جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+جالبې پوښتنې او د راشد ځوابونه « د واده څومره وړانديزونه درته...

جالبې پوښتنې او د راشد ځوابونه « د واده څومره وړانديزونه درته شوي؟

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۷) د افغانستان پياوړی ورو توپ اچونکی راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو قرنطين موده پای ته ورسېده.

نوموړی به  له دې وروسته د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سره تمرينات پيلوي.

د قرنټين له پاى ته رسېدو وروسته راشد خان په انسټاګرام کې د خپلو مينه والو ځينې جالبې پوښتنې ځواب کړي.

هغه ځوابونه چې راشد خان په خپلې سټورۍ کې خپاره کړي په ليکلي بڼه يې درته را اخلو:

پوښتننه:  ستاسې د قرنټين موده څنګه وه؟

راشد خان: دا سخت وخت و خو په وروستۍ شپه ډېر خوشحاله يم.

حضرت الله ځاځى: نور څنګه يې؟

راشد خان: زه ښه يم، ته څنګه يې؟

پوښتنه: د خوښې فلمونه؟

راشد خان: ٣ ايډيټس، لګان او دنګل

پوښتنه: څه فکرکوې چې، د حېدراباد لوبډلې کوم لوبغاړى به په راتلونکي کې ښه لوبغاړى شي؟

راشد خان: ډېر دي، خو عبدالصمد او پريام ګرګ دواړه ډېر ښه لوبغاړي دي او راتلونکي کې به د هند ستر لوبغاړي وي.

پوښتنه: د خوښې خواړه؟

راشد خان: باربي کيو (BBQ) او افغان روش.

پوښتنه: خوب او خواړه په وخت خورې؟

راشد خان: هو! خورې.

پوښتنه: په اسټراليا کې دې ښه ملګرى څوک دى؟

راشد خان: نيک اکبري.

پوښتنه: د باليووډ د خوښې هنرمند؟

راشد خان: عامرخان زما د خوښې هنرمند دى.

پوښتنه: بېګ باش ليګ ته لېواله يې؟

راشد خان: ډېر زيات، بيګ باش ليګ ته ډېر زيات په تمه يم.

پوښتنه: د نتراجان په اړه څه ووايه؟

راشد خان: نتراجن ډېر زيارکښ او له وړتيا ډک توپ اچونکى دى.

پوښتنه: دومره ډېر عکسونه دې اخيستي، خپروې يې ولې نه؟

راشد خان: دا ستا لپاره.

پوښتنه: حسينه دې خوښېږي او که وفا؟

راشد خان: دواړو ته مينه

پوښتنه: ریښتيا ریښتيا ووايه څومره نجونو درته د واده وړانديز کړى؟

راشد خان: تاته ولې ووايم

پوښتنه: ستا cheat meal؟ (هغه خواړه چې په ډايټينګ کې ترې پرهېز کېږي او کله نا کله يو څوک دا پرهېز ماتوي.)

راشد خان: پيزا

پوښتنه: بيا ځلې اډلايډ ته راځې؟

راشد خان: ډېر ژر، د دغو ښکلو نندارچیانو پر وړاندې بيا لوبېدو ته ډېر په تمه يم.

پوښتنه: د هند او اسټراليا لوبې ګورې؟

راشد خان: بالکل

پوښتنه: ستا نور نومونه؟

راشد خان: : Rash, Roshi, Arman

پوښتنه: د بالي ووډ د خوښې هنرمندې؟

راشد خان: کياره اډواني، پريټي زنټا او انوشکا شرما مې د خوښې هنرمندې دي.

پوښتنه: د يوراج سينګ په اړه يوه جمله؟

راشد خان: د شپږيزو پاچا

پوښتنه: د دهوني په اړه څه وايې؟

راشد خان: نرم مزاجه، ارامه او فينيشر

پوښتنه: د خوښې جوس؟

راشد خان: هندوانه

پوښتنه: د روهيت شرما په اړه څه وايې؟

راشد خان: ډېر ښه انسان او ښه هيټر

پوښتنه: ستا له نظره د شل اوريزو ښه هيټر څوک دى؟

راشد خان: ډېر زيات دي، خو زما د خوښې بيا هارديک پانډيا، کيرون پولارډ او مهيندرا سينګ دهوني دي.

پوښتنه: چاى او کافي، ستا کوم خوښېږي؟

راشد خان: سفرون چاى

پوښتنه: شرف الدين اشرف ترې غوښتي، څو ماشومان غواړې؟

راشد خان: له تا څخه يو کم

د پورته پوښتنو د ځواب په پای کې راشد خان له ټولو مننه کړې چې له هغه څخه يې په زړه پورې پوښتنې کړې دي او ليکلي يې دي چې نور به بل ځل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب