پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد هند په اندرا پردېش آیالت کې یوې ناپېژانده ناروغۍ لسګونه کسان...

د هند په اندرا پردېش آیالت کې یوې ناپېژانده ناروغۍ لسګونه کسان وژلي

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۷) هندۍ رسنۍ وایي په دې هېواد کې يوه ناپېژانده ناروغي پيدا شوې چې د ډېری خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا ناروغي د یاد هېواد په ایلورو ښار کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتو ي چې تر دې دمه دا ناروغي نه ده پيژندل شوې چې له څه شې رامنځته کېږي.

روغتیايي سرچينې وایي که څه هم دې ناروغۍ تر دې دمه ۱۴۰ کسه وژلي دي.

سره له دې چې په هندې د کورونا ویروس څپه هم زوروره روانه ده خو بیا هم د د یاد ایالت روغتیايي کارکوونکي وایي د یادو ناروغانو د کورونا ټیسټ منفي و.

روغتياپالان وايي: «د دوی په وینو کې د ویروس کومه نښه نشته او داسې نه ښکاري چې دا دې کومه ویروسي ناروغي وي.»

دوی زیاتوي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي او هڅه کوي ژر روښانه کړي چې د ناروغانو د مړینې لامل څه دی.

د دې ناروغۍ ښه درملنه دا ده که ناروغ پر وخت روغتون ته ورسول شي د ژغورل کېدو امکان یې لوړ دی.

هندې روغتياپالان زیاتوي چې دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې د کورنا ویروس څه باندې ۳۲ زره پېښې هم ثبت شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب