جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو...

دفاع وزارت: په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شوه

تاند (دوشنبه د قوس ۱۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو بریدونه مات کړي او د دوی ۱۹ وسله وال یې وژلي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو پرون د پنجوايي ولسوالۍ په بلغور، چرخ آب او ګلباغ سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې افغان امنیتي سرتېرو ددغو حملو مخه ونیوله.

خبرپاڼه زیاتوي، په افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بریدونه وکړل چې د ملي اردو په ځوابي ډزو کې ۴ طالبان ووژل شول، ۳ نور ټپیان شول او حملې یې شنډې شوې.

دفاع وزارت په جګړه کې د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب