یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېد طالبانو شیخ «ډالر» | ولی الله غزنوی

د طالبانو شیخ «ډالر» | ولی الله غزنوی

شېخ شهاب الدین دلاور د طالبانو د نظام پر مهال د سترې محکمې مرستیال، په پاکستان او سعودي عربستان کې سفير او په کندهار کې د تميز محکمې رئیس پاتې شوى دى.

د طالبانو دغه استاد کل چې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د بابوسو اوسېدونکى دى، د پېښور په جلوزو کمپ کې د اختر محمد منصور استاد و او د نوموړي په واسطه يې د طالبانو تحریک ته لار وموندله.

دلاور شاوخوا ۶۰ کاله پخوا په یوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی، پلار یې د ظاهرشاه د سلطنت په مهال د ولسي جرګې استازی و.

شهاب الدین دلاور په اوس وخت کې د طالبانو د قطر دفتر او ای ایس ای ترمینځ د رابط په حيث کار کوي او بله اضافي عهده هم لري.

شیخ شهاب الدین دلاور هغه کس دى چې په کراچۍ کې مېشت د ای ایس ای مهم ملا مفتي رشید په غوښتنه يې د بودا تاریخی بتان ونړول.

ملا محمد عمر د طالبانو محکمې ته وویل تاسو د بتانو په اړه پریکړه وکړئ او ماته نظر راکړئ. شېخ دلاور د بتانو د ماتولو پرېکړه د ای ایس ای د کراچۍ مېشتو ملايانو په تحریک ترسره کړه.

شهاب الدین دلاور د پراخ علم درلودلو سره سره د مادیاتو ستر غلام دی. څلورو زامنو يې د پاکستان د استخباراتو په تعلیمي بورسونو د طب او انجینري پوهنځي ولوستل، ډاکټران او انجينران شول.

دوه زامن یې د قطر دفتر غړي دي چی لس لس زره قطري درهم معاش لري. په داسې حال کې چې پخپله د شیخ دلاور معاش څلوېښت زره درهمه دى.

يو زوى يې د پاکستان د ای ایس ای د مشر په سپارښتنه د ۳۰ زره درهمه معاش په بدل کې د قطر په یو مهم روغتون کې مقرر شوى دى. په داسې حال کې چې قطر افغان ډاکټرانو ته که څه هم د نړۍ له معتبرو طبي پوهنتونونو فارغ شوي وي په ياد هېواد کې د کار کولو حق نه ورکوي.

دوه زامن يې غفورالله او احمد جان چې په کور ناست دي د قطر حکومت لخوا لس لس زره معاش اخلي.
پاکستانيان چې کله هم له کومې ستونزې سره مخامخ شي نو بیا شېخ صاحب طالبانو ته د پاکستان د اخوت، همکارۍ، همدردۍ او ضرورت داسې داستان پيل کړي چې ټول دې ته مجبور کړي تر څو پاکستان خوشاله وساتي، ځکه د ټولې نړۍ د تهمتونو او فشارونو باوجود يې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړى دى.

البته شېخ شهاب الدین دلاور په دې (تصافی) عهده چې د پاکستان ای ایس ای او طالبانو د قطر دفتر مسول دی لس زره ډالره مياشتنى معاش له ای ایس ای نه هم اخلي.

په قطر کې مېشت ډېرى طالبان چې کله د شېخ شهاب الدین نوم اخلي نو دلاور ته په “شیخ ډالر” خطاب کوي.
دلاور د طالبانو له سقوط نه ورورسته د جنرال رحیم وردگ په واسطه، چې د دلاور کاکا خسر دی، رابطه ټينګه کړه. يو ځل يې کابل ته پټ سفر هم کړى و او له لوړپوړو چارواکو سره يې ملاقاتونه کړي ول چې په دې عمل د اختر محمد عثماني او ملا عبیدالله لخوا له تحریک نه لرې او په کور کښېنول شو.

ده د طالبانو په ټولو خبرو او د پلاوو په سفرونو کې برخه لرلې او باور کېږي چې د سولې په هره موافقه کې یې رول ډیر مهم دی.

ملا ډالر د کابل له استخباراتو د کابل ښار په شهرک طلایي، خیر خانه او خوشحال خان مېنه کې کورونه او نومرې اخيستي دي.

تاند د لیکوال ادعاوې نه تاییدولی او نه ردولی شي. د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

8 COMMENTS

  1. نور معلومات چي هر څنګه دي معلومات نه ترې لرم خو رحیم وردګ یې خسر نه دی، د ده مېرمن د چک د بمبايي کلي ده او رحیم وردګ لس کیلومتره لیرې د بوم کلي اوسیدونکی دی چې له بمبیوالو سره هیڅ خپلوي نه لري.

  2. نو شیخ صیب به حتما یو درې څلور مېرمنې هم لري ، چې یوه یې د وردګو د سید آباد د فضل عمر خور ده . او بل داچې د بابوس کلی په کلنګار او پل علم پورې مربوط دی . شیخ دلاور د مولوي سید اکبر زوی وو او د مولوي محمد نبي محمدي په حرکت انقلاب اسلامي پورې مربوط شخص وو. د شیخ او خلقي ملا شیرمحمد عباس ستانیزي ترمنځ ډېرې دوستانه اړیکي شته ، علاوه پردې چې د آی اس آی غړیتوب لري ، دواړو د افغانستان په خارجه چارو وزارت کې د پنجابیانو مېلمه پالنه هم په غاړه درلوده . وروسته په پېښور کې د طالبانو جنرال قونسل مقرر شو، بیا اسلام آباد کې سفیر او له ځایه ریاض ته د سفیر په حیث تبدیل شو. زمونږ شیخ ماشاالله ډېر خوش چانسه او نرم مزاجه مجلسي شخصیت دی .

  3. دا دشهیدانو د وینی تجاران،دجهاد غله او خبیثه بقایاوی دمفسدو حکامو ترڅنګ هغه مصیبت دی چی د کرسی د تحفظ د پاره هری معاملی ته د ملت په سر تیار دی ،الله رب العزت دا مؤمن ملت د دوی له شر څخه په امان کړی

  4. ليکوال لکه چي د ملا ډالر سکرټر پاته سوی دی که څه؛ او بل دومره پیسې دي یادي کړې، چي له ځآن سره مي ووایه، کاش په ټول ژوند کي یو ځل د ده د یوې میاشتي تنخا مي درلوده، او بیا درست ژوند بېکاره وای…

    د نبیل غوندي افکار تر تاند غوندي معتبري ویب پاڼي تر بستر هم را ورسېدل… یا الله خیر.

  5. شیخ دلاور واقعا د قطر دفتر له شتمنو شخص دی .. د قطر دفتر او ای ایس ای د رابطی مسول دی ..
    قطر کی تر لسو زیات د تعمیراتي کارونه ماشینونه لري .. چی هره میاشت تر شل زره ډالر ډیر ګټه یی بانک ته راځی .. شیخ صیب هم د پاکستان سره مشکل په وخت د پاکستان سره مرسته کوي .. د قران په ایاتونو وای طالبانو سره پاګستان مرستی کړی باید نمک حرامی ونکړو

  6. کتونکو او لوستونکو ته سلامونه او نیکی هیلی احترامات وړاندی کوم
    دا چې څوک ادعا يا تور پورې کوي نو له هر څه مخکې بايد خپل اسناد او شواهد تيار کړي
    هغه څوک چې د چا قول نقل کوي ناقل له منقول سره د همغږۍ په معنا ده
    که څه هم دا ادعاوې او تورونه د بل چا اړوند يادوۍ خو تاسو (تاند) يې خپروۍ وس دي تاسو مربوط شمېرل کېږي
    يو څوک د چا په کار کې ورسره مرسته کوي له هغه سره به خامخا خواخوږي لري
    بل دا چې رسنۍ د هر ليکنې نه خپروي تر څو د ليکوال په اړوند پوره معلومات په لاس کې ونلري
    دا هويت پټل ساتل د رسنيو لومړني دنده ده خو په اساسو مرحلو کي په دی پار ښکاره کول اړین دی دا ادعاوې د چا مربوط دي تر څو کتونکي له ابهام څخه وژغورل شي
    که څه هم دا تورونه د نبیل ادعاوو ته ورته دی خو چې تاسو يې هويت پټ ساتلئ نو شک په تاسې باندې کېږي
    #درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب