پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+بخت او تقدير زموږ په لاس کې دي| جنرال دولت وزیري

بخت او تقدير زموږ په لاس کې دي| جنرال دولت وزیري

عجیبه دنيا ده، کار به په خپله نه کوي، تنبل به په خپله وي، زیار به په خپله نه ګالي، تر لس- دولسو بجو پورې به په خپله له خوبه نه پاڅیږي، بیهوده به تر سهاره ويښ ناست وي، خوله به يې په خپله له نصوارو ډکه وي، ټوله ورځ به په خپله د نورو په سګرت څکولو بوخت وي، په چرسو او نورو نشه يي توکو به په خپله اخته وي، غلا او چور به يې په خپله، خپله دنده ګرځولي وي، په کور کې به بدخلقي په خپله کوي، له مور، پلار، ورور او مشرانو خبره به په خپله نه مني، د احترام، ښه ژوند او زیار په مانا به په خپله نه پوهیږي، دروغ ویل به يې په خپله عادت وي، په قرضونو کې به په خپله تر ستوني غرق وي، د کتاب ویلو سره به يې په خپله دښمني اعلان کړې وي، خو بیا به د خپلو ناکامیو پړه پر قسمت، بخت او حالاتو پورې تړي.

د ده د ناوړه کارونو له کبله په ژوند کې ورته ستونزې پیدا کېږي او د کورنۍ نور غړي به هم دغه کړاوونه ګالي، خو مسوولیت به پر تقدیر اچوي.

وايي به چې، پلار مې ملامته دی، ځکه چې ماته يې څه په میراث نه دي پريښي. مور او پلار مې ګناهګار دي چې په ما يې زده کړي نه دي کړي، دوستان می ملامته دي، ځکه زما سره پور نه کوي، حکومت ملامته دی چې ما سره مرسته نه کوي او بیا خو ځکه ملامته دی چې کار هم نه راکوي، امنیتي ارګانونه ملامته دي، ځکه چې د نشه يې توکو مخه نه نیسي، ورور مې ځکه ملامته دی چی سهار مې لمانځه ته پورته کوي، کتابونه ځکه ملامته دي چې بی له ويلو زما مغزو ته نه راځي، لنډه دا چې ټوله نړۍ ځکه ملامته ده چې ماته هر څه بی له زیار ایستلو زما په واک کې نه راکوي.

که ښه ځير شو دغه ډول ګیلې هره ورځ له ډيرو څخه اوریدل کیږي او ټول وخت به د قدرت د ناکردو څخه سر ټکوي او د هرې ناکامۍ پړه به پر قسمت او بخت باندې اچوي.

ډیر داسي خلک شته چې ډیر بېوزلي او او ناکامه ژوند لري، دوی تل له خپلو ناکامیو ژاړي او سر ټکوي. دوی ټول د دې مسئوله نړۍ ګڼي او وايي دا زما قسمت او بخت دي چې یاري را سره نه کوي. خو په رښتیا خو داسې نه ده، ځکه دا ډول خلک تل په خپلو نیمګړتیاوو، ناپوهیو او بېځایه حرکتونو پړه اچوي، بلکې ټوله پړه پر حالاتو پورې تړي او وايي، دا ټول حالات دي چې زما ژوند يې دې حال ته رارسولی دی. حال دا چې حالات پر موږ واکمن نه دي، بلکې زیات وخت زموږ د سوچ بڼه حالات بدل راښيي، چې ورسره د ډېرو ستونزو سبب کېږي.

کوم کسان چې د خاندان د خولۍ او شتو په برکت کوم ځاي ته رسیدلي وي، دوی هم کامیاب خلک نه دي، ځکه دوي هم په ټولنه کې هغه موقف په حقيقي توګه نه شي تر لاسه کولای چې کوم يې یو زیارکښ انسان تر لاسه کوي.

په نړۍ کې ډیرې داسې بیلګې شته، چې د ډیرو بېوزلو کورنیو کسان د خپل زیار او هڅو په واسطه د ژوند لوړو پوړیو ته رسیدلي دي، ځکه خدای تعالی هم تل د زیارکښو کسانو مرسته کوي. وايي، ته حرکت کړه زه به برکت وکړم.

کومه کورنۍ چې خپل اولادونه زیارکښ او هڅوونکي وروزي، له دروغ ویلو او بېهوده کارونو يې راوګرځوي، بی له شکه د هغې کورنۍ اولادونه د ژوند لوړو پوړیو ته رسیږي او هيڅکله دوی خپل ژوند په بخت او قسمت پورې نه تړي. هیڅکله دوی له خپل ژوند څخه نه مايوسه کیږي.

که څوک داسې فکر کوي چې تقدیر، بخت، حالات او ټوله نړۍ ستاسو مخالف دي. دا سمه نه ده، ځکه دا منفي طرز تفکر دی، چې تاسو تل له ناکامیو سره مخ کوي.

نړۍ، تقدیر او بخت هیڅ وخت ستاسو مخالفت نه شي کولای که چیرې تاسو په خپل ځان کی بدلون راولي، مثبت طرز تفکر خپل کړي، زیار او هڅې خپله دنده وګڼي. وايي: موږ خوښ، نړۍ خوښه او یا موږ سم، نړۍ سمه. مثبت طرز تفکر هم همدا وايي.

که چیرې تاسو په ځاني توګه سم یاست نو ستاسو بخت، تقدیر او نړۍ به هم سم وي.

کله چې خپله غلط یاست، په دې صورت کې له بخت، تقدیر، حالاتو او نړۍ د سموالي هیله کوئ، دا بيځايه او منفي طرز تفکر دی. منفي طرز تفکر هیڅ وخت د وګړو لپاره ګټور نه وي او نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب