دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeجنرال وزیريپیاوړې اردو، پیاوړی دولت| جنرال دولت وزیري

پیاوړې اردو، پیاوړی دولت| جنرال دولت وزیري

افلاطون به ویل:

«د دولت او د یوه هیواد د ساتنې لپاره ملي اردو ته اړتیا ده او هغه هم داسې اردو ته چې اړوندانو يې عسکري علوم او فنون لوستي وي او ښې وړتیاوې ولري. د داسې اردو لپاره جنجالي، د عسکرۍ له علومو ناخبره او جاهل عناصر په درد نه خوري. بلکې دوی باید په پوځي علومو سمبال، په خپلو منځو کې نرم مزاجه لکه ورېښم او د دښمن لپاره کلک لکه فولاد، او قوي هوډ ولري.»

که څه هم دا وینا پخوانۍ ده، خو له پېړیو وروسته هم د تطبیق وړ موضوع ده او هر دولت هڅه کوي، چې د پیاوړي دریځ لپاره یو پیاوړی پوځ ولري.

افلاطون دغه راز زیاتوي:

«د ملي پوځ دنده دا ده چې په مېړانه او ایماندارۍ سره د خپل دولت او هېواد ساتنه وکړي.»

مېړانه په پوره ایماندارۍ د یوه هېواد د ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا او هېوادنیو ارزښتونو دفاع ته وايي.

دا ټول وخت منلي او پر ځاي خبره ده چی دښمن هغه وخت زړور کیږي چی کله خپل مقابل لوری د ځان کمزوری وګوري.

د اردو سره سرسري برخورد او نه پاملرنه د هيواد د امنيت د ملا تير ماتوي. هوښیار مشران اردو ته ډيره پاملرنه او په خپله يې څارنه کوي.

کله چې اردو کمزورې وي، په حقیقت کې به د حکومت واګي هم کمزوري وي او دښمن ته زمینه برابرېږي، چې په اسانۍ خپل شوم اهداف عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب