Homeخبرونهفلېپین کې دوو پرلپسې چاودنو ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

فلېپین کې دوو پرلپسې چاودنو ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) د فلېپین امنیتي چارواکي وایي د دې هېواد په سوېلي ټاپوکې د دوو پرلپسې چاودنو له امله د دې هېواد لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

چارواکي زیاتوي، چې په دې چاودنو کې د فلېپين د امنیتي سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د امنیتي چارواکو په خبره لومړۍ چاودنه په موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې د ۵ سرتېرو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او د ۱۶ سرتېرو په ګډون ۳۶ نورټپیان شوي دي.

بل لورته یو شمېر راپورو بیا وایي، چې دغه راز په همدې ځای په یوه بله چاودنه کې یوې ښځینه ځان وژونکي هم ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۶ سرتیري ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي ټپيان یې روغتونونو ته لېږدولي او د ځينو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....