جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدکندهار پر دامان ولسوالۍ موټربم برید کې د مرګ ژوبلې ارقام ۳۳...

دکندهار پر دامان ولسوالۍ موټربم برید کې د مرګ ژوبلې ارقام ۳۳ ته ورسېد

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۷) د کندهار ولایت  دامان ولسوالۍ پر ودانۍ د نن سهار په موټر بم برید کې دمرګ ژوبلې ارقام ۳۳ ته پورته شول.

د کندهار ولایت ویاند بهیر احمدي وایي چې، په ټپيانو کې ۲۲ ملکیان او نور يې نظاميان دي.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ویلی وو چې په دې برید کې ۱۱ پولیس ټپيان شوي دي.

بل لورته ځايي سرچينې وایي چې،په ټپيانو کې ډېری ولسوالۍ ته د خپلو ستونزو د هواري لپاره راغلي وو.

د دې برید مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

+++++

کورنيوچارو وزارت: د کندهار په موټربم برید کې ۱۱ پولیس ټپيان شوي

دویم تعقیب:

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۷) د کندهار ولایت  دامان ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم  برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې، بريد نن سهار څه باندې لس بجې د دامان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ په قرارګاه شوې ده.

ارین زیاتوي چې، د لومړني مالوماتو له مخې په دې برید کې تر دې دمه ۱۱ پولیس ټپیان شوي دي.

د نورو جزئياتو لپاره تاند سره اوسئ…

+++++

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید شوی

لومړی تعقيب:

تاند( دوشنبه، د قوس ۱۷)  د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي چې، څو شېبې وړاندې د کندهار دامان ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید شوی دی.

دوی وایي په دې موټربم برید کې مرګ ژوبله هم شته خو کره معلومات تردې دمه په لاس کې نه لري.

امنيتي چارواکي زیاتوي چې دغه موټربم برید هغه مهال شوی چې، د ولسوالۍ په مقام کې ناسته روانه وه.

په دې چاودنه کې د جزئياتو لپاره له تاند سره اوسئ…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب