جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

تاند (دوشنبه د قوس ۱۷) د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست وايي، د سالنګ لویه لاره د سختو واورو او بادونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د مسؤلینو په خبره د تېرې شپې ۱۱ بجو راهیسې سختې واورې پیل شوې، چې ورسره سم یاده لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

ددې ادارې د خبرپاڼې له مخې، کېدای شي واوره ورېدنه تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دوام وکړي، نو ځکه موټر چلوونکو ته سپارښتنه کوي، چې چینونه او ځنځیرونه وتړي.

تر اوسه په شمالي سالنګ کې ۱۶ ساتني متره او په جنوبي سالنګ کې ۱۵ سانتې متره واوره ورېدلې ده.

تېره ورځ د هوا پېژندنې ملي ادارې په کابل، پروان، میدان وردک، بامیان، غزني، پکتیا، ارزګان، زابل، دایکندي، کندهار، هلمند، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، غور، بدخشان، تخار او سالنګونو کې د سخت اورښت او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...