تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۶ مه) د افغانانو ۴۰ کسیزه ډله چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو، د چهارشنبې په ورځ، د لړم په شپږمه، له جرمني څخه کابل ته ورسېده. د راپور له مخې، ډېری دغه کسان له زندانونو څخه نېغ په نېغه هوايي ډګر ته لېږدول شوي او بیا افغانستان ته شړل شوي دي.
د دوی د سپرلۍ الوتکه د جرمني د لایپزیګ له هوايي ډګره کابل ته راغلې ده.
شړل شوي کسان د جنسي جرمونو، تاوتریخوالي او نشهيي توکو د قاچاق په تورونو محکوم شوي وو او د جرمني په زندانونو کې یې د بند سزا تېروله.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت له بیلد ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: «مجرمان باید زموږ له هېواده ووځي. له همدې امله، افغانستان ته د کسانو بېرته ستنول زموږ د کډوالۍ د پالیسۍ په یوه منظمه او باوري برخه بدل شوي دي.»
هغه زیاته کړې: «زموږ لاره روښانه ده؛ کنټرول، پرېکنده چلند او د قانون حاکمیت، چې خپلې پرېکړې عملي کوي.»
دا په وروستیو میاشتو کې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د لېږلو پنځمه الوتنه ده.
د روان کال د وږي میاشتې په نیمایي کې ۱۳ افغانان له جرمني څخه کابل ته شړل شوي وو. تر دې مخکې، د غبرګولي په ۲۶مه، ۳۰ افغان نارینه او د زمري په شپږمه ۳۱ نور کسان افغانستان ته ستانه شوي وو. همداراز، د وږي په درېیمه، د ۲۳ افغان نارینهوو یوه چارټر الوتکه کابل ته راغلې وه.
دا کسان وروسته له دې افغانستان ته واستول شول چې د یکشنبې په ورځ د جرمني په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې سلګونو کسانو د کډوالو د ایستلو او له شړلو مخکې د هغوی د نیولو پر ضد لاریونونه وکړل.