Homeخبرونهپه بامیان کې د وروستي برید په تړاو پینځم کس ونیول شو

په بامیان کې د وروستي برید په تړاو پینځم کس ونیول شو

تاند (دوشنبه د قوس ۱۷) د بامیان ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستي خونړي برید په تړاو پینځم کس هم ونیول شو.

د بامیان د مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کس پرون یکشنبې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې نیول شوي کس په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې منلې چې په بامیان کې یې په وروستي برید کې لاس درلود.

تر اوسه د یادې پېښې په تړاو پینځه تنه نیول شوي، خو د بامیان والي سید انور رحمتي وايي چې څلور هغه یې د لا نورو څېړنو په موخه کابل ته انتقال شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روانې قوس میاشتې په څلورمه ماښام مهال د بامیانو په مرکز کې یوه درنه چاودنه وشوه، چې نژدې ۲۰ تنه په کې ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستي، طالبانو هم په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...