یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني له تاجک ولسمشر سره د امو سیند په اوږدو کې...

ولسمشر غني له تاجک ولسمشر سره د امو سیند په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې

تاند، دوشنبه د سنبلې ۳: وروسته تر هغه چې د بدخشان اوسېدونکو له تاجکستان څخه د مرستو غوښتنه وکړه، ولسمشر غني ددغه هېواد له ولسمشر سره ټیلفوني خبرې وکړې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر سره د سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو همکاریو او دغه راز د امو سیند په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل د افغانستان او تاجکستان سرحد به د دوستۍ او پرمختګ په نقطې بدلېږي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به د دوستۍ او ښو همکاریو بېلګه وي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، د تاجکستان ولسمشر د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې او په دې برخه کې د ولسمشر اشرف غني له دریځ څخه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي رحمان ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.

سرچینه کاږي د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ولسمشر غني ته د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه تاجکستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.

ښاغلي غني د خپل سیال بلنه منلې او هغه ته یې هم د افغانستان د سفر بلنه ورکړه.

دواړو لورو په دې توافق وکړ چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ به په نږدې ورځو کې یو پلاوی تاجکستان ته سفرکوي او د دواړو هېوادونو مشرانو ته به د کتنې زمینه برابره او د لا زیاتو همکاریو پر اجنډا به هم کار وکړي.

ټاکل شوی یاد پلاوی له مقابل لوري سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو په ځانګړي ډول د ترورېزم او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب