دوشنبه, مې 20, 2024
Home+وټساپ کې به ډېر ژرمهم او نوی بدلون رامنځته شي

وټساپ کې به ډېر ژرمهم او نوی بدلون رامنځته شي

تاند ( دوشنبه، د قوس ۱۷) وټساپ کې په يو نوي بدلون کار پيل کړی چې، ډېر ژر به د خلکو د اسانتيا لپاره نوې ځانګړنه هم وړاندې کړي.

په راپورونو کې ويل کېږي، چې په وټساپ کې د دې نوې اسانتيا ازمايښت له تېر يوه کال راهيسې روان و او اوس داسې ويل کېږي چې د پای ته رسېدو په حال کې دی.

په اوس وخت کې وټساپ په يو وخت کې تاسې يوازې په يو ډيوايس (موبايل) کې کارولى شئ خو هڅه روانه ده چې، يو وټساپ په يو وخت کې په څو موبايلونو کې هم وکارول شي.

د WABetainfo وېبپاڼه وایي وټساپ په دې نوي فيچر باندې په چټکۍ سره کار روان کړی او اوس يې ازمايښت کېږي.

د دې فيچر لپاره به د لومړي ډيوايس لپاره د ښه انټرنېټ اړتيا هم نه وي، ځکه اوسمهال چې کله تاسې وېب وټساپ کاروئ نو بايد په موبايل کې موهم انټرنېټ فعال وي ګني هلته يې نه شئ کارولى.

سرچینه وایي چې د دې نوې اسانتيا له رامنځته کولو وروسته به وټساپ د وېب لپاره يو ځانګړى او نوى انټرفېس هم جوړ کړي.

ويل کېږي چې دا فيچر د انډرويډ په بيټا ورژن کې د ځينو خلکو لپاره وړاندې شوى دى.

اوس خو دا ويل ګران دي چې په وټساپ کې به د دې فيچر زياتونه کله وشي، ښايي څو اونۍ يا څو مياشتې وخت واخلي.

اوس لپاره يو وټساپ اکاونټ يوازې په يو موبايل کې کارولى شئ او که بل موبايل کې يې خلاصوئ نو مجبور يئ چې لومړى يې په هغه اول موبايل کې بند کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب