شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبد هنر جوهر | ليکوال: فريداحمد طوفان

د هنر جوهر | ليکوال: فريداحمد طوفان

يو خو د «هنر» لفظي مانا په عامو خلکو کې دومره پراخه ده، چې هر ډول کار، کسب او مهارت لپاره کارول کيږي او په عامه ژبه کې يو داسې دال دى، چې په ګڼو مدلولونو يې دلالت عادي ګرځېدلى؛ بل د هنر د ماهيت په باب د پوهانو، هنرمندانو او عامو خلکو تصورات او تراشلي تعريفونه نه يواﺯې ګڼ، بلکې دومره ناندريز دي، چې نور نو هنر پکې خپل کوټلى تعريف له لاسه ورکړى.

پخوانو هنرونه په دوو سترو ډلو وېشلي، چې يوه ډله يې کاروونکي(استعمالي) هنرونه او بله هغه يې ښکلي هنرونه دي، چې ځينې اووهٔ او ځينې يې اتهٔ هنره مشمول ګڼي؛ ځينو بيا ادبي هنر له دې دوو ډلو بيخي جلا ګڼلى. کاروونکي هنرونه به هغو ته ويل کېدل، چې له ځان سره به يې په نه يو ډول مادي ګټه لرله. لکه: د ودانيو رغول، د جامو ګنډل او…، او ښکلي هنرونه يې يواﺯې په دې معزز ګڼل، چې ښکلي دي. لکه: شعر، موسيقۍ، انځورګرۍ او…. دوى له دې وېش سره ګومان کاوهٔ، چې ګواکې د هنر د تعريف په اړه يې يو نسبي توافق ته لاره هواره کړې. خو په اصل کې دوى هنري لوښي سره وېشلي وو، نه هنر؛ ځکه، هنر داسې څه نه دى، چې وېش او ډلبندي دې يې وشي. خبره دا ده، چې هنر په هر حال کې يو مظروف دى او مونږ يې په بېلابېلو ظروفو کې نندارې ته ناست يو. مثلاً: تن مو له جامو سره ښه ښکاري او که جامې مو نه وي، د لوڅ تن به نو څه ښايست وي؟ همدارنګه، که مو تن نه واى، جامې به مو څنګه نورو ته جلوه کوله؟ او بالاخېره که دا جامې هم نه واى، په جامو کې به پرته ښکلا په څه شي کې ځان ښکاره کوله؟ نو هوبهو د هنر او هنري لوښې(اثر) تر مينځ اړيکه هم همداسې بوله، لکه تن او جامې، چې يو له بله يې نه کيږي.

د نولسمې پېړۍ يو نامتو فيلسوف ارتور شوپنهاور (Arthur schopenhauer) چې هنر ته يې په خپله فلسفه کې ډېر ارﺯښت ورکړى، په دې نظر دى، چې د ژوند حقيقت رنځ دى او د هر درد او رنځ ريښه د غرض(غوښتنې) په بندګي کې ده. د دهٔ په اند انسان (يا د فرويډ په نظر، ايګو Igo (  د اغراضو(غوښتنو) بنده دى او تر کومه يې چې دا بندګي وي، نو له رنځه يې هم چېرې خلاصون نه وي؛ خو يو داسې ځاى هم شته چې انسان پکې له ګټې غوښتنې بې غمه وي او هغه د هنر سيمه ده. نوموړي يو هنري اثر له هر راﺯ ګټې څخه لرې او يواﺯې خوند او ښکلا ته ژمن ګڼي. د شوپنهاور په باور، د ښکلا پېژندنې شېبه په واقعيت کې د (ايګو) د اﺯادۍ شېبه له غوښتنو څخه ده. دى همداسې د هنرونو د اعزاز درجې ته، يو په بل پسې قايل دى او ګټې ته د نېږدېوالې او لرېوالې له مخې هنرونه په ترتيب يو په بل پسې راولي: په هنرونو کې تر ټولو ټيټ هنر معماري ګڼي، ځکه چې له مادې سره يې سر و کار دى او ګټه يې ډېره ده؛ تر دې بيا په لوړه کچه کې بڼوالۍ ده او تر دې يې هم چې معزز ګڼي، انځورګرۍ او مجسمه جوړونه ده؛ د شعر مقام بيا په دې ټولو کې لوړ دى او تراژېدي يې تر دې هم معززه ګڼلې ده؛ موسيقي خو بيا په ټولو هنرونو کې د شوپنهاور په عقيده، په لوړه مرتبه او د قدر وړ هنر دى.

لومړى خو بايد وويل شي، چې يو هنري اثر(لوښى) هله تر نورو ممتاﺯ ګڼل په کار دى، چې د هنر جوهر تر هغو نورو پکې پياوړى او څرګند وي؛ ګينې تش د لوښو له مخې د هنر مقامونه ټاکل، غير منطقي او له هنر سره بې انصافي ده. بل داچې د هنر په بحث کې هر لوښى خپل ځاى او مقام لري؛ داسې نشي کېداى، چې موسيقۍ کله وه، نو شعر او ادب ته اړتيا نشته؛ يا هم چېرته چې شعر و، انځورګرۍ او مجسمه جوړونې ته صبر په کار دى؛ ځکه چې هيڅ يو يې هم د بل ځاى نشي ډکولاى. نو په څه دليل به يوهٔ ته پر بل امتياﺯ ورکوو؟ ځکه نو په دې حساب هم د شوپنهاور درجه بندۍ ﺯړهٔ ته نه پريوځي. همدارنګه، شوپنهاور په غير مستقيمه توګه، هنر د خوند اخيستلو يوه وسيله ګڼي او په ناپامۍ کې خپلې تېرې خبرې(چې هنر به يې له هر راﺯ ګټې لرې ګاڼهٔ) ردوي. ځکه چې خوند اخيستل خو خپله يو ډول ګټه اخيستنه ده.

تر دې ځايه مو دا پوښتنه لا نه ده ځواب، چې دا هنر نو دى څه؟ مونږ کولاى شو، چې د ژوند په هره چاره کې هنرمند واوسو؛ مطلب هنرپالنې لپاره مو بې شمېره لوښي او وسايل په واک کې دي او دا نو ﺯمونږ خلاقيت پورې اړه لري، چې په دې وسايلو کې څومره هنر پاللى شو؟ فرض کوو، دوه خياطان دي؛ دواړه د جامو ګنډلو کار کوي. يوهٔ يې په هماغه يو روال، چې په لومړۍ ورځ يې په کومه شېوه د جامو ګنډل ﺯده کړى و، مخته ځي؛ د وخت نوي غوښتنو او موډونو ته هيڅ ارﺯښت نه ورکوي او د بېلابېلو قشرونو ﺯاړهٔ، ځوانان او تنکي ځوانانو ﺫوقونو او سليقو ته هم چندانې پام نه کوي؛ په کار کې يې د نوښت څرک هم کله نه ليدل کيږي. خو هفه بل خياط برعکس، وخت په وخت د مشتريانو د ﺫوق په پاللو ښه پوهيږي. لومړني خياط يو عادي کسبګر او دويمي په خپل کار کې هنرمند دى. په دې حساب، د هنري جوهر په رامينځته کولو کې نوښت ستره ونډه لري خو دا نوښت بايد ښکلايزو ارﺯښتونو ته په پام سره په دې توګه وشي، چې د مخاطب تعجب اوهېښنده غبرګون له ځانه سره ولري. اوس به نو(نوښت، ښکلا او پر مخاطب يې ژور اغېز) د هنري جوهر بنسټ ګڼل، غلطه پرېکړه نه وي.

له نوښت څخه مو موخه دا ده، چې نوى پنځول شوي څيز دې بالکل نوى وي، دومره چې په ټول طبېعت کې يې تر دې د مخه سارى نه وي موجود او دا نوى پنځول شوى څيز دې بايد دومره ښکلى او په ﺯړهٔ پوري وي، چې د مخاطب ښايست پسنده ﺫوق وروتخنوي. دلته مو له ښکلا څخه موخه دا نه ده، چې پنځګر يا هنرمند دې خامخا داسې څه وپنځوي، چې په هر ځاى کې دې هرچاته ښکلى وي؛ ځکه چې د ښکلا او بدرنګي معيار خو ﺫوق ټاکي او ﺫوقونه هم متفاوت دي. د يو چا به غټې بادامي سترګې او لوړه پوﺯه خوښه وي خو بل ته به تنګې ګردې سترګې او پيته پوﺯه د ښکلا لوړه مرتبه وي. نه هم اړينه ده، چې دغه ښکلا دې يواﺯې د مخاطب د خوشحالۍ او غم غلطولو په خاطر وي؛ کېداى شي يو هنري اثر مخاطب ودردوي خو بيا به يې هم په ليدو او کتو نه مړيږي؛ په دې مانا چې اثر ښکلى دى او مخاطب په عين حال کې چې درديږي، خوند هم ترې اخلي.

 معمولاً د نوي پنځول شوي څيز مرکبه اجزاوې له طبېعته رااخيستل کيږي خو په نوي ترکيب شوي بڼه کې يې د يوهٔ هم مخکيني خاصيت نه وي پاتې. مثلاً: انځورګرۍ په رنګونو کيږي او رنګونه هم په طبېعت کې پرېمانه موجود دي خو په کښل شوي انځور دا حکم نه شو کولاى، چې اوس دا سوردى، شين دى ياهم سپين. مطلب بيخي يو نوى څيز وي- داسې چې تر دې پخوا په طبېعت کې نه و. البته اړينه نه ده، چې د خپل مخاطب د اغېزمنولو لپاره دې هرومرو نوى شى وپنځول شي. په طبېعت کې ګڼې داسې ښکارندې(پديدې) شته، چې د خلکو بد ايسي خو په همدې بدرنګو ښکارندو کې داسې پټ ښکلي اړخونه هم شته، چې څوک ترې نه دي خبر. بس هنرمند ته په تمه دي، چې دغه پټ اړخونه يې وروڅپړي او خلکو ته يې له سره وروپېژني، چې کوم شى چې تاسې بدرنګ بالهٔ، ګورئ چې څومره ښکلى او په ﺯړهٔ پورى دى.

د هنر د مرغلرو  لمن دومره ويړه او پراخه ده، چې نندارنې ته يې همدا شته بې شمېره لوښي هم لا کم دي او يو داسې لوى سمندر، چې نه ختمېدونکې اوبه يې د نړۍ تر ختمېدلو په څپو دي. ځکه نو د هر هنري لوښي خپل ځاى او مقام دى. داسې نه چې شوپنهاور غوندې به يوهٔ ته پر بل امتياﺯ ورکوو.

ادب او هنر:

ژبه هم له ګڼو هنري لوښو څخه يو کېداى شي؛ کله چې ژبه په هنر وپسولل شي، بيا نو هغه مخکيني عادي بڼه يې، چې يواﺯې د معلوماتو لېږد لپاره کارول کېده، نه پاتې کيږي او په يوه نوې بڼه راڅرګنديږي؛ تر دې چې کله هم د يوې نوې ژبې د رامينځته کولو ادعا پرې کوو. مونږ د هنر په ﺯور دغه نوې رامينځته شوې ژبه يا د هماغې ژبې نوې بڼه«ادب» نوموو. خو له ژبې سره دې څه ډول چلند وشي او په اوس وخت کې ژبه څه څه رانه غواړي، څو د «ادب» د نوم لايقه شي؟

جرمن شاعر، ليکوال او فيلسوف فريدريش نيچهFriedrich) Wilhelm Nietzsche) چې حقيفت د انسان هلاکت او هنر يې ژغورونکى بولي، په شعر کې د يوناني اپولون او ديونيسوس طرحې ته قايل دى او په تراژېدۍ کې يې د يونانيانو لوړ هنر د همدې طرحې له برکته ګڼي. اپولون په پخواني يونان کې د يوې لويې خيالي نړۍ نښه ده؛ يونانيانو به په خيال کې د سترې خارق العاده پېښې اوفوق انساني موجوداتو په اړه خپل تصورات په اپولون کې انځور او نورو ته ورانتقالول. له دې لارې به يې ځانونه د دنيا پر مظالمو( د نيچه په خبره، د حقيقت پر مظالمو) باندې غالب ګڼل. د نيچه له نظره اپولون د تجسمي هنرونو ځانګړنه ده او په شعر کې يې ارﺯښت ډېر ﺯيات دى. ديونيسوس هم په ﺯاړهٔ يونان کې د شرابو او بلاربونې رب النوعه وه، چې پيروانو به يې د عبادت پر مهال موسيقي غږوله او په نڅا او د شرابو په څښلو يې ځانونه له سده ايستل؛ د مستۍ او بېخودۍ ورپېښې شوې شېبې به يې د دنيا له غمونو تېښته او يواﺯې د خوند شېبې بللې. نيچه هم ديونيسوسي موسيقۍ د موﺯون کلام سرچينه ګڼي. په دې حساب وﺯن او خيال د نيچه له نظره د شعر هنري جوهر دى او لوستونکي/اوريدونکي ته يې هماغه څه لاس ته راځي، چې يونانيانو به په اپولون او ديونيسوس کې لاس ته راوړل.

سمه ده چې تخيل او اهنګ د شعر په بنسټيزو توکيو کې شمار دي او وﺯن هم يو له موسيقي جوړوونکي عناصرو څخه؛ خو دا ګرده په خپل ﺫات کې نه دي هنر. اصله خبره دا ده، چې دا ټول د هنرمند په لاس کې شته وسايل او امکانات دي، چې په مرسته يې شعري ماڼۍ ته هنري رنګ ورکوي. ګنې خو په کار و، چې دا ىيت هم لوړ هنري ارﺯښت لرلاى:

مخ دې لکه ګل صنم

ﺯلفې دې سنبل صنم

موﺯون دى، ښه موسيقيت لري او تخيل هم پکې شوى دى؛ مخ له ګل او ﺯلفې له سنبل سره تشبېه شوي دي؛ خو بيا يې هم هنريت ته نه شوو قايلېدلاى. دا ولې؟ يو ځل بيا خپله مخکيني خبره يادوو، چې په  يوه اثر کې نوښت، ښکلا او پر مخاطب يې اغېز هغه څه دي، چې د اثر هنري جوهر ورسره مينځته راځي. نو په دې بيت کې هم شوي تخيل دومره سوليدلي او وراستهٔ دي، چې نور نو راته ښکلي نه بريښي او نه مو اغېزمنوي. انسان فطرتاً هغه څه ډېر خوښوي، چې نوى ورسره مخ کيږي؛ بيا مخ او ﺯلفې خو دومره له ګل او سنبل سره تشبېه شوي دي، چې نور نو د ابتذال وروستۍ درجې ته رسيدلي.

بله دا چې اپولوني تخيل د هر ډول تصوراتو وړاندې کول مني او د هيڅ يوهٔ منطق په دايره کې نه دى ايسار؛ په داسې حال کې چې په شعر کې تخيل د يوهٔ هنري منطق له مخې په کار دى. په ديونيسوسي موسيقۍ کې هم بېخودۍ او مستۍ اصل دى خو د شعر لفظونه بايد په داسې توګه د موسيقۍ په تار کې وپپېل شي، چې له مانا او مفهوم سره يې اړيکې ته کوم ﺯيان ونه رسيږي. استاد غضنفر په (جادوګر هنر) کې ليکي “…ژبه که له خپلې موسيقي سره هرڅومره لوړ پرواﺯ وکړي، بيا هم د کاغذ باد په څېر له يوهٔ تار سره وصل ده چې بل سر يې په مځکه کې دى او دا تار د معنا تار دى. د ژبې موسيقي که له معنا سره رابطه وشلوي، په بې فايدې شي بدليږي، ښکلا يې ﺯوال مومي… ” استاد د دې متل(خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده.) په راوړلو سره وړاندې ليکي “…دلته کلا او بلا د ژبې دوې ځانګړنې بلل شوي دي. دوى په قافيه کې هم سره شريکې دي. په دې جمله کې د کلام موسيقي د کلام له معنا سره هم غاړې ده او يو بل يې پياوړي کړي دي.”

مسايلو ته له نوې ﺯاويې ورننه وتل، په طبېعت کې نغښتي پت راﺯونه راڅپړل، د ښکارندو(پديدو) تر مينځ يې پټې اړيکې کشفول او په پايله کې يوه نوې او نااشنا خبره په داسې ژبه وړاندې کول، چې د خلکو له عادي او وچ معلوماتي ژبې سره توپير ولري، د ژبې هنر(ادب) دى. د ژبې عادت ماتول که د هرې تيورۍ او ميکانيزم له مخې وي، خو چې نوښت پکې اصل وي. ښايي پوښتنه وشي، چې عادي ژبه غيرعادي کول خو خپله نوښت دى، بيا نو پکې څه د نوښت ځاى وي؟ خبره دا ده، چې دغه عادت ماتونه دې کټ مټ هغسې نه وي، لکه تر دهٔ مخکې چې نورو هم ترسره کړې ده، ځکه چې غيرعادي شوې ژبه هم په بيا بيا تکرار سره ﺫهن ته عادي بريښي؛ مطلب په نوښت کې هم نوښت په کار دى. مثلاً: فارموليستانو هنري وينا/ليک لپاره د ژبې په حاضر او غايب محور کې بدلون غواړي؛ خو په دې ادلون- بدلون کې هر هنرمند خپل طرﺯ او ابتکار لري، چې خپل ابتکارونه يې هم يو تر بله نوي او تاﺯه وي.

هنرمند ډېر ځيرک وي او د خپل مخاطب د اغېزمنولو لپاره له هرې ممکنې لارې څخه ګټه اخلي. يوه مسئله به ډېره عادي او خلکو به د يوهٔ معمول حقيقت په توګه منلى وي؛ خو هنرمند به له يوې داسې ﺯاويې درته رانوى کړي، چې خپله به دې ويدهٔ ﺫهن ورته وتوريږي او وايې به چې: هو والله، دې ته خو مې هيڅ پام نه و؛ دا خو ډېره دردوونکې/خوشحالووکې مسئله وه. فرضاً: په يوه ټولنه کې بېوﺯلي يو معمول حقيقت او د بشري ټولنې همځولى حالت دى؛ ځکه خو هيچا لپاره هم نوى او عجيبه څه نه ښکاري. ښايي ځکه مو پر وږي او بېوﺯلو انسانانو کله خيال هم نه راځي. خو محمد عليم بسمل د يوهٔ عاشق طالب له مجبورۍ نه راته داسې وايي:

سقاط مې اخيستى، ګلبشرې ته پرې ډوډۍ اخلمه

اوس نه لاسونه بنګړي غواړي، نه بنګړي لاسونه

معمولاً ﺯمونږ په ټولنه کې سقاط د مدرسو طالبانو ته ورکول کيږي، چې کتاب يا نور درسي مواد ورباندې واخلي. خو پو مين(عاشق) طالب شته، چې تل به يې د سقاط په پيسو معشوقې ته بنګړي اخيستل؛ مګر اوس چې يې معشوقه د بېوﺯلۍ له لاسه وږې ده، دى هم د سقاط په پيسو ورته ډوډۍ اخلي، نه بنګړي. اوس به نو څنګه ﺯړهٔ وي، چې ورته څړيک ونه کړي او څه رنګ ضمير به وي، چې نه ويښيږي؟  ګوروو چې په دې بيت کې هيڅ ډول تفنن او تخيلي انځورکښنه نه ده شوې؛ مطلب تشبېه، استعاره، سېمبول او…، پکې نه دي کارول شوي. يواﺯې دومره چې شاعر د خپلې ټولنې يو ناوړه حالت په ډېرې ځيرکۍ سره له يوې نوې او واحدې ﺯاويې رابرجسته کړى دى او لکه د لمر خورې- ورې وړانګې چې په يوهٔ ټکي باندې اور بلوي، شاعر هم د يو عام حقيقت په خاص ښودلو سره لوستونکي/اورېدونکي په ﺯړهٔ کې د تأثر اور ته تيلۍ ورکړې ده. نو ويلى شوو، چې د هنر د پاللو يوه- دوه نه، ګڼې او بېشمېرې لارې دي؛ بس خلاق او ځيرک هنرمند غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب