ مټ او په مستقیمه توګه نه بیانوي؛ بلکې د ادبي اثر د لیکونکي له خوا په ښکلي او احساس پارونکي شکل وړاندې کېږي …. د ادبي اثر (شعر، کیسه ، ډرامه، طنز او داسې نورو) تر ټولو عمده خاصیت د احساس انتقال دی که یو ادبي اثر احساس ونه لېږدوي او د اورېدونکي یا لوستونکي پر عواطفو اغېزه ونه کړي؛ نو هغه ادبي اثر نه دی»«روهي،۱۳۸۴: ۹».

د ادب په اړه ځینې ادبپوهان په دې اند دي، چې ادب د انسان د روح روزونکی دی. د استاد روهي په اند هنري ادبیات زیاتره د انسان د نفساني حالاتو، انګېرنو، او ارمانونو څرګندونکي دي او د عواطفو په تصفیه کولو سره پر انسان دومره اغېزه کوي چې ساینس او فلسفه هومره اغېز نه شي درلودای.«روهي،۱۳۸۴: ۱۱ ».

 ځینې مشهور بهرني لیکوالو ادبیات داسې پېژندلي دي:

هیډسن وايي: «د ادب کار دا دی چې معلوماتو کې یې ترقي یا وده وي او کنه، خو چې په کوم ډول یوه موضوع پیش کوي، هغه دومره خونده وره وي چې د انساني جمالیاتو تنده ماته کړي».

بروک لیکي: « د لایقو ښځو او سړو لیکلي احساسات او خیالات په داسې رنګ څرګندول چې لوستونکي ترېنه خوند واخلي»«هاشمي،۱۳۹۵: ۱۵».

استاد حبیبي د برېتانیا د انسکلوپیډیا نه دا تعریف راوړی: « د انسان د احساساتو، افکارو او جذباتو ترجماني… خو په داسې ډول وینا او خواږه بیان سره چې پر نورو اغېز وکړي او خونده ور وي»«وزیري،۱۳۹۱: ۱۱».

د بدیعي ادب په اړه د ادبپوهنې څانګې لیکوال لیکلي دي؛ « بدیعي ادب د هنر یوه داسې نوعه ده چې د خلکو په ذهن او روحیاتي نړۍ باندې زښته ډېره اغېزه  کوي، د تفکر طرز او احساس یې روزي او د انساني اخلاقو او بشري عواطفو په سمون او هغو ته په سالم تشکل ورکولو کې لوی لاس لري»«هاشمي،۱۳۹۳: ۵۷».

 په پورتینو تعریفونو کې د احساس، عاطفې، جذبات، ښکلا یا جمالیت، خوند ، اغېز، نفساني حالت، انګېرنې او داسې نور ورته توکي لیدل کېږي چې دا هره برخه د ارواپوهنې له مخې مطالعه کېږي او د هرې برخې رامنځته کېدل په خپله یو اروايي ځانګړنه ده او همدا توکې دي چې په ادب کې هنریت رامنځته کوي او د ادب جوهر پخوي.

۲ ـ ارواپوهنه:  ارواپوهنه هم  په تعریف کې داسې برخې لري، چې هغه توکي د ادبیاتو په ماهیت کې هم ځانګړی رول لري. په اروايي ښارمار کې د ارواپوهنې په اړه لیکل شوي دي: « ارواپوهنه هغه علم دی، چې د انسان کړه وړه او روحي«پدېدې» په علمي بڼه څېړي. له کړو وړو څخه هدف د انسان هغه کړنې دي، چې په خپله د کونکي، لیدونکي یا تجربي وسایلو په مرسته د مشاهدې او احساس وړ وي»«لیوال،۱۳۸۷: ۶».

ویلیم جیمز د ارواپوهنې په اړه وايي: « روانشناسي عبارت از شرح و توضیح حالات هوشیاري یا خود اګاه از قبیل احساس، ادراک، تعقل، عواطف و تمایلات است».

د ارواپوهنې علمي تعریف په دې ډول دی: « ارواپوهنه هغه علم دی، چې د ژوندیو موجوداتو سلوک، کردرا، رفتار او د هغوی اړیکه له هر اړخیز پلوه د چاپیریال سره مطالعه کوي»«دانشیار، ۱۳۹۶: ۵».

د لته د ارواپوهنې په تعریفونو کې هم لیدل کېږي چې، د انسان کړه وړه، روحي پدیدې، خود اګاه، احساس، ادارک تعقل، عواطف، تمایلات، د سلوک او کردار اړیکه له چاپیریال سره دا هغه توکې دي چې د ادب په ماهیت کې هم شتون لري یا که د ادب په هنري اړخ بحث کوو نو دا توکې یې هم په ماهیت کې ځانګړی رول لري، نو دا را څرګندوي چې ادبیات اوارواپوهنه سره داسې نژدې اړیکې لري چې بېلول یې ستونزمن کار دی او د دواړو پوهنو مطالعه د یو بل د کار په ساحه کې مرسته کولای شي.

۳ ـ تاریخي سیر او ګډ کاروان: د د ځینوادبپوهانو په اند ادبیات پخواني دي او ارواپوهنه نوې ده. کله چې موږ د بېلابېلو علومو څانګو تاریخي سیر و څېړو؛ نو د پوهنو ډېرې څانګې پخوا یو ځای مطالعه کېدې خو وروسته د اړتیا له مخې د هرې څانګې د تخصصي کېدو په اړه هڅې شوې دې او وروسته بیا په علومو کې د یوې مستقلې څانګې په توګه رامنځته شوې ده.

زه د  ادبیاتو اوارواپوهنې د ګډو اړخونو یا اړیکو د تاریخي سیر په اړه همدومره کافي ګڼم کله چې ادبیات ایجاد شوې دي نو ارواپوهنې ور سره ګډ پیوندونه اخیستي دي یانې که موږ د نړۍ یو لرغونی ادبي متن وڅېړو؛ نو ارواپوهنه هم ور ګډه شوې ده. کله چې د هغې ادبي متن څخه ارواپوهنیز اړخ لرې کړو نو یو وچ متن به راپاتې شي چې هیڅ ادبي ارزښت به هم نه لري. که په لنډه توګه ووایو دواړو(ادبیات او اروپوهنه)  په ګډه خپل کاروان په تاریخي سیر کې طی کړی دی.

په اروايي ښامار کې د ادبیاتو او ارواپوهنې د اړیکو سرلیک لاندې لیکل شوې دي: « له تاریخي پلوه  ارواپوهنه د یوې ځانګړې پوهې په توګه نوې پوهنه ده، خو پدغې پوهنې پورې اړونده  ځینې بحثونه له پخوا څخه په نورو علومو کې موجود وو. فلسفه، ادبیات او طب هغه علوم دي چې د ارواپوهنې بحثونه یې خوندې کړې وو…  په پخوانیو ادبیاتو کې هم د انساني نړۍ دروني مسایل او هغه څه چې په اروايي انګېزو پورې اړه لري مطرح وو. د نړۍ تر ټوله زړه حماسه ګیل ګمېش په حقیقت کې د دایمې ژوند ته د رسېدو له پاره د انسان پټه تلوسه تمثیلوي ، چې ان د دغې زړې حماسې رواني اړخ خورا جالب دی»«لېوال.۱۳۸۷ : ۵».

د روان په اړه تر ټولو پخوا په څلورمه قبل المیلاد کې ارستو کار کړی دی، بیا تر ۱۹ پېړۍ پورې ارواپوهنې له فلسفې سره یو ځای انکشاف کړی دی، خو جرمني عالم ویلیم وونت په ۱۸۷۹ کې د جرمني په لیبزیک پوهنتون کې په دې اړه څېړنې پیل کړې ارواپوهنه یې له فلسفې څخه جدا کړه او د یو خانګړې علم په توګه رامنځته شوه. وروسته په یو شمېر هېوادونو کې د اروپوهنې  د ځینو برخو په اړه څېړنې پیل شوې. چې ویلیم جیمز په امریکا کې، بروکا په فرانسه کې ، فرویډ په اتریش کې، پاولف په روسیه کې او په افغانستان کې په دې برخه کې ابن سینا کار کړی دی«دانشیار،۱۳۹۶: ۲۵».

زما په اند اوسمهال د ادبیاتو زیاتره رواني مسایل د فرویډ د تیوریو په اساس څېړل کېږي. کرګر صیب په خپله یوه مقاله کې هغه برخو ته اشاره کړې ده، چې د ارواپوهنې او ادبیاتو اړیکې یا ګډ پیوندونه ترې څرګندېږي. نوموړي لیکلي: « فرویډ نامتو ساه پوه خرافات، اساطیر او افسانې د (طبیعي انسان) د نړۍ لید هنداره او د پسیکانالیز بیانوونکي بولي. له دې امله هغه د یوناني افسانې یعنې اودیپ څخه چې د سوفوکل له خوا تدوین شوی ګټه او کار اخلی. فرویډ د دې افسانې په باب وايي: اودیب پادشاه چې خپل پلار یې په ځورولو ومړ او له مور سره یو ځای شو.. د غچ اخیستلو پرته بل څه نه دي. د کوچینوالي قصدوو. په دې ډول داسې ډېرې اسطورې او افسانې شته چې هغه د فرویډ په اصطلاح د (طبیعي انسان) د نننۍ نړۍ نماینده ګې او څرګندونه کوي.

همدا رنګه د نړۍ په سترو ادبي شهکارونو کې زیات مشهور اثار د سترو لیکوالو د خپل د ننني ژوند هندارې دي. هاملت د شکسپیر تجسم دی. (ورتر) د ګویته د ژودانه هنري بیان دی. شارلوت د برونته یو وخت د خپل ښونځي په مدیر باندې مین وو او خپله مینه یې د (ښونکي) په داستان کې بیان کړې ده. یا ژرژساند چې په واده کې خپل هدف ته نه دی رسیدلی زیاتره یې د واده په باب لیکنې کړې دې»«هاشمي،۱۳۹۵: ۱۲۰».

ادبیات او ارواپوهنه سره داسې اړیکې لري، چې ځینې ارواپوهان  د خپلو څېړنو پر مهال له ادبیاتو پوره ګټه اخلي همدا اسطورې، داستانانونه یا نورې هنري لیکنې دي چې دوی د خپلو تجربو د اثبات له پاره ترې کار اخلي. استاد اجمل ښکلي په خپله یوه مقاله(ارواپوهنه او ادبیات) کې لیکلي دي: « د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي او په شلمه پېړۍ کې ارواپوهنې د خپلو شننو له پاره له ادبیاتو نه پراخه استفاده وکړه، ځکه ادبیات د همغه انساني ذهن او سلوک عیني بڼي وې، چې ارواپوهان یې په لټې او شننې پسې راوتې وو. فرویډ په خپل اثر ((Civilization and its Discontents کې د جنسي غریزې د عوض کولو یوه لار د هنر ایجاد بولي. فرویډ له درده بچ کېدو او خوند اخیستو یوه لار بېځایول(Displacements) ښودلې ده. زموږ ذهن دا وړتیا لري، چې زموږ فطري غوښتنې عوض کړي، چې بهرني نړۍ یې مخه ډب نه کړي. په دې کار کې له فرهنګي پلوه زموږ د خواهشاتو تصعید(Sublimation ) هم را سره مرسته کوي. دا خوند هله اخیستل کېږي چې انسان د عقل او ذهن وړتیا لوړه کړي. د عوض کولو دا ځواک له هنرمن (شاعر، لیکوال، مجسمه ساز، انځور ګراو…) ساینسپوه، فیلسوف او نورو عالمانو سره وي. شاعر په شعر لیکلو، انځور ګر په انځورګرۍ، ساینسپوه د ساینسي مسایلو په حل او فیلسوف د فلسفې په ایجاد خپله جنسي تنده خړوبوي. هنرمن هڅه کوي چې د هنر په ایجاد کې له بهرنۍ نړۍ نه مخ واړوي او د خپلو فطرې غوښتنو تسکین په خپل ځان کې وویني»« ښکلي،۱۳۹۶ :۱۳۳».

 لیوال صیب د ادبیاتو نوې کرښې په اثر باندې سریزه لیکلي ده، نوموړي  په ادبي اثارو کې د انسان د رواني مسایلو په اړه لیکلي دي: « عجیبه داده،چې د اروپا رنسانس په بهیر کې د (باروک) تر زمانې وروسته په شعر، تیاتر مجسمه جوړونې، نقاشۍ او وروسته بیا رومانونو او ادبي نثرونو کې د انسان رواني تمایلات او لاشعوري زېرمې ځان را څرګندوي. له شکسپیر و ګویتې و دانتي یې راونیسه تر داستایفسکي پورې چې د نوې ارواپوهنې پلار زیګمونډ فرویډ یو خای ویلي و: ما ارواپوهنه د داستایفسکي له داستانونو زده کړه. په دغه زمانه کې ادبیات، هنرونه او ارواپوهنه سره اوبل شوي او ګډ شوي و چې ورو ورو یې کره کتونکیو او مبصرینو ته په ادبیاتو کې د اروايي شننې یا روانکارۍ لپاره ، د بېلو او ځانګړیو مېتودونو او ارونو د رامنخته کولو اړتیا ور په ګوته کړه»«بهیر،۱۳۹۷:ب».

اوسمهال د ادبي څېړنو له پاره د ارواپوهنې مطالعه هم اړینه ده، تر څو چې  د ارواپوهنې په اړه کافي معلومات ونه لري د یو شاعر یا لیکوال د ادبي پنځونو پر مهال ځینې معلومات په سم ډول نه تر لاسه کېږي.

د ادبیاتو د کره کتنې  په ډولونو کې اوسمهال ارواپوهنیزه کره کتنه هم شته ده چې په دې کره کتنه کې ارواپوه لومړی تر هر څه مخکې د ادبي اثر پنځونکی  له اروايي اړخه تر کره کتنې لاندې نیسي. د اثر د پنځونکي عقدي او ځینې ذهني فعالیتونه چې څنګه یې ادب ته لاره کړې ده او ولې؟ «رحماني،۱۳۹۵: ۵۷».

په ادبي څېړنو کې د استاد الفت نظر راوړل شوی دی: « شاعران لکه ماشومان ډېر ښه ښه خوبونه ویني او په همدغه خوبونو د زړونو تسلي کوي. که دغه خوږه رویا او ښکلي تخیلات نه وي د ژوندانه تحمل ګران دی. څه شی چې موږ ته ژوند  خوږ او ښه ښکاره کوي د هغه شي تصور دی، چې په ژوند کې بېخي نشته.تاسي له شعر او شاعر نه علمي حقایق مه غواړئ، د شعر هدف حقیقت نه دی، جمال دی. ښکلا او جمال لکه علم په ټینګ اساس نه دی ولاړ، د علم په دنیا کې په یو څه پوهېدل خوند لري او شعر او ادب کې ابهام او ابهام مزه دار وي»«روهي، ۱۳۸۶: ۱۱۳».

پورتنۍ ټولې برخې موږ ته دا را څرګندوي، چې ادبیات او ارواپوهنه له پیله تر دې دمه له یوبل سره داسې اړیکې لري چې بېلول یې ستونزمن دی او پرته له یوبل له مطالعې څخه د یو بل د ځینو برخو پېژدل هم په سم ډول نه کېږي. همدا ډول زموږ ادبیات که شعر دی، داستان، ناول، رومان یا نور فولکلوري یا هنري نثرونه دي په ټولو کې ارواپوهنه ګډه ده. که موږ د کلاسیکې دورې شاعرانو شعرونه وڅېړوو یا د معاصر ادب ډیری برخې د فرویډ د تیوریو په اساس وڅېړو نو د رواني یا ارواپوهنیزو موادو څخه ډک دي.

۴ ـ احساس،عاطفه او تفکر: کله چې موږ د یوې ادبي لیکنې ځانګړنې بیانوو،نو د احساس یا عاطفې خبره کوو، کله چې د ادبي اثر پنځونکي د یوې لیکنې پر مهال خپل احساس په داسې طرز وړاندې کړي چې د لوستلو پر مهال همغه عاطفه یا احساس په لوستونکي کې هم رامنځته شي یا پر هغه اغېز وکړي؛ نو ادبي لیکنه بریالۍ بولو، چې د لوستلو پرمهال په اوریدونکو یا لوستونکونو کې همغه احساس را پاره وي کوم احساس چې د لیکلوپر مهال پنځونکي درلوده.

استاد روهي د ادبي اثر مهمه ځانګړنه د احساس انتقال بولي: « د ادبي اثر(شعر، کیسه، ډرامه، طنزاو داسې نور) تر ټولو عمده خاصیت د احساس انتقال دی. که یو ادبي اثر احساس ونه لېږدوي او د اورېدونکي یا لوستونکي پر عواطفو اغېزه ونه کړي نوهغه ادبي اثر نه دی. ». استاد روهي د علامه اقبال له یوبیت وروسته زیاتوي:  کله چې واقیعت پر عواطفو اغېزه ونه کړي نو دا د ساینس په ګټګوري کې راځي او که په مقابل لوري کې هیجان او احساس را وپاروي نو شعر ګڼل کېږي . « روهي، ۱۳۸۶: ۱۰ ».

راځو دېته چې احساس د ارواپوهنې له پلوه څه شی دی؟

احساس(Sensation) احساس عبارت له هغه انعکاس څخه دی، د بهرنیو انګېزو پر وړاندې  یې زموږ روان ښکاره کوي.د همدې احساساتو په اساس انسان یوه موضوع درک کوي« دانشیار، ۱۳۹۶ :۸۲».

د ادبي اثارو پنځونکي په خپلو لیکنو کې ګڼ شمېر ټولنیز مسایل وړاندې کوي چې د لوستلو پر مهال په لوستونکي کې همغسې احساسات را پاروي یا د یو دردونکي ناول یا داستان د لوستلو پر مهال په لوستونکي کې هغه عواطف را وېښېږي چې ده  ته هم درد ورکوي یا یې د داستان په ځینو کرکټرونو زړه سوځي. دا  زړه سوی هلته په لوستونکي کې رامنځته کېږي چې  د لوستلو پر مهال هغه منظره له نژدې احساسوي له پېښو سره داسې مخ کېږي چې د همدې انځورونو په اساس په پېښه کې هر څه احساسوې او پر ده اغېزه کوي او عاطفي اړخ یې هم ښکارندويي کوي.

په ادبي لیکنو کې د هنریت یا د انسان د ښکلاییز ذوق تر څنګ د تفکر خبره هم شته ده، هره لیکنه باید یو پیغام هم له ځانه سره ولېږدوي، زموږ د ډېرو شاعرانو په غزلونو کې د تفکر اړخ هم ډېر قوي دي، تفکر هم د ارواپوهنې سره اړیکه لري. د جاندیوي په اند تفکر (Thinking) د اړیکو درکول دي یا تفکر عبارت له هغه جریان څخه دی چې یوکس په کې هڅه کوي چې خپلې هغه ستونزې چې ور سره مخ شوی مشخصې کړې او د پخوانیو تجربو په استفادې سره یې حل کړي«دانشیار،۱۳۹۶: ۹۷».

زموږ ګڼې ادبي لیکنې د ټولنیزو مسایلو د حل په اړه لارښودې حیث  لري، چې د وګړو په عامه ذهنیت اغېزه کوي او په ټولنه کې یو ستر بدلون رامنځته کوي.

۵ـ  تلوسه:  اوسمهال ډیری ځوانان د معلوماتي لیکنو پر ځای هنري لیکنې په تېره لنډې کیسې او ناولونه زیات لولي.  کله چې دوي تحقیقي یا د مقالو ټولګه لولي زړه یې تنګېږي ، کتاب بندوي وايي دومره حوصله نشته چې دا ولولم.  کله چې ناولونه یا لنډې کیسې لولي نو بیا د ستړیا احساس نه کوي؛ بلکي د پاتې برخې د لوستلو تلوسه یا تنده یې نور هم زیاتېږي. د ادبي اثارو د لوستلو پر مهال یې یوه مهه ځانګړنه تلوسه ده، چې لوستونکي به هغه لیکنه په تلوسې سره لولې که چېرې په یو ادبي اثر کې تلوسه نه وي؛ نو معلومېږي چې هنري اړخ یې کم دی. کله چې تلوسه د ادبي اثارو ځانګړنه شوه او دا دروني احساس لوستونکي ته نور هم ځواک ورکوي چې لیکنه ولولي دا پخپله  یو روانې اړخ دی چې د انسان دا ځانګړی حالت د ارواپوهنې لاندې مطالعه کېږي، نو دا هغه ځانګړنه شوه چې د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې یې سره نښلولې دي.

۶ – تخیل(Imagination): تخیل عبارت دی د یو شي ذهني تصویر جوړولو څخه. د تخیل په اساس  د درک شوو شیانو شکلونه په ذهن کې ځای نیسي«دانشیار،۱۳۹۶: ۹۷».

 ارسطو هم په خپل وخت کې د شعر له پاره اساسي توکی تخیل ګڼلی دی

د تخیل په اساس شاعر ځینې پېښې داسې انځوروي، چې په لوستونکي او اوریدونکي کې عواطف او احساسات راپاروي. د تخیل په مرسته شاعر ځینې شیان  د تشبې، مجاز او نورو ادبي فنونو په اساس په هنري خم کې رنګوي، ښکلا اخلي او بیا ادبي ارزښت تر لاسه کوي. په نظم کې تخیل د شعر په پرتله نه وي یا تت وي .اوس به د شعر یوه برخه وړاندې کړو چې تخیل لري:

د یار کلک زړه راباندې وسو او زه خبر شوم

چې دغه کاڼی د غمي په شان رڼا هم کوي

یواځې زه نه یم چې شونډې ښکلوم د ښکلو

د ګل له پاڼو سره دغه کار هوا هم کوي

جانان دې لاړ، صبر دې لاړ، قرار دې لاړ د زړګي

دروېشه پایې به دغه چل در سره سا هم کوي

« خلیل،۲۰۱۱: ۲۸۴».

۹ـ الهام: د لیکنې پر مهال لیکوال ځانګړی اروايي حالت لري، چې  زما په اند همدې حالت ته الهام وايي. الهام همیشه له شاعر او لیکوال سره نه وي ځینې وخت پیدا شي او لیکوال ته پکار دي چې ترې ګټه واخلي یانې یو څه ولیکي. استاد غضنفر په دې اړه وايي لکه وحشي کوترې چې ستاسو په بام ناستې وي که مو په دې وخت کې نیولې وې خو ښه دی کنه بیا الوزي او نیول یې مشکل دي یانې الهام کله کله وي داسې نه ده چې هر وخت یې لیکوال یا شاعر وغواړي او راشي.  استاد غضنفر په جادوګر هنر کې د الهام په اړه لیکلي دي: « لرغونو یونانیانو به اکثره وخت خپل شعرونه د هنر د الهې، موز په ستاینه شروع کول … یو نانیانو ځکه داسې کول چې ګومان یې کاوه چې شعرونه  شاعر ته د هنر الهه الهاموي.عربو بیا بېل ګومان کاوه. د هغوی په نظر شعرونه د خدایانو له خوا نه الهامېږي بلکې د شیطان له خوا تلقین کېږي. د عربو په اند د هر شاعر چې څومره شیطان زور ور  و، هغومره یې شعرونه ښه وو… خو په نولسمه پېړۍ کې د الهام په باب نوې خبرې وشوې وویل شول چې الهام خارجي منبع نه لري؛ بلکې د هنرمن په ذهن کې یې ځاله وي.  او کله چې زیګمنډ فرویید د لا شعور اهمیت څرګند کړ؛ نو په شلمه پېړۍ کې دا خبره یقینې شوه چې د الهام سرچینه د انسان په لا شعور کې ده یعنې د ذهن په هغه برخه کې د وګړي له یاد، شعور او کنټروله وتلې ده .

هنرمن  له ژوند او پېښو په لا شعوري ډول اغېزمن شي، یو سبب پیدا شي په ذهن کې ویدې اغېزې ناڅاپي راوېښې کړي او شاعر یا لیکوال  ځان مجبور وګڼي چې قلم را واخلي»«غضنفر،۱۳۹۳ :۵۷۵».

د تخیل په تعریف کې مو هم وویل چې د حواسو د لارې یو څه در کېږي او د هغې تصویر په ذهن کې پاتې کېږي.استاد غضنفر زیاتوي: « خیبر چې الهام له حواسو سره غوټه کوي، شاعري یې هم تر ډېره حده حسي ده. ما نا دا چې تصویرونه یې حسي دي او معمولاً په محسوسو موضوعاتو خبرې کوې دا یې د غزل مقطع ده:توروي شونډې د سپینو پېغلو ـ په خیبر ځکه ګور ګورې ګرانې دي»«غضنفر،۱۳۹۳: ۵۵۶».

۱۰ ـ د ادبي پنځونو منځپانګه: د ادبي پنځونې پر مهال لیکوال  یو ځانګړی حالت لري او هغه څه چې  د ده دروني احساسات یې پارولې دي د هغې په اړه لیکنه پیلوي. په ټولنه کې د انسان ژوند، د انسان هیلې او ارمانونه، جګړې، کمزوری اقتصاد، ناوړه چاپیریال، ویرې او اندیښنې، خوښۍ، ناروغتیاوې، د وجود کمزوره غړي، مینه او کرکه، ټولنیزې او طبیعي پېښې  او په طبیعت کې نور ډېر څه شته چې انسان باندې اغېزه کوي او د انسان په ذهن کې عقدې، غوښتنې او هیلې راټوکوي. له هرې موضوع چې لیکوال په اروايي لحاظ ډېر ځوریږي، یا یې غواړي نو هغه په یو ادبي فورم کې وړاندې کوي چې د ادبي پنځونو منپځانګه جوړه وي. نو ویلای شو چې د ادبي پنځونو  د مضمون په رامنځته کېدو کې هم ارواپوهنه دخیله ده چې وروسته هغه موضوع په یو ادبي بڼه را څرګندېږي.

په لاندې بیتونو کې د شاعر هغه غوښتنې له ورایه څرګنديږي چې څه غواړي او څه مشاهده کوي؟

له زړه  نه راشي لکه سور د وینو خال څاڅي

له سوري لاس نه مې د سپینې سولې سوال څاڅي

خدایه دا بیا یې ده، د کوم ستوري مرۍ پرې کړې

چې یو شفق وینې له توري د هلال څاڅي

هاغلته لرې د نښتر په تن کې غشی خښ دی

ها غلته لرې تودې وینې له غزال څاحي«وفا،۱۳۹۶: ۳۷».

۱۱ـ   شعور او تحت الشعور: شعور او تحت الشعور د ذهن دوه برخې دې، چې د انسان د ژوند ټولې پېښې، کړه وړه، غوښتنې، هیلې او نور ګڼ اړخونه ور سره تړاو لري. دانسان د روان، سلوک او رفتار په  ایجاد کې هم دواړه برخې خپل خپل ځای لري او د ارواپوهنې له پلوه د انسان د سلوک ګڼ اړخونه هم د همدې برخو  په اساس تر مطالعې لاندې نیول کېږي.

