Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران د افغانستان د رېل پټلۍ ۴۶ کارکوونکي روزي

ایران د افغانستان د رېل پټلۍ ۴۶ کارکوونکي روزي

تاند( دوشنبه، د قوس ۱۷) د ایران د رېل پټلۍ ادارې مسوولان وایي  د افغانستان رېل پټلۍ کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

د یاد هېواد د رېل پټلۍ ادارې مشر ویلي چې، د هرات – خوف رېل پټلۍ پرانیستل کېدو وروسته به دغه دغه چاره ترسره کړي.

سرچیني ویلي چې په لومړي قدم کې به د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې ۴۶ کارکوونکو ته روزنه ورکړي.

ايران داسې مهال د افغان رېل پټلۍ کارکوونکو د روزنې ژمنه کوي چې، یاد هېواد له دې وړاندې په ځلونو د افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو کې دمرستو ژمنې کړي خو د افغان سوداګرو په خبره لا یې هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.

دا یادونې ده چې، څو ورځې وړاندې هم له ایران څخه افغانستان ته په تازه غځول شوې رېللار هرات ولایت ته ۴۰۰ ټنه ایراني سيمنټ راوړل شول.

https://taand.net/%d9%84%d9%87-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%b1%db%90%d9%84%da%ab%d8%a7%da%89%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d9%88%d8%b3%db%8c%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%84%d9%88%d9%85%da%93%d9%8a-%da%81%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...