یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاسدالله خالد: موږ یو ځل اردو له لاسه ورکړې، بیا د دې...

اسدالله خالد: موږ یو ځل اردو له لاسه ورکړې، بیا د دې کار اجازه نه شو ورکولی

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳) د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد وایي افغانستان یوځلې پخوا خپله اردو له لاسه ورکړې، خو بیا د افغانستان د ملي اردو او بنسټونو د له منځه تلو اجازه نه ورکوي.

اسدالله خالد دا خبرې نن دوشنبه د پوځ ملي ورځې یوې لمانځغونډه کې کړي دي.

خالد په خپلو خبرو کې وویل د سیمې یو شمیر هیوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د داخلي لاسپوڅو په مرسته د افغانستان بنسټونه او لاسته راوړنې له منځته یوسي.

نوموړي وویل د افغانستان یو شمیر ناپوهه وګړي چې ښکاري موخه یې وسله وال طالبان دي، د خپلو بهرنیو ملاتړ لپاره د افغانستان پر ورانولو بوخت دي.

د هغه په خبره د افغانستان جګړه د دوی غوښتنه نه ده، خو دوی د ملي ګټو او ملي بنسټونو ساتلو لپاره جګړه کوي.

د دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه چې د دولت مخالفین په ټولنیزو رسنیو کې دا تبلیغات کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او دا حکومت به له پښو ولویږي، خو نړۍ اوس پر یوه کلي بدل شوې، نړیوال یو بل ته اړتیا لري او ناټو به هیڅکله له افغانستانه ونه وځي.

خالد همدا راز زیاته کړه چې که چیرې ناټو او امریکا دا هیواد پریږدي هم، دوی به د دې هیواد دفاع کوي.

دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده او د سولې خبرو کې هم کوم پرمختګ نه لیدل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب