Homeخبرونهد طالب بندیانو په اړه د امریکا وروستي دريځ؛ ولسي جرګه اندېښمنه...

د طالب بندیانو په اړه د امریکا وروستي دريځ؛ ولسي جرګه اندېښمنه کړې

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۷) ولسي جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د امريکا پر وروستي درېڅ خبرې کړې دي.

دوی د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي کړي چې د هېواد پر وضعیت او د اوربند پر رامنځ ته کولو يې هېڅ مثبت اغېز نه دی کړی

ولسي جرګې په دې ناسته کې اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي چې له دلایلو پرته د طالبانو د زندانیانو خوشي کول به د وضعیت د لا ترینګلتیا او کړکېچ لامل وګرځي.

دوی د راس ویلسن وروستۍ څرګندونې د جدي اندېښنې وړ بللې او زیاته کړې يې ده چې دوی له اوربند او سولې پرته د نورو طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت کوي.

ولسي جرګه دا اندېښنه داسې مهال ښيي چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چې، وسله وال طالبان په راتلونکو څو ورځوکې د خپلو ۷ زرو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

وېلسن ټينګار کړی و چې دا د دوحې هوکړې برخه ده او هوکړه باید عملي کړل شي.

بل لورته تراوسه افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

عام خلک هم د دې پرېکړې مخالفت کوي او وایي له دې وړاندې خوشې شویو بندیانو هېڅ ګټه نه ده لرلې او حکومت باید دا پرېکړه هېڅکله ونه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...