په اروايي ښامار کې په دې اړه بحث شوی دی، خو موږ یې څو کرښې په لنډیز سره را اخلو.

شعور هغه بشپړه او رڼه پوهه ده، چې روح یې په خپلو حالاتو او اعمالو لري.یا هغه حالت کوم کې چې موږ ورور ورور د یو اواز په وسیله راوېښږو او پر ځان پوهه پیدا کوو دا هغه څه دی چې شعور ورته وايي. شعور ته د ویښې پوهې ساحه هم ویل کېږي چې موږ یې کاروو.

د تحت الشعور په اړه مهمې څېړنې زیکمونډ فرویډ کړي چې د دې برخې نور ارزښت هم ګوستاوینک له خوا را څرګند شو. د تحت الشعور غبرګون د شعوري کړنو جبران دی. په دې مانا چې شعور بهر پلوی دی او هڅه یې دا ده چې د بهرنۍ نړۍ له حالاتو سره جوړ جاړی وکړي او بر عکس د بنیادمانو ګډې تجربې ښیۍ چې تحت الشعور دروني غبرګون ښیۍ.

تحت الشعور د زیکمونډ فرویډ د کلاسیکې ارواپوهنې له مخې د شعور هغه برخه ده چې شاته تمبول شوې خاطرې او غرایز په کې خوندي شوي وي.

ښاغلی لیکوال صیب د تحت الشعور په اړه لیکي: « دا تر شعور ها خوا د انسان د هغه شاته وهل شویو، هېر شویو او ځپل شویو غرایزو، تخیلاتو، خوبونو، غوښتنو او عقدو زېرمه ده چې د فردي، قومي او ګډ بشري ژوندانه په اوږدو کې له شعوری ساحې څخه تحت الشعور ته رسوب کوي»«لیوال.۱۳۸۷ : ۴۵».

نو د پورتنیو نظریاتو څخه حرګندېږي چې د ادبیاتو په ایجاد کې تحت الشعور ډېره ونډه لري او د هرې ادبي پنځونې تر شاه د همدې برخې لامل لیدل کېږي.

۱۲- د هنر ایجاد  د زیګمونډ فرویډ له نظره:   کله چې د فرویډ له خوا د تحت الشعور ساحه تر څېړنې لاندې ونیول شوه؛ نو هغه په دې اړه جالبې خبرې کړې دي، چې د هنر یا د ادبیاتو د ایجاد منبع خپله د تحت الشعور ساحه ده.

د فرویډ له نظره په تحت الشعور کې د انسان ابتدايي او حیواني غرایز په  مجادله کې دي ، عقل، فکر، تخیل، اخلاق، صنعت او نور انساني صفات او مظاهرکه په دقت تحلیل او ارزیابي شي، نو په تهداب کې به یې دغه غرایز پیدا کړو. د نوموړي په فکر د انسان اساسي غریزه جنسي او شهواني غریزه ده چې د ارټ(شعر) مجمسه تراشي، نقاشي، تمدن په راز راز رنګینو جامو کې ځان را څرګندوي«لېوال،۱۳۷۸: ۴۷».

د فرویډ له تیوري څرګندېږي چې انسان د ژوند پر مهال ډیری خیالونه، غوښتنې، اندیښنې، هیلې او عقدې د شعور له ساحې څخه تېرېږي او په تحت الشعور کې ځای نیسي، یا که په بل ډول ووایو په ټولنه کې انسان د محدودیتونو سره مخ دی خپلې غوښتنې په تحت الشعور کې دفن کوي چې کله کله بېرته  د هنر د یوې بڼې په توګه ځان ښکاره کوي.زما په اند همداسې  شاعر خپله یوه تنده په لاندې کرښو کې هم خړوبوي:

پاڼې پاڼې هار او ګل ـ راکړه ماله تار او ګل

څه مــــــناسبت لري ـ ما باندې ګزار او ګل

درې مسلکه پاتې دي ـ مینه او ستار او ګل

څوک جدا کولای شي ـ څانګه کې بهار او ګل

راشه راشه بېل یې کړه ـ سرې شونډې د یار او ګل

« وفا، ۱۳۹۶: ۴۵».

۱۳ـ اید، ایګو او سوپر ایګو:  ادبیات د انسان له دروني احساساتو رامنځته کېږي، چې هره ادبي پنځونه یو عامل لري او د دې عامل څرکونه د ارواپوهنې له مخې په ادبي اثر کې موجود وي. هر هنرمن، شاعر یا لیکوال ځانګړی شخصیت لري، چې د هغه فکر یا د تحت الشعور د  ځپل شوو غوښتنو، هیلو یا عقدو  ځینې برخې د ادبي پنځونو په منځپانګه کې ځان را څرګندوي. د ارواپوهنې پلار زیګمونډ فرویډ دانسان د شخصیت درې مرحلې ښودلې دې چې په لاندې توګه دي:

ایدId  ـ  په  تحت الشعور یا ناخود اګاه ضمیر کې ځای لري، د شخصیت ارثي او غریزوي اړخ دی .د خوند اخستلو په اصل ولاړ دی او دوه ډوله غریزې لري یو د ژوند او بله د مرګ د ژوند غریزه د جنسي ځواک چلونکې ده او د مرګ غریزه د تاوتریخوالي ځواک چلونکې ده. په تصوف او عرفان کې (اید) اماره نفس بولي او صوفیان ور سره مبارزه کوي، تر څو یې ښه وځپي.

سوپر ایکوSuper Ego ـ  د ټولنیزو او اخلاقي قوانینو د منلو هغه شعور دی چې له بهر څخه د انسان ذهن ته راننوزي. سوپر ایګو  حیواني غرایز کنترولوي او ځپې یې او په ټولنه کې د انسان ژوند تامینوي. د دې ځینې برخې په شعور او خینې په تحت الشعور کې پرتې دي.

ایګوEgo  ـ هغه ځواک دې چې اید او سوپر ایګو تر منځ منځګړی توب کوي هڅه کوی چې اید برخه هم خړوبه کړي خو اخلاقي قوانین په پام کې نیسي چې دېته هم زیان ونه رسېږي.

د فرویډ په اند اید او سوپر ایګو تل په جګړه وي او ایګو هڅه کوي چې کنټرول یې کړي د هوښیارۍ او بیدارۍ په وخت ایګو کولای شي اید کنټرول کړي خو کله چې انسان ویده شو یا هوښیارۍ ورڅخه لاړه نو بیا اید په ازاده توګه ځان را څرګندوي.«لیوال،۱۳۸۷. ۲۱».

 همدا ډول کارک کوستاویونک بیا د انسانانو شخصیت د بهرنۍ او داخلي نړۍ له مخې په دوه برخو ویشلی دی.د ده په اند خینې کسان دي چې بهرنیو پېښو ته د داخلي یا ذهني مواردو په پرتله زیات اهمیت ورکوي، بهرنیو مسایلو ته زیات ارزښت ورکوي د دې کسانو ځانګړنې دا دي چې د اصلاحاتو طرفداره دي، خپلو اعمالو او د هغوی پایلو ته زیاته پاملرنه کوي، راحته او روانې خبرې کوي په بېړه تصمیم نسي او د عملي کېدو له پاره یې هم زر اقدام کوي.

بله ډله هغه کسان دي چې د بهرینو مسایلو په پرتله خپل فکر او احساساتو ته زیاته پاملرنه کوي.د دې کسانو ځانګړنه  دا ده چې محافظه کاره دي، اصول او معیارونه د خپلو اعمالو نه مهم ګڼي ډیری وخت د نقشې په جوړلو او تحلیلونه ضایع کوي او وروسته عمل ته وردانګي« دانشیار، ۱۳۹۶: ۱۱۹».

ماخذونه

۱ – بهیر، فهیم.(۱۳۹۷). د ادبیاتو نوې کرښې.جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۲ – خلیل، همیش.(۲۰۱۱).پښتانه لیکوال لومړی ټوک.پښور: یونیورسټي پبلشرز.

۳ – دانشیار، نوید الله.(۱۳۹۶). روانشناسي عمومي. کابل: انتشارات سعید.

۴ – رحماني، ګل رحمن.(۱۳۹۵). زر لټون. جلال اباد. مومند خپرندویه ټولنه.

۵ – روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۴). د پښتو ادبیاتو تاریخ.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ – روهي، محمد صدیق. (۱۳۸۶). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۷ – ښکلی، اجمل.(۱۳۹۶). ادبستان. جلال اباد: کلاسیک خپرندویه ټولنه

۸ – لیوال، عبدالغفور(۱۳۸۷). اروايي ښامار.

۹ – وزیري، محمد اقبال.(۱۳۹۱). د ادبیاتو تیوري. پېښور: د پښتونخوا د پوهنې دېره

۱۰ – وفا، محمد داود.(۱۳۹۶).د پښتو معاصر ادب څلورم پړاو. جلا اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۱ – هاشمي، اصغر.(۱۳۹۵).سیندونه او اندونه.جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.

۱۲ – هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۳). د ادبپوهنې څانګې. جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۱۳ – هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۵). ادبي تیوري. جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب