شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پرنیت شک خو، قریشي هند د افغان سولې پر وړاندې...

د پاکستان پرنیت شک خو، قریشي هند د افغان سولې پر وړاندې لوی خنډ بولي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هند هڅه کوي څو په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

شاه محمود قریشي زیاتوي، چې هند نه غواړي په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي بهیربریالی شي.

نوموړي نن په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفترغړي یې د افغان سولې بهیر په اړه سلا مشورو ته ورغوښتي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1-%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%b4%d8%b1%db%8d-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%db%8c-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/

هغه ویلي، چې دی به د سې شنبې په ورځ له یاد پلاوي سره وګوري او یاده ډله به په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته وهڅوي.

شاه محمود قریشي دا نه ده روښانه کړې، چې هند ولې د افغان سولې بهیر د ناکامېدو هڅه کوي.

قریشي ویلي ډیری هېوادونو افغان سولې برخه کې د پاکستان هڅې ستایي خوپه خبره یې ځینې یې بیا د دې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي، چې د قریشي په خبره یو یې هند دی.

قریشي داسې مهال هند په افغانستان کې د سولې پر وړاندې پر خنډ جوړولو تورنوي، چې یاد هېواد په بیلابیلو برخو کې د افغان حکومت ملګرتیا کوي.

خو بل لورته بیا ځيني افغان سیاسي شنونکي افغان سوله کې د پاکستان پرنیت شک لري او وایي دوی تل هڅه کوي افغان حکومت له نورو سره مخامخ او خپل هدف ته ځان ورسوي.

4 COMMENTS

  1. د پاکستان منافقت نه یواځې افغانانو بلکې ټولې نړۍ ته څرګند دی .
    جهاد افغانستان ، دفاع پاکستان د جنرال ضیاالباطل ، پرویز بېشرف ، نواز بېشرف ،بېنظیرې او پنجابي عمران رسمي او علني سیاست دی . دوی تر دې شعار لاندې 2-3 میلیونه پاک زړي مسلمان افغانان په یو او بل نوم ووژل او دا لړۍ متاسفانه لا روانه ده . لسګونه جهادي تنظیمونه ، القاعده او دهغوی مشرته پناه ورکول ، ټالبانو تحریک ، داعش ، شورای نظار ، حرکت اسلامي شیخ آصف محسني او …. د دوی په لاس جوړ او د افغانستان د تباهي لپاره په کار واچول شول .
    په میلیونونه افغانان یې مهاجرت او کډوالۍ ته اړ کړل ،
    د افغانستان سل کلنه مجربه او مجهزه اردو یې د خپلو لاسپوڅو په مټ دړې وړې او کباړ کړه .
    د افغانستان اقتصاد یې له صفر سره برابر کړ او لا تراوسه د افغان سوداګرو پر وړاندې په کراچۍ ، تورخم ، او سپین بولدک کې راز راز ستونزې جوړوي. زمونږ قیمتي معدنونه او کانونه یې د قاچاقبرانو په لاس چور کړل .
    پداسې حال کې چې پاکستان له افغانستان سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې لري ، دوی د افغانستان دولس او دولت له مخالفینو سره د ملګرو ملتونو د پرېکړو او نړیوالو قوانینو پرخلاف رسمي اوپټ ملاقاتونه جوړوي.

    د هندوستان ګناه په څه شي کې ده ؟
    د هند خلک او دولت یې تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېدلي دي . هېڅکله یې زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله نده کړي له بلې خوا هندیانو هر وخت د افغانستان په اقتصادي پروژو کې د همکاری برخه اخیستې ده ، د مثال په ډول :
    د کابل دماشوم د اندراګاندي روغتون ، د افغانستان د پارلمان عصري ودانۍ ، د سلما د اوبو لګولو او برښنا لوی بند ، د نیمروز – د لارام د لویې لارې جوړول ، له افغانستان سره د زرګونو ملي بس موټرونو وړیا مرسته ، د زرګونو ټنو غنمو وړیا مرسته ، په هند کې د زرګونو افغان محصلینو وړیا روزنه او …. دلته یادولی شو .
    نو اوس قضاوت د افغانستان خلکو او نړیوالو ته پرېږدو چې څوک د افغانستان دایمي دوست دی او څوک د افغانستان د ولس دښمن دی ؟

  2. دا ډېر منافقه، درواغجن او مکار خلک دي. په دوی هېڅ باور پکار نه دی. دا پنجابي مختوري دا څه باندې څلوېښت کاله زمونږ د ګران هېواد په کورنیو چارو کې هر ډول بېشرمانه لاسوهنې کوي خو نه یې مني. مړه دې وي دا بې وجدانه تورمخي. درناوي

  3. لعنت دی په ټولو هغه طالبانو وي چې د افغانستان په دې روانه تباهی کې مستفیا شامل دی او یا یې ځانونه د مرګ له ډاره چوپ نیولي دي. دوی والله که به خدای او رسول او په هیڅ دین او مذهب ایمان ولري. يو څو تنه مفعول کسان دي او له هیڅ کړنې شرم نه لري. یو متل دی چې وایي ( از صد خونی نترس از یک کوني بترس). ددوی له سترګو ډار پکار دی. هغه څوک چې شرم او ایمان نه لري هر کار تر سره کوي. دروغ، بې ناموسي، ایمان خرڅول، غلا، فسق او فساد، خیانت، انسان وژنه او هر بل بد او پلید عمل تر سره کوي او چټلستانی مشران ددې کارونو په سر کې دي. لعنت دی په هغه افغانسان وي چې د یوه ډلې پاکستاني د خوشحالولو او د څو کلدارو د لاسته راوړلو لپاره خپل ورونه او وطنوال وژني او هغه تاسیسات ورانوي چې د نړۍ والې ټولنې او د افغان بیت المال په مرسته جوړ شوي.

  4. مزدور حکام او اجرتی قاتلان دپنجاب غواړی چی خپل جنایات او ارذلیت په نورو باندی تور لګولوسره پټ او اذهان مغشوش کړی ،خو دا کرایی قاتلان اوس ټولی نړی پیژندلی او دا رذیلانه او پست تجارت یی هیڅکله هم برد نلری ،دا انسانی او معقوله روش ندی،بلکی د دونهمتی زیږنده ده ،هغه خلک چی سلیم عقل،ایمان او دین نلری نو دی رذالت او دونهمتی کندی ته سقوط کوی ؛ دبل کور ورانوی،رجال یی وژنی او هر ارذلیت ته لاس اچوی ، ځکه چی انسانی ظرفیت نلری او باید تجدید تربیت شی اوس ورته د انسان په سترګه نه کتل کیږی ځکه چی کار یی د مهذب انسان ندی ، نو الله عزیزذوانتقام ذات دی دا ظالمان چی بشریت تباه کولو ته یی ملا تړلی ،ذلیل ، تباه او بشریت یی له شر څخه په امان کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب