انجینیر سالم«ضمیر» له هاغه پخو پرچمیانوڅخه ؤ، نه له دې خوشي «ثوریانو» څخه. «ثوریان»، دده د خوښي اصطلاح وه؛ اومقصد یې ترې هغه افغانان وو چي د«ثور»
له «انفلاب» وروسته څوک کمونستان او څوک مسلمانان شول. دا کسان، چي شمېر یې هم خدای شته دومره لږ نه و، د ده په اند هغه بې خاصیته، بې پرنسیپه اپورچونستان وو چي هر ډول ته څڼي اچوي، اوپه هر کار کي پرایکي یوه شي عقیده لري؛ اوهغه، د دوی شخصي ګټي اومقام دی. ځکه خونوهر انقلاب اوانقلابي غورځنګ هم د همدغو له لاسه خرابیږي. آن ددوي په ګوند او انقلاب کي هم انجینیرضمیر د همدغو کسانو وجود د دوی د ناکامۍ سوب باله.
نه. انجینیرضمیر «ثوری» نه ؤ، پوخ پرچمی ؤ. دی آن هغه وخت «دافغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند» ته ورغلی ؤ چي د ثور د «انقلاب»پته لا نه لګېده. بیا چي په ګوند کي «انشعاب» راغی هم، دی د ګوند د«اصولي ملګرو»په خواکي ودرید. ترهغه وروسته
هم، نه تر انقلاب مخکې د سیاسي مبارزې لوړو ژورو، او نه دانقلاب کنډوکپرو دده په عقیده کي څه کمزورتیا راوستې وه.
ان دغه اوس چي دا ټولي خبري تیري وې ؛ او دی له خپلي ښځي او بچو سره دلته لري د هندوستان ډیلي ته رامهاجر شوی ؤ هم، انجینیر سالم ضمیرهماغه پخوانۍ عقیدې او اصولو ته وفادار پاتې شوی و. وفادار څه، چي دا د مهاجرت خوارۍ او ناخوالي یې لا د خپل «انقلابي ژوند»یوبل« پړاو» باله. مالومداره یې اوس په ډاګه داخبرې نه کولې، خو په زړه کي بیاهم هماغه پخوانی سالم ضمیر ؤ، له هماغه پخوانۍ عقیدې او نړۍ لید سره: «…عقیده اوپرنسیپونه خوڅه جامې نه دي ، چي زړې شي سړی یې ایسته وغورځوي…دا د انسان په خټه کي اخښلې د ده معنوي دنیا ده، چي د سړي هر څه یې پربنیاد ولاړ دي؛ او د ژوند په هر حالت کي سړی باید ورته وفاداره وي…ځکه یوازي
همدا تله ده چي دانسان شخصیت پرې تلل کیږي؛ او د مرد او نامرد توپیر ورباندي کیږي!…»دا هغه جملې وې چي انجینیرضمیر به هر وخت له ځان سره تکرارولې او ځان ته به یې دزړه تسل پرې ورکاوه.
خو یوه شي پر دې ټولو خبرو د بطلان کرښه راکښله. یوشی داسي و چي دغه ده ته ټول منلي پرنسیپونه او باور یې ورته پوچ او بی مانا کول. هغه هم نه له نن یا پرون راهیسي، بلکي له ښائسته ډیري مودې را په دېخوا. او له همدې امله انجینیرضمیر هم له ښائسته ډیر وخته په ځان کي دننه خوړل کیده او رژېده. تیارلکه پرکومي وني چي وئینې ورودانګي؛ په ظاهره به روغه رمټه، هسکه دنکه درته ولاړه وي، خودننه به یومخ پوچه او مازي بوساړه ترې پاتې وي. همدا حال دسالم ضمیرهم و. په ظاهره روغ رمټ، خو په باطن کي پوچ اورژېدلی. او دې کارهغه داسي سوځاوه، دومره یې ځوراوه چي ته به وایې یوه نامالومه لاس یې زړه ټینګ په خپل پیاوړي موټ کي نیولی،پرله پسې یې کښیکاږي، هرڅومره چي دی خوږیږي، هرڅومره چي دی ځوریږي، هغومره یې دالاس له خوږولو او ځورولو خوند اخلي، هغومره خپل موټ لاټینګ ورباندي کښېکاږي؛ اولویه بدمرغي یې لا دا چي انجینیرضمیر نه په دې باب چاته څه ویلای شوای، نه هم دې سړيخوره غم
چیري په کراره پرېښود. په کراره پرېښودل؟… نه بابا، د وخت په تېرېدو د دې اور لمبو لا زور پسي اخیست، لا پسې سوځوونکی کېده. بس، که به پر کور و که دباندي، که به له خلکوسره و که یوازي، هروخت اوهرځای به له همدې لعنتي عذاب سره لاس اوګریوان و. په تېره بیا د ډیلي په دې دوزخي غرموکي، چي دی به څو روسي ساعتونه په لاس، د «لال کیلا» (سره کلا) مخي ته پر لوی میدان ولاړ و؛ او پرکوم هندو یا بهرني سیلاني به یې دهغوی د پلورلو هڅه کوله. دا وخت خوبه داسي په خپل غم کي ډوب شو چي خپل اصلي کاروبارته به یې هډوپام لانه و. بس، غونډه ورځ به همداسي په سره اهاړکي پرې تیره شوه، بې له دې چي ایکي یو توکی یې پلورلی وي. دې کار به نو د ده روزګارنورهم ورخراب کړ.ځکه د دوی په اوسني اقتصادي شرایطو کي تش لاس کورته تلل، دوکاندارانو ته، له هغوی څخه د پلور په نیامت رااخیستي توکي دغسي ناپلورلي بیرته وروړل، هغه څه وو چي ده یې ډیر ځلي پېښېدو ته ځان نه شو ټینګولای!.
دلته په ډیلي کي اوسېدونکي مهاجرافغانان عموماً پردروډلوویشلي وو: لومړی یي هغه، چي هم دلته، هم په پاکستان کي پرتو افغانانو په خپل منځ کي «سېرومیان» بلل. دا هغه کسان وو چي یا یې په اروپا او امریکا، یا په شتمنو عربي ملکونو کي خپل خپلوان لرل؛ او د هغوی د پرله پسې ورته راتلونکو پیسو «سیروم» به ورته چالانه و. د دې خلکو مړۍ په غوړو کي وه. بس، مه زغ کوه مه سپاره، خدای به یې درکړي په تیاره. دویمه ډله هغه کسان وو چي یا يې له وطنه څه پیسې- میسې ورسره راوړي وې، یا یې دلته د خپلي خوارۍ مزدورۍ په زور لږوډیري سره راټولي کړي وې،څه «لوی» یا ووړ کاروبار یې پرې پیل کړی و. دا خلک هم بد نه وو، ځانونه یې تر یوځایه رسولي وو. اودریمه ډله یې هغه افغانان وو چي نه یې دا درلودل نه ها. ددې خلکو وزله نو مګر خدای په خپله کړې وای. ځکه هغه د چا خبره خاوري یې هم نه درلودې چي پرسر یې باد کړي. دې خوارکیو ته نو بله هیڅ چاره نه وه ورپاتې غیرله دې چي سهارله خپلو جونګړو راووزي بیا نو ترماښامه هراوراو اوبو ته ځان واچوي، که ګوندي څه ترې بود کړي؛ خو ډیری به یي لکه سهار چي تش لاس وتلي وو، هماغسي تش لاس ماښام هم بیرته کاله ته ستانه شول.
او انجینیر سالم ضمیرهم په همدې دریمه ډله کي راته. د ځینو نورو افغانانوغوندي، دی هم سهار وختي په «لاجپت نګر» کي له خپل تنګ او تاریک کوره راووت، په بیړه یې له یوعالم امیدونو په ډک زړه، په ښاري بس کي د «چاندني چوک»لار په مخ کي اچوله، که
ګوندي د زاړه ډیلي په دې ګوټ کي څه خواري غریبي وکړای شي…
په «چاندني چوک»کي چي د «فتح پوري مسجد» مخي ته پر پراخ سړک د «لال کیلا» پر لوریو څه لار وړاندي لاړ شې، ښي لاس ته یوه تنګه اوږده، خوله ګڼه ګوڼې ډکه کوڅه خو له درته خلاصوي؛ همدا د «بلیمارانو» مشهوره کوڅه ده، چي ډیلي ته ورغلی هرافغان یې خامخا له نامه سره اشنا دی؛ ځکه یونه یو ډول یې هغې ته ورتګ حتمي برېښي. په کوڅه کي دننه، خدای مي دي غاړي نه بندوي، همدا سل- یونیم سل ګامه وړاندې کیڼ لاس ته یو زوړ دالان را ښکاره کیږي چي پرسر یې په پیکه شوي رنګ لیکلي دي:«شریف منزل».
همدا شریف منزل د دالان شاته د هغه «مارکیټ»نوم دی، چي په څو پوړونو کي ګڼ شمیر واړه واړه خواره بشکي «دوکانونه» پکي جوړ دي. داسي ویل کیږي چي دا ټول د مارکيټ اصلاً د کومې مساپر خونې په نیت جوړشوی و، خو لکه چي سم نه و چلیدلی، ځکه یې خاوند کوټې په دوکانونو اړولي وې، له همدې کبله هم دغه د«شریف منزل» نوم.
په هرحال. بس،همدې دالان ته ورننوتل د هندوستان پای او د افغانستان پیل وګڼه. دلته دي چي هرڅومره زړه وي هغومره افغانان موندلای شې؛ ځکه د شریف منزل نیږدې ټول دوکانونه د افغانانو دي. په هغوی کي یې بیا لوی اکثریت د تګاویانو دی. او دا، همداسي ښه وه. ځکه دلته د ده د منطقې هیڅوک هم نه و، چي انجنیر ضمیر وپېژني. دلته یې نه پرچمی توب چاته مالوم و، نه انجینیرتوب، او نه هم ضمیرتوب. دلته هغه مازي د «سالم خان» په نامه پېژندل کېده؛ او دې، له دې امله په زړه کي خوشاله و. ځکه لږترلږه د چا له خوا د پیژندل کېدو ویره یې نه درلوده. ځکه خو نو دې هم هره ورځ په ډاډه زړه شریف منزل ته ورته. بس چي د سهارهمدا نهه نیمې- لس بجې به کیدونکي شوې، انجینیرضمیر به له لري راښکاره شو چي په ګړندیو ګامونود بې شمېره خلکو، په مالونو د ډک بار ریړیو، او رنګارنګ سایکلي ریګشاوو په ټیل ماټیل کي شریف منزل ته خپله لارراخلاصوي. د هروخت په شان به دوه خړي کڅوړي په یوه لاس او یو زوړ شین ګلداره دسمال په دا بل لاس کي، خدازده په کومو چورتونو کي ډوب، ورته رارهي و. چي ورو به رسید، له عادت سره سم به د دالان په خوله کي ودرید، پر اسکیرلي مخ او پراخ لمرسېځلي تندي باندي راډنډ د خولو څاڅکي به یې په دسمال پاک کړل، بیا به نو دغسي ځوړند سر او چورتي نیغ مارکیټ ته ننووت. هلته به یې لومړی د پرون ورځي د پلورل شویو توکو پيسې ټاکلو دوکاندارانوته ورکړې، بیا به یې څه له دې دوکانه څه له اې دوکانه سره راټول کړل، ډکي کڅوړي په لاس به یې بیرته د لال کیلا لار په مخ کي واچوله.
پخوا انجینیرضمیر خپل کار ته خوشاله و. ان یو ډول خوند یې لا ترې اخیست. که له یوې خواپه خپل کارکي کامیابه ؤ او ډیر شیان یې پلورلی شول، له بلي خوا پردوکاندارانو هم له همدې امله ګران ؤ او ښه کمیشن یې ورکاوه. خو اوس نه. اوس یې د کاروبار چندان
مزه نه وه. دا په دې مانا نه چې ګنې اوس نو روسي ساعتونو اوکامرو بازارنه لاره. نه.
د دې شیانو بازار اوس هم ښه تود و، خو نه ده ته؛ او په دې وضعیت کي ملامتي هم د ده خپله وه. ددې پر ځای چي د ورسره راوړیو توکو د پلورلو هڅه وکړي، درسته ورځ به په یوګوټ کي ولاړ، په ناپایه دروني اړودوړ اوځوروونکو چورتونو ورباندي تیره شوه.
او مازدیګر قضا مهال چي به یې هماغسي ډ کوور ته پاتي کڅوړو ته وکتل، پر دې نورو غمونو به یې دا غم هم ور زیات شو. ځکه دا هغه څه وو چي نه په شریف منزل کي د ناستو دوکاندارانو خوښیدل، نه یې هم د ده خپل کورني ژوند ته د خوښۍ زیری لاره. ده اوس
په شریف منزل کي ددوکاندارانونارضایتي لیده چي څنګه ورځ په ورځ پسي زیاتېده:«… سړیه، دا موږخو دلته څه د خدای په جات نه یوناست، چي سهار ډکي کڅوړي رانه یوسې، ماښام یې هماغسي ډکي بیرته راته راوړې…آخر ښځي او واړه راله غاړي دي، دهغوې
ساتنه او روزي راله غاړي ده…که یې نه شې خرڅولای، سم دم ووایه چي په بل چا یې څه غم وخورو…»
په کور کي یې هم وضعیت تردې ښه نه ؤ. ده لیدل چي څنګه یې خوارۍ اونادارۍ زور پسي اخیست. څنګه یې لوږې د ماشومانو اعتراضونه او شکایتونه ډیرول. څنګه یې د کورني ژوند فضا ورځ تربلې ترینګلې کیده. انجینیرضمیر دا هرڅه لیدل اوترې ځوریده، خو څه چاره یې هم نه شوای کولای. اکثره به یې کله په دغه کله په هغه ډول د دوی د تسل اوډادګیرنې هڅه وکړه، خوچي څه به یې ترې ترلاسه نه کړل، قارجن به داعتراض په علامه له کوره وووت. دباندي به یې ځوړند سر په چټکو ګامونو ځان دکاله شا ته هغې
زړې څوکۍ ته ور ورساوه، چي خدازده چا دلته د خلکو له ګڼه ګوڼې ګوښه د یوې لویې ونې سیوري ته ایښې وه. هلته به له قاره پشیدونکی داوږدې څوکۍ پر څنډه کښیناست.
په داسي حال کي چي مخ به یې په خپړو پوښلی ؤ او لویدلي سترګي به یې په یوه نامالوم ټکي کي ښخي کړي وې، څو شیبې دغسي په خپلو خواشینوونکوچورتونوکي ډوب شو.
بیابه یې سرګردانه له ځان سره وویل:«…نوزه څه وکم،ها؟…ته خپله ووایه،زه څه وکم؟ …ته سکه وایې چي زه داټوله بدمرغې نه وینم؟…ته سکه وایې چي زه په دې وزیت «وضعیت»خوشاله یم؟…ته سکه وایئ چي زه نو له دې دوزخي حالته دځان او کورنۍ د ژغورلوهڅي نه کوم؟…» اوخپله به یې ځانته ځواب ورکړ:«کوم یې…ښې ډیري هڅي کوم ، خوڅه پایده«فایده»؟…اوه، څوک څه خبرچي ددې اورلمبې تر ټولوزیات ماسوځي …څوک زماله دې لوی غمه څه خبر…» اودا، رښتیا هم همداسي وه. هیڅوک هم دده له اصلي غمه نه و خبر. هیچا ته هم د هغه پروړاندي دده بې وسي اوبدمرغي نه وه مالومه. د ښځي اوماشومانوکه يې کوم غم و، نو دلوږي او خوارۍ غم یې و. دشریف منزل ددوکاندارانوکه کوم غم و، نو د مالونو د پلوراوګټي وټي غم یې و. خو دده غم؟…دده غم تردې ټولو هم لوی و، هم خوړونکی او ځوروونکی. داهغه غم و چي دده پلې اورګونه یې سیځل. چي نه یې ده څه چاره کولای شوه نه یې له کوم بل چاڅخه دڅه کولو تمه کولای شوه. چي نه یې ورځ ترې په کراره وه نه شپه. چي اوس یې ان په خوب کي هم آرام ته نه پریښود. تراوسه یې څوځله په خوب کي چیغو، ښځه نیمه شپه له خوبه راویښه کړې وه. څو ځله یې ښځي لیدلي و چي دی په خوب کي په کړچهار غاښونه چیچي، ناآرامه اړخ په اړخ کیږي، بیانامالومه شان له ځان سره څه وګوڼیږي؛ او بیا په لوړږغ ووایې« نه!…نه نه!…مه!…مه را…مه!…»
او په خولو خیشت په ځای کي راکښیني. په ځای کي هم دغسي ډار اخیستی ځو ځله ژر ژر ساه وکاږي، له وحشته په ډکوسترګو له شاوخواکتلووروسته، په بیړه د مخ او تندي خولې پاکي کړي؛اوبیابیرته په ځای کي ولویږي. ښځي یې تراوسه څوځلي دنارامتیاعلت
ترې پوښتلی و. خو ده هرځل بس همدومره ورته ویلي و:
ـ هیڅ شی نه…هسي په خوب کي وډارشوم…ته ویده شه.
او چي دې پرخپله خبر ټینګار کړی و دی هم قارجن پرې غوریدلی و:
ـ څه ډیري پوښتني کوې؟…درته ومي ویل چي وډارشوم. ته ځه ویده شه.
له همدې کبله يې ښځي هم زیاتي ډېره نه وه ورسره شاربلې. سړی یې خپل حال ته پرې ایښی و، ځان یې په دې فکر قانع کړی و، چي مانا خود به یې میړه خواشینی اونا آرامه وي. آخرترپرونه لاسړی دنوم اونشان خاوند و، انجینیر و، غټ دولتي مقام یې و، یوعالم خلک یې مخي ته پورته کښته کیدل؛ او نن؟…نن له دې ټولوخبروهیڅ هم نه و پاتي. نن سړی له خپل ملکه لري، دلته په هندوستان کي، دمهاجرت او بې وطنۍ دوزخي ژوند ته اړوتی و. دلته یې نه خپل کور لاره، نه سم خواړه وررسیدل او نه سمي جامې. تش لاس ښځه او واړه لاهم ورله غاړي وو. ښه نو، په داسي کړس چي سړي خوړلی و، څنګه به یې لا په آرامه خوب کړی وای؟…
خو کاشکي یوازي همدا غم وای. نه. خبره تردې لویه وه. په خوب اوویښه کي دانجینیر سالم ضمیرنارامتیا، چي رښتیا خبره شي، دمهاجرت له خواریواودربدریوسره چندان اړه نه درلوده. دده بدمرغي نوره وه. له همدې امله یې هم د ښځي سد نه شو ورلوېدلای. هغې دانجینیرضمیر په وضع کي ورځ په ورځ ډېرېدونکی تریخوالی لیده، خو په اصلي علت یې نه پوهېده. هغې دخپل میړه سوځیدل اوځوریدل لیدل، خوڅه مرسته یې نه شوه ورسره کولای. هغې اوس په زغرده حس کوله چي څنګه دهغه ددې بدلون منګولي د دوي د کورني ژوند ستونی ورکښېکاږي، خودژغورون کومه لاریې هم نه شوه موندلای. بس دغسي نارامه اوغمجن یې دا ورپېښه بدمرغي څارله او په خواشینۍ سره یې لیدل چي څنګه یې دمیړه دروني نارامتیا وروورو په قاراو بدچلند بدلیږي. څنګه هغه اوس په کاله کي برناحقه او بېګناه پر هر چا وردانګي. بس چي مازي به خبرلږسره دېخوا اېخوا شوه سړی به له قاره تک سور واووښت. په مازي خبر به یې پر هرچا ور بړچ وهل. ان پر ها خپلي را پیغلوټي شوي لور،زبیدې، باندي هم. هغه لور، چي پخوا ترهرچاډیره پرې ګرانه وه، چي له نازه به یې «دزړه ټوټه»بلله، خو اوس؟…اوس به په مازي خبرپری ور وغورېد:
ـ څه رډ رډ راګورې؟…ځه ورکه شه،… له مخي مي پرته شه! اوخپله به یې مخ بلي خواته ترې واړاوه. د زبیدې غټي توري سترګي به راډکي شوی، هک حیران به یې مورته وروکتل چي مانا څه ګناه مي کړې چي پلار مي داسي بد راڅخه وړي؟. خو کاشکي یې مور ددې پوښتني ځواب درلودی. بس مازي به یې په خواخوږۍ لورته وروکتل میړه ته به وډونګیده:
ـ چي«څه»شی یې کړي چي داسي برناحقه په خوارکۍ وردانګې؟ خو انجینیرضمیربه پرهغې هم وروغړمبیده:
ـ نه دي راګوري!…چیشته«څه شي ته»راګوري؟.
بیا به یې هماغسي قارجن یا په کوم بل شي ځان اخته کړ، یا به په چټکو ګامونوله کوره وووت. او دا، هغه څه و چي دده ښځه یې تربل هرکار ډیره ویروله. هغې پردیسي او جلا وطني زغملای شوه، د مهاجرت د ژوند خوارۍ او ناخوالي یې زغملای شوې، خو د خپل کورني ژوند تریخوالی اوبربادي يې نه شوه زغملای. نه. دا شی دزغملو نه و.
مخکي له دې چي ورانوونکوپایلوته مخه کړي، باید چاره یې وشي. هسي نه چي بیا خدای مه که داسي څه پیښ وي چي دوي ټول ورته حیران وي. هماغه و چي د چارې په فکرکي شوه. څو ورځي یې پرله پسې فکرونه وکړل. څو بیلابیل فکرونه سرته ورغلل، له څو
بیلابیلو فکرونو بیرته تیره شوه، ترڅوچي یې دغه یوفکر ترټولوخوښ شو. دافکر یې هم دوه درې ورځي له هره اړخه وڅیړه؛ او چي باوریې ښه پرې پوخ شو، یوه ورځ انجینیر ضمیر ته مخامخ کښیناسته په نرمه لهجه دهغه په وضع کي پردې خواشینوونکي بدلون او
پرکورني ژوند باندي دهغه پر ناوړه اغیز ورسره وږغیده. له ښه مرغه یې میړه هم دغه ورځ د ورسره ږغیدلو و. په سړه سینه یې ددې خبرو ته غوږونیو. اکثره خبري یې د سر په ورته خوځولوورسره ولاهم منلې؛ ان په دې لاورسره قانع شو چي باید دکار څه علاج
وکړي. خوچي ښځي یې کوم ارواپوه ته دورتلوخبر رامخي ته کړه، سړي یودم پورته خیز کړه:
ـ چیشی«څه شی»؟…ارواپوه ته ورشم!؟…پرمادي دکوم لیوني ګومان راځي، که څه بلا ، چي اروا پوه ته مي ورولې؟… ښځي چي هرڅه خلي پلي وکړې چي «…نه.خدای دي نه کوي چي دلیوني ګومان پرې وکړي. هسي یې ترې وغوښتل چي کوم مسلکي چاته ورشي…اوبرسېره پردې، ارواپوه ته ورتلل خونوخامخا د چا د لیونتوب په مانا نه ده، بلکي برعکس، مخکي له دې چی د چا تشویش یا ناروغي په بدو واوړي سړی یې باید په ارواپوه چاره وکړي…»فایده یې و نه کړه. هغې هم چي ولیدل چي ددې هره خبرسړی لا بموي، په ډکو سترګو یې بښنه ترې وغوښته، چوپ شوه. انجینیرسالم ضمیرله قاره سوراوشین کېدونکی همداسي نارامه پرخپل ځای ناست پاتي شو؛ خو چي ښخه یې شیبه پس له کوټې ووته، دده سترګي هم بې اختیاره راډکي شوې څوغټ څاڅکي ترې راوڅڅېدل. مات زړه یې مخ په خپړووپوښه، ډنګري اوږې یې په رپیدو شوې.
له دغې ورځي راوروسته که څه هم انجینیرضمیرله خپلي ښځي سره خوابدی و او مازي د شونډو په سر ورسره ږغیده، خو له ځان سره یې دهغې پر وړاندیزفکرهم کاوه. ښځي یې، چي رښتیا خبر شي دومره بد څه هم نه وو ورته ویلي.رښتیا هم ضرور نه وو چي سړی لومړی لیونی وي بیا ارواپوه ته ورشي. اصلاً سړی باید مخکي له دې چي له ورپیښ روحي جنجاله لیونی شي ارواپوه ته ورشي. ددې خلکو همدا مسلک دی. په همدې برخه کي یې تحصیل کړی. شپه ورځ دهمده غوندي کسانوپه درملنه لګیا دي:« دا دومره خلک خو نو څه دخدای په جات نه ورځي، حتماً به څه پکې ویني کنه…»او وړاندي به پسي لاړ:« ښه نو چي خبر داسي ده، بیا نو ددې کار تاوان څه دی؟…ته څه خبر يې؟…
ښایي ستا څه غم هم وخوري…»خو چي هرواربه یې زړه ته ورتیره شوه چي ارواپوه ته ورتګ خو نوخودبخوده هغه ته د ټولو خبرو د کولو په مانا هم ده، هغه ته ټکی په ټکی دټول حال د بیانولو په مانا هم ده، یو دم به یې یو ژورډار هډونه وریږدول، بیرته به له
خپل فکره راپه شا شو. نه! نه!…دا داسې څه نه وو چي انجینیر ضمیر یې له چا سره شریک کړي، ان که دغه څوک یو مسلکي ارواپوه هم وي!.
خدازده څو ورځي انجینیرضمیر په همدې دروني اړودوړکي تیري کړې، خدازده څو ځله هغه ان دغسي مخامخ ارواپوه د ورتلو پریکړي ته تسلیم؛ اوبیاهماغسې ډاریدلی ترهیدلی بیرته ترې راپه شاشو؛ چي یوماسپښین یوعجب شانته فکر ورکي څرک وهل. هماغلته د «لال کیلا» مخي ته په خپل هروختني ګوټ کي ولاړ و. څو روسي ساعتونه په لاس او دوه غټي روسۍ کامرې په غاړه یې په سرګردانه چورتونو کي ډوب شاوخواکتل چي یودم یې زړه ته ورتیره شوه:«…دادومره ارواپوه ته له ورتلوډاریږې ولې،ها؟…پردی هندو دی، څه به دي وپیژني چي ورته وارخطا یې؟…»دې فکرسم دم ټکان ورکړ. بې اختیاره یې لاس پرمخ او پزه راوکیښ، سترګي یې وځلیدې، خو دستي یې تندی بیرته تریو شو:
«…نو بیاخوبه سړی په ټوله کیسه خبرشي کنه؟…»اوچي بیرته یې ځانته وویل:« نوڅه؟.. خبر دي شي…»ځای په ځای یې خوله ویړه شوه. رښتییاهم په دې له خلکوزیچ ډک ډیلي کي پر ده باندي د یوه پردي هندوارواپوه دخبریدوتاوان کوم و؟ . سل یا زر تنه خو نه دي
چي څوک سره وپیژني. له یو کروړ څخه هم زیات خلک دلته اوسي. چي مازي له خپل کونجه لږ راووتې بیا دي ولاکه درک هم چاته ورمالوم شي…
انجینیرضمیر په خوند خپل فکرپسې وغځاوه، په پای کي یې په شوق له ځان سره وویل: «… بس همدا زموږ له منطقې به یوڅه لرې کوم هندو ته ورشم.نه به خپل اصلي نوم ور ښیم نه پته…بیا دي نو هندو خپلې غورې راسره کوي…که مي یې څه غم وخوړ خو ښه
تر ښه؛ او که نه هم بلا پې پسې…لږترلږه خوبه مي زړه ورته تش کړی وي…»انجینیر ضمیر ښائسته ډیرې شیبې دا فکرونه وکړل. هر څومره چي وړاندي پکي ته، هغومره یې باورپرې پخیده، هغومره یې تیاره ټکي ورته روښانه کیدل. یو ځل خو خدای شته یو څه حیران هم شو چي ولي یې تراوسه دې ټکي ته نه وو ورپام شوي؛ خو په هر حال، اوس یې خپله پرېکړه کړې وه. نور ځنډ ته حاجت نه و، باید ژرترژره یې پلې کړي. دغه ماښام انجینیرسالم ضمیر پس له ډیره وخته خوشاله کورته لاړ. لکه یودروند پېټی چي یې له اوږوبیرته شوی وي، په آرامه یې ساه کښه اوپه ورین تندي له هرچاسره ږغیده. ښځي یې هم دا بدلون ولید. هغه هم له دې امله خوشاله وه. یوځل خویې ان علت لاترې وپوښته، خو ده څه ورته ونه ویل.
په دابله ورځ سهارلږنورهم وختي له کوره وووت. خودغه ورځ د«چاندني چوک» پرلورنه، بلکي پربیخي بل لوررهي شو. چي څو ګامه وړاندي لاړ، بیرته ودرید. ناآرامه یې سروګراوه، په چورت کي شو. دا چي نن به کوم ارواپوه ته ورځي، هغه څه وو چي
له پرونه لاورمالوم وو، خوداچي«چیرته؟»او«کوم؟»یوه ته به ورځي؛ هغه څه ووچي تراوسه لانه و پرې سلا شوی؛ اوپرهمدې ټکي یې اوس فکرکول پیل کړه. شیبه پس دې پایلي ته ورسېد چي دغه«کوم» یوه ته ورتګ یې دومره مهم نه دي. هریو چي وي، وي
دي، ټول پردي هندوان دي. خودغه د«چیرته؟»خبره یې مهمه وه. بایددومره لري یوچاته ورشي چي په هیڅ ډول یې خبرددوی ترمنطقې راونه رسیږي. لومړی یې د«فریدآباد» نوم ذهن ته ورغی؛ خو بیرته یې ځانته وویل چي نه، دومره لري تلو ته هم حاجت نشته.
دلته ددی لوی ډیلي په یوڅه نیږدې شاوخوا کي هم ستا له کور او منطقې ګوښه ځایونه کم نه دي. خوچیرته؟؛اوله لږسوچ وروسته د«صفدرجنګ»نوم ورپه زړه شو. صفدرجنګ؟، هو، صفدرجنګ…بالکل دغه و. دې فکرخوند ورکړ.خوشاله یې سر ځانته وخوځاوه، نیغ
صفدرجنګ ته په تلونکي بس کي وخوځید؛ چي ورورسید، دصفدرجنګ له لوی روغتونه یودوه تمځایه ورآخوا له بسه راکوزشو. د ښاردابرخه په همدې سهاروختي کي لا له خلکو ډکه وه. دی شیبه قدرې هماغلته د سړک پرغاړه په خپل ځای ودرید. چي بس بیرته
وخوځید، پَکَرغوندي یې شاوخواله نظره تیرکړل. عجیبه وه. دادومره موده په ډیلي کي اوسېدلی و خو دښاردابرخه بیاهم یومخ ورته پردۍ وه. تیارلکه کوم بل ښارته چي تللی وي. دې فکرهم حیران کړ هم یې دزړه تسل ورکړ. نه، په دې شاوخواروانوخلکوکي د یوه څیره هم دافغانانو نه مالومیده. او دا، همداسي ښه وه. ډاډه زړه رهي شو. د کتنځي لټه یې پیل کړه. دغسي دسړک پرڅنډه روان یې دسړک د دواړوغاړو بې شمیره لویو او وړو لوحو ته کتل؛ چي دکوم ډاکټرد کتنځي لوحه به یې ولیده، ورته تم به شو، په ځیر به یې
ولوسته؛ اوچي وبه یې لیدل چي دده د لټي واله نه ده، بیرته به ترې رهي شو. له ښائسته ډیرو لوحو تیرشو. ښائسته ډیرلوی او واړه دوکانونه، رستورانونه او د بیلابیلو ډاکټرانو کتنځي په مخه ورغلل، خو د روحي ناروغیو د وال څرک چیري هم و نه لګید. دې کار
خلق ورتنګ کړ؛ ځکه پدې ډول یې یوځل بیا د خپل رنځ عجیب او غریب والی ورپه زړه شو.خوخپله لټه یې همداسې جاري وساتله؛ اوچي ښائسته ډیرګړی وروسته یي بیاهم څه ترې بودنه کړل،سرګردانه ودرید، په چورت کي شو. بیایې لکه کومي پریکړي ته چي رسیدلی وي، سرد تائید په علامه ځانته وخوځاوه، بیرته رهي شو. څوګامه وړاندي یې دسړک پرآبله غاړه یودرملتون ولید. څوشیبې یې په ځیروروکتل، بیازړه نازړه دسړک آبلي غاړي ته ورواووښت.چي ورورسید،دمخ اوتندي خولې یې وچي کړې، نیغ درملتون ته ننووت. د دخل شاته ناست هندو ته له سلام اچولووروسته یې سرلږ ورنیږدې کړ ورو یې دکوم ارواپوه دکتنځي پوښتنه ترې وکړه. خېټور هندودغسې لټ پرخپل ځای ناست لومړی انجینیرضمیر له نظره تیرکړ، بیایې ددخل څنګ ته پرته کتابچه راواخیسته، څوپاڼي یې سره واړولې راواړولې. آخریوې پاڼي ته تم شو، لنډکۍ پریړه ګوته یې د هغې پر وروستنۍ برخه تیره راتیره کړه، دکتابچې له بیرته تړلووروسته له ده سره یو ځای له
درملتونه راوووت. د درملتون له مخي یې هلته لیري کیڼ لاسته اشاره وکړه وې ویل:
ـ هاغلته، هغه لري کوڅه وینې؟…هلته یوډاکټر شته.
ده کوڅه چندان ونه لیده خو دهندو په مطلب پوه شو. د مننې په ترې کولووخوځید.
ورښودلي ځای ته له ورنیږدې کیدوسره یې رښتیا هم دیوی تنګي کوڅې خوله ولیده چي
سړک ته راخلاصه وه. انجینیرضمیر ګام چابک کړ. چي ورورسید، سیخ په ناولې کوڅه
ننووت چي دواړوغاړوته یې واړه واړه دوکانونه پراته وو. انجینیردغسي وړاندی تلونکی
د کوڅې ددواړوغاړو د لویواووړولوحو په لوستلو سرشو. شیبه پس یې آخر د خپلي لټي
لوحه هم ولیده. دیوه زیچ ډک دوکان پرسرراځړیدلې ښائسته غټه لوحه وه. په زعفراني
رنګ په انګریزي ژبه پرې لیکلي وو:
ډاکټر ویجی ګوپتا
ارواپوه او دروحي ناروغیومتخصص او د لوحې لاندینۍ برخه ټوله دهغوډیګریو په لنډیزونو ډکه وه، چي ډاکټر په خپلو مسلکي
زده کړو کي ترلاسه کړي وې؛ اوبیانویوغشی پرلوحه کښل شوی و چي پاس پوړته يې کتنځي ته دورتلو لارښوونه کوله. د لوحې لوستلودانجینیرضمیرزړه په دربا راووست، یو ځل بیازړه نازړه شو. آن تر دې حده چي کتنځي ته له سره د نه ورتلوفکر يې لا وکړ؛
خوبیرته یې ځان راټینګ کړ، نیغ په تنګو تیاروزینوکي پاس دویم پوړته وروخوت.
د انجینیرضمیر دزړه درزا دهرګام په اخیستلولازورپسي اخیست، خودی له خپله هوډه وانه ووښت، نورهم وړاندي لاړ. څوګامه وروسته یې ښي لاسته یوورولید چي دډاکټر ګوپتانوم پرې لیکلی و. انجینیر وارخطا لاړي تیري کړې، توکل په خدای، دننه ورغی. وړه
کوټه وه خوهرڅه پکي پاک ستره وو. مخامخ دمیزشاته یوه ځوانه هندوه په ژیړه ساړۍ کي ناسته وه، څه یې لیکل. دده په لیدويې سرراپورته کړپوښتونکي سترګي یې ورواړولې انجینیرسالم ضمیر سلام ورواچاوه، په هندي ژبه یې ترې وپوښتل:
ـ ډاکټر صیب شته؟
هندوې په انګریزي وویل:
ـ هو.
وړاندي لاړه:
ـ څه خدمت موکولای شم؟
او چي انجینیرضمیربیاهم په هندي ورغبرګه کړه:
ـ غواړم وې وینم.
هندوې هم هندي ژبه راواخیسته وې پوښتل:
ـ دلیدووخت مو اخیستی؟
چي ده وویل:
ـ نه.
هندوې نرۍ نخ کړي وروځي سره کش کړې وی ویل:
ـ هن، هن…داخومولږسخته کړه. باید مخکې مووخت اخیستی وای. نن ډیرناروغان لرو.
انجینیرضمیرپه کوټه کي سترګي وغړولې. تشه وه، مازي یو سپین ږیری پکي ناست ؤ، خوڅه یې لانه و ویلي چي ښځي ناببره وپوښتل:
ـ ستاسي نوم؟
دانجینیرضمیر نیږدې له خولې وتلي و«انجینیرسالم ضمیر»، خوژریې ځان راټینګ کړ
تلولی يې وویل:
ـ عبدالجبار.
هندوې مخې ته پرتې پاڼي ته ورکتونکي پسي وپوښتل:
ـ بل وخت نشې راتلای؟
ـ نه.
ـ سباهم نشې راتلای؟
ـ نه…که همدانن وخت راکړئ مهرباني به مو وي.
ښځي له ځان سره وویل:
ـ هن،هن،هن.
څوشیبې غلې شوه. وروسته یې چورتي غوندي پسي زیاته کړه:
ـ سمه ده…خویوڅه وخت نیسي.
چي ده وویل:
ـ پروانه لري.
هندوه هم دناروغانو په نوملړ کي دده دنوم اوپتي په لیکلو لګیا شوه. ده هم له پریکړي سره سم ټول شیان غلط ورته وویل. چي ښځه له لیکلوراخلاصه شوه، له بنګړیو ډک لاس یې څنګ ته کوټې ته ونیو، وی ویل:
ـ هلته، دانتظارپه کوټه کي کښینئ.
انجینیرضمیرمننه ترې وکړه دانتظار کوټې ته ورغی؛ اوکوټې ته له ورننوتلو سره یې د هندوې پرخبره پوره باورراغی چي ورته ویلي یې وو«…یوڅه وخت نیسي.»دلته رښتیا هم ښپږ- اوه تنه مخکي لاخپل وارته ناست وو. چاره نه وه، دکیڼ لاس په کونج کي پریوه
خالي څوکۍ کښیناست. له مخامخ، پروړوکي میز، پرتو مجلو څخه یې یوه انګریزي، یوه اردومجله راواخیستل، ځان یې پرې مشغول کړ. خدازده څومره وخت تیر و چي آخردده وارهم راغی. هغه په مخکینۍکوټه کي ناست سپين ږیری دانتظارکوټې په وره کي راښکاره شو، ده ته له ورکتو سره یې وویل:
ـ میسترعبدالجبار؟
چي ده ورته «هو» کړه سپین ږیری ورغبرګه کړه:
ـ راځئ صاحیب.
انجینیرمجلې بیرته پرخپل ځای کیښودې پاڅید، سپین ږیری مخکي دی له شا یوې بلې کوټې ته ورسره ننووت. هلته په کوټه کي سپین ږیري د یوازیني نسبتاَ غټ میزشاته پرڅوکۍ دکښیناستلوست ورته وکړ:
ـ دلته کښینئ صاحیب، ډاکټر صاحیب اوس راځي.
اوخپله بیرته وووت. انجینیرضمیړ په ورښودلي ځای کښیناست، غلي یې سترګي شاوخوا وغړولې. ښائسته لویه کوټه وه. دلته هم هرڅه پاک ستره وو. میزته مخامخ دکوټې په آبل سرکي یوه لویه کړکۍ مالومېده چي شنې اسماني رنګه پردې پرې راځوړندي وی. د کړکۍ کیڼ لاسته ګوټ کي یو کټ پروت و له یوې مخامخ ورته ایښې څوکۍ سره.
نورنوپه کوټه کي دپام وړشی، همداآرام اوسکون بښونکې فضاوه چي له شنوپردوڅخه ورته راتیریدونکې شین وزمه رڼا یې حالت ته لا زوراوقوت ورباښه.
په همدې شیبه کي دکوټې ورخلاص شو. دوره خوله کي نری ډنګر ډاکټر ولاړ و. ده ته مهربانه ورکتونکي یې پرېړي توري شونډي موسکي کړې لنډ یې وویل:
ـ هلو.
راوړاندي شو، ده ته له لاس ورکولووروسته مخامخ دمیز شاته پرڅوکۍ کښیناست. هلته یې دمیزپرمخ پرته پاڼه لنډ له نظره تیره کړه وروسته له هغه یې سرراپورته کړوی ویل:
ـ ښه نومیستر عبدالجبار، مهرباني وکئ ووایاست څه تکلیف لرئ؟
انجینیرضمیردخپلي ورپیښي روحي نارامتیا په باب څرګندوني ورته پیل کړې. ډاکټر په ځیر دده خبروته غوږنیولی و، وخت ناوخته یې د پوهیدوپه علامه سرورته خوځاوه، دده دڅرګندونوپه ترڅ کي یې دوه- درې پوښتني هم ترې وکړې، چي ده په لنډو ورځواب
کړې او ډاکټرهغه دورته پرتې پاڼي پرمخ یاداشت کړې. چي راخلاص شو، ډاکټر پاڅید،
وې ویل:
ـ راځئ صاحیب.
او له انجینیرضمیرسره یوځای دکوټې په ګوټ کي پراته کټ ته ورغی هلته یې له ده وغوښتل چي پرکټ وغځېږي؛ خپله څنګ ته
په ورته ایښې څوکۍ کښېناست وی ویل:
ـ څو واري آرامه اوږده ساه وکاږئ…آرام…نورهم آرام…پرېږدئ چي غړي اوبدن مویومخ کرار شي…آرام.
چي انجینیرضمیرهمداسي وکړل،ډاکټر هماغسي نرم وویل:
ـ ډېرښه…اوس نوکیسه وکړئ.
انجینیرضمیرتلولی شو:
ـ دڅه شي کیسه؟
ـ ټوله کیسه؛ له سره ترپایه…ولي اوپه څه خاطردا تکلیف درپیښ دي؟…څه شی موله کوم وخته داسي ځوروي؟.
انجینیرضمیرله دې پوښتنو نارامه په کټ کي وسوڼیده. خوآخریې زړه راټول کړ، توکل په خدای، ورووروپه خبروراغی:
ـ دډیروکلونومخکي خبرده ډاکټرصیب…هلته په وطن کي، مقصد مي افغانستان دی، جګړه خپل حادپړاوته رسېدلې وه…اشرارو پر
انقلابي دولت ډېرسخت بریدونه کول…موږهم زیاتي ترپوزي رسید لي وو، دهرکلي اوبانډې یومخ تصفیه کول موراپیل کړي وو…هر
ځای چي به دا په اصطلاح مجاهدین په مخه راغلل، داسي اور به مو پرې بل کړ، چي وچ او لامده به مو يې ټول پکي وسېځل…خو
دوی هم دورکېدونه وو. ډېره موده به نه وه تېره چي بیابه یې سرراپورته کړ، په لاډېرتاوبه يې راباندي راودانګل…بس په همدغسي
شرایطوکي وو ډاکټرصیب، چي یوه ورځ ولایت ته خبر راغی…
انجینیرضمیرداوخت سوړاسویلی وکیښ لنډه شیبه چوپ شو. بیا بیرته، هماغسي لکه له ځان سره چي ږغیږي، وړاندي لاړ:
ـ …اشرارو دولایت یوه لږلري منطقه نیولې وه. ما که څه هم دغه وخت په ولایت کي اداري وظیفه لرله، خو دنوروګوندي ملګرو
غوندي،دضرورت په وخت کي،دانقلاب مسلحانه دفاع ته هم استول کیدم. داځل هم جبهې ته دتلودستورراکړل شو. موږددوستوشوروي
قواوودراسره تلو غوښتنه هم وکړه، خوچا ونه منله. هغوی بل ځای په جګړه بوخت وو.چاره نه وه؛په دابله ورځ یوازي ګوندي ملګري
له څوسربازانوسره هغې منطقې ته وخوځیدو…هلته له وررسیدو سره سم جګړه ونښته ډاکټرصیب…اشرارو دکلي په کورونو کي
کمین راته نیولی وو، موږله کلي دباندي په غونډیواوخوړونو کي مورچلي ورته ووهلې…دوه شپې اودوه ورځي…ډاکټرصیب، پوره
دوه شپې اودوه ورځې موسخته جګړه وکړه. زموږډیرملګري شهیدان شول، سخت تلفات موورکړل…هلته په کلي کي هم سور
قیامت جوړ و، ډیرکورونه په کنډوالوواووښتل؛ له ډیرومېنو د اور لوخړې پورته شوې، خدای خبرچي ددوي به مولاڅو تنه ور
وژلي وي…د دریمي ورځي څاښت مهال ایله داشرارومقاومت مات شو. یو دم یې ډزي ودرېدې…موږلنډه شیبه نورهم ماتل شوو. چي
دهغوی په پرشاکېدومویقین راغی، همداسي دګولیو په ترسهار کي له مورچلوراووتو، مامخ پرکلي ورسم شوو…ټول قار، کرکي
اووحشت اخیستي وو ډاکټرصیب، ټولوکورپه کورداشرارو لټه پیل کړه…
زه هم ګوته تیاره په ماشه ایښې له یوه کوره وتم په بل ننوتم.
هرلورمي برناحقه ډزي کولې، سترګي مي وینو اخیستي وې ډاکټرصیب، زړه مي په تاو په ځیګرکي دربیده…دلیونیوغوندي مي دهر
کورکندې کپري لټولې، چي په یوه کورکي مي«هغه» ولیده…تازه راپېغلوټې شوې نجلۍ وه ډاکټرصیب، دیوه مات کندوشاته پټه وه…
په غټوتوروسترګوکي یې ناپایه ډار اووحشت څپې وهلې؛ له ویري سرترپایه پړکیده. زماپه لیدويې غټ ټکان وخوړ، شونډي یې مرۍ
مرۍ شوې. شیبه قدري مومخامخ یوبل ته وکتل، وروسته له هغه وروړاندي شوم، په ګڼوتوروڅڼوکي مي ګوتې ورښخي کړې،ډاکټر
صیب، دغسي له ویښتونیولې مي دکوټې منځ ته راکش کړه…نجلۍ په ژړاشوه ډاکټرصیب؛ ماکلاشینکوف څنګ ته وغورځاوه پرې
وروړاندي شوم، نجلۍ په زاریووویل:
ـ نه…خدای ته ګوره، نه. خومانورمجال ورنه کړ، په تاومي یې جامې په تن کي وروڅیرلې، بدنامي مي ورواړوله. چي راخلاص شوم مخامخ ورته ودریدم.
نجلۍ سرکښته اچولی و، په ریږدیدونکولاسونویې دورپاتې جاموپه جمبړودځان د پټولو هڅه کوله؛ او ژړل یې…ما د پتلانه زنځیر
وتاړه کلاشینکوف مي راواخیست. دنجلۍ سترګي له ډاره غټي راووتې، ترهیدلي یې مخامخ راوکتل؛ دې سکه ویل ډزي پرې کوم.
خوماکلاشینکوف بیرته پرمځکه وغورځاوه، بیا وروړاندي شوم. دا ځل مي نجلۍ له ستوني راونیوله. دې، هماغسي مخامخ راکتونکې،
د خپل ستوني دراڅخه خلاصولوهڅي پیل کړې، خو ما خپل موټ نور اونورهم ټینګ پرستوني ورکښیکښود. د نجلۍ مخ تک سور
واووښت ډاکټرصیب، سترګي یې لاغټي راووتې، آخریې ورو ورو زماپه موټ کي شټنکي پیل کړې، شیبه پس دغسي کرخته پر مځکه
ولویده.
له دغې ورځي راهیسي، ډاکټرصیب…له دغې ورځي راهیسي مي ددغوسترګوراکتل په کراره نه پریږدي. که ویښ یم که ویده، ډاکټر
صیب…هرلورچي ځم، هري خواته چي ګورم، همدا د نجلۍ غټي توري سترګي دي چي مخامخ راګوري… لکه راته وایې چي:
ولي؟…ولي؟…ولي؟…