Homeخبرونهد پکتیا په مرکز ګردېزکې طالبانو د موټرو سوارلۍ له ځانه سره...

د پکتیا په مرکز ګردېزکې طالبانو د موټرو سوارلۍ له ځانه سره بېولي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۳) د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د ملکي کسانو موټر ګرځولي او له ځانه سره یې بیولي دي.

د یاد ولایت امنیه قومندان زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو هڅې پيل کړي څو نیول شوي کسان بېرته خوشې کړي.

دا کسان داسې مهال طالبانو له ځانه سره بېولي دي، چې د عیني شاهدانو په وینا کله، چې د ګردیز پټان پر لویه لاره د څمکنیو ولسوالۍ پیرکلي کې طالبانو یو پلټنځای جوړ کړی وو.

عیني شاهدان وایي، طالبانو په زیات شمېر د سوارلیو موټر منیګیاړ نومې سیمې ته ګرځولي دي.

لا معلومه نه ده ، چې طالبانو ولې د موټرې ګرځولي او له ځانه سره یې بیولې دي.

بل لورته د سیمې ځایي خلک وایي وخت ناوخته پر دې لاره وسله وال طالبان چک پواینټونه جوړوي او خلک ځوروي.

دوی وایي که حکومت یې مخه ونه نیسي ښایي لویې ستونزې جوړې کړي.

بل لورته وسله والو طالبانوهم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. مرکز ګرديز او د پټان _ګريز لار باندې ذکر شوی ولسوالۍ او کلی خورا زياته فاصله لري، فکر کوم نامناسبه به وي چې ووايو طالبانو په مرکز ګرديز کې دا کار انجام کړی.

    سرخط که داسي وليکل سي درست به وي!

    د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ، پير کلي کې طالبانو د موټرو سوارلۍ له ځانه سره بېولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...