Homeخبرونهپه نیمروز کې د پنبې کښت زیات شوی

په نیمروز کې د پنبې کښت زیات شوی

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳) د نیمروز دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د چهاربرجک په ولسوالۍ کې د پنبې کرکېله په پراخېدو ده او ډېر شمېر بزګران پنبې کرکېلي ته لېوال شوي دي.

یاد ریاست وایي، د چهاربرجک ولسوالۍ په مورینکي، پده ګي کهنه، خجو، نصیر، تالپده، لوندو او جان بیک سیمو کې د پنبې کروندې زیاتې شوي دي.

د نیمروز د کرنې ریاست وایي، چې په یادو سمیو کې تر دې مخکې کوکنار کرل کېدل خو اوس د دوی ځمکې د پنبې په کروندو بدل شوي دي.

په همدې حال د کرنې وزارت سږکال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پنبې ۵۰۰ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي.

د پنبې دغه ننداریزې قطعې، چې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده د هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، تخار، سمنګان، جوزجان، بغلان او هلمند په ولایتونو کې دي، چې د ۱۳۹۹یم مالي کال په لومړی نیمایي کې جوړې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...