یکشنبه, جولای 7, 2024
Home+د فقهي اصطلاحاتو قاموس| محمدیوسف عزیزي

د فقهي اصطلاحاتو قاموس| محمدیوسف عزیزي

څېړونکی: محمد یوسف عزیزي
موضوع: د فقهي اصطلاحاتو قاموس
لارښود استاد: پوهنوال استاد اسدالله وحیدي
نېټه:۵/۳/۱۴۰۳

  • لڼدیز:
  • د فقهي اصطلاحاتو قاموس د ټولنې اړتیا ته په کتو سره په (۱۳۹۰) هـ ش کال کې د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو اړونده څانګې یو شمېر پوهانو له خوا لیکل شوی دی، جې د ادیتورۍ په برخه کې یې څېړندوی سید حبیب شاکر کار کړی دی د متهمم بخش کې څېړندوی عبد الرحمن حامد برخه اخیستې ده او د ډیزاین او کمپوز چارې یې رحیم الله وکیلي مخته وړلي دياو همدارنکه له ترتیب او تدوین وروسته د علومو اکاډمی په (۱۳۹۰)هـ ش کال کې (۱۰۰۰) ټوکه چاپ کړی دی.

قاموس تر ډېره پورې د لغتونو اصلي او فرعي مانا وو څرګندولو لپاره لیکل کېږي او دا چې یو لوستونکی یا لیکوال د متن په لوستلو یا لیکلو کې یوه کلمه په سمه او کره مانا وکاروي نو اړتیا لیدل کېږي چې د ځینو ناشنا یا نادرو کلمو لپاره د همغې برخې قاموس مطالعه کړي، ترڅو وشي کولی یوه کلمه په سمه مانا او سم تلفظ سره په یو متن کې وکاروي. که چېرې څوک د خپل کتاب په متن کې داسې کلمې وکاروي چې د متن له مخې یوه مانا او د لوستونکي د برداشت له مخې بله مانا واخیستل شي نو داسې کلمې کارول د لیکوال ضعف کڼل کېږي، له همدې کبله د یو متن په لیکلو کې لیکوال باید د همغې موضوع اړوند قاموس خامخا مطالعه کړي، ترڅو د متن مانا یې له دیني، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې رانشي.

ار وییونه:

  1. قاموس پئژندنه, 2. اړتیاوې, 3. ځانګړتیاوې , 4. نیمګړتیاوې, 5. ګټور ټکي, 6. پایله, 7. وړاندیز

سریزه:

د هر علم  وده او پراختیا په ژبې پورې تړاو لري. ژبه یوه ځانګړې وسیله ده چې علوم، تجربې، افکار، نظریې او د ژوندانه په بهیر کې بېلابېل معلومات تر نورو رسوي. خو دا کار هله شونی وي چې د ژبې په برخه کې کار وشي، څېړنې تر سره شي، د پور ویونو پر ځای اصلي کلمې جوړې او وکارول شي او مخکې له دې چې یو نوی څیز له بهرنیو هیوادونو په بل نوم بازار ته راووځي باید د علومو اکاډمی له خوا ورته نومونه وشي تر څو هغه نوی ځیز په سوچه ژبه تولنه کې عام شي. که څه هم  له بده مرغه په دې برخه کې کومه ځانګړې کمېټه نشته چې د پور ویونو مخنیوي وکړي او د نویزونو برخې ته وده او پراختیا ورکړي، خو بیا هم له هغو لیکوالانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې په بېلابېلو برخو کې یې قاموسونه لیکي دي او د نورو ژبپوهانو لپاره یې د یو ښه مسیر بنسټ جوړ کړی دی.

همدارنګه له خپلو استادانو څخه هم د زړه له کومې مننه کوو چې د قاموس لیکنې په برخه کې یې مونږه  ته لارښوونې وکړې او د بېلابېلو موضوعاتو په سپارلو سره یې مونږه ته د څېړنې زمینه چمتو کړه.

په دې سیمینار کې له کتابتوني څېړنې څخه کار اخیستل شوی ده. مونږه  دوه درې تنو محصلینو د علومو اکاډمۍ ته مراجعه وکړه، که څه هم د علومو اکاډمی عمومي مرکز اړوندو مسؤلینو له مونږه سره هر اړخیزه همکاري وکړه، خو ځینې ستونزې چې مونږه هلته ورسره مخ شو هغه دا وې چې ډیر مهم کتابونه چې ځینو لیکوالانو له ډېرو ستونزو سره، د سیمیزې څېړنو په تر سره کولو سره راټول کړي او ترتیب کړي و په کتابتون کې یې شتون نه درلوده، چې یو له هغو جملې څخه دري پښتو قاموس چې پښتو مرکې چاپ کړی و په کتابتون کې موجود نه و. ښاغلي صلاحي صیب ووئیل چې د دې کتاب په شمول ډېر نور کتابونه د بېلابېلو سیاسي تحولاتو له کبله وخت په وخت سوزېدلي دي، اکاډمیسن صالحي صاحب  زیاته کړه پښتو قاموس چې تقریبآً (۱۲۰۰۰۰) لغتونه پکې راټول شوي و تر ورکېدو وروسته  یو استاد  چې هلته یې دنده درلوده،  ووئیل چې له ده سره شته ده؛ خو وروسته په خپله خبره منکر شو. که څه هم حبیبي صیب ډېر کوښښ وکړ چې یاد کتاب تر لاسه کړي خو بریالی نه شو.

د صلاحي صیب ځینو سپارښتنو او د پوهان استاد اسدالله وحیدي لارښوونو ته په کتو سره مونږه ته هم په کار ده چې د دې بهیر په لا پراختیا کې وڼډه واخلو او هر یو تر خپل حده پورې خپل مسؤلیت ادا کړو.

  1. قاموس پېژندنه:

قاموس عربي کلمه ده، جمع یې قوامیس ده، لغوي معنا یې په پښتو ژبه کې سیند، د سیند منځ، د سیند تل، د سیند ژور څای  یا هم لوی سیند ده، خو په دري ژبه کې ورته فرهنګ، واژه نامه او لغتنامه وايي.  په ټوله کې پښتو ژبه کې د قاموس کلمه عامه ده.  خو  په اصطلاح کې  د لغاتو مجموعې یا هم  د لغاتو تدوین شوي کتاب ته قاموس وايي.

  • د قاموس ډولونه:

قاموس د شکل، ژبې او مانا له مخې بېلابېل ډولونه لري چې په لنډه توګه به هره برخه  تشریح کړو، خو په ټوله کې کولای شو ووایو چې قاموسونه د شکل له مخې دوه ډوله دي.

  1. غټ قاموسونه: هغه قاموسونو ته وئیل کېږي چې د حجم او پاڼو له مخې مختلف وي ځینې سل مخه لري او د ځینو قاموسونو د پاڼو شمېر تر (۸۰۰) یا تر دې زیاتو پاڼو ته رسیږي او په همدې کچه د راټول شویو لغتونو شمېر هم پکې زیات وي.
  2. جیبي قاموسونه: هغه قاموسونو ته وئیل کېږي چې حجم یې وړوکی وي. د لغاتو او پاڼو شمېر یې کم وي او تر ډېره پکې هغه عام لغتونه راټول شوي وي چې سیاحتي وګړي ترینه استفاده وکړي او په جیب کې د ایښودلو وړ وي.
  3. د ژبې له مخې د قاموسونو ډولونه:

د ژبې  له مخې د قاموسونو بيلګې زیاتې دي، خو په عمومي توګه درې ډوله دي. چې لاندې ذکر شوي دي.

  1. یو ژبیز قاموس : چې له یوې ژبې ترتیب شوی قاموس وي، یعنې له پښتو څخه پښتو ژبې ته د لغتونو بېلابېلې لغوي او اصطلاحي مانا وې پکې شنل شوي وي.
  2. دوه ژبیز قاموس: چې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته لغتونه په لغوي او اصطلاحي ماناوو شنل شوي وي.
  3. څوژبیز قاموسونه: چې د دوه، درې یا څلور ژبو ویونه پکې راټول شوي وي او بیا لغوي او اصطلاحي ماناوې یې  شنل شوي وي.

د یادولو وړ ده چې دا هر ډول قاموس بیا په خپل ذات کې بېلابېل ډولونه لري لکه: یو لوریز، دوه لوریز او څو لوریزو قاموسونه چې هر برخه یې جلا تشریح ته اړتیا لري. خو د سیمینار موضوع ته په کتو سره یې دلته د تشریح کولو لپاره ګنجایش نشته دی.

  1. د منځپانګې له مخې د قاموسونو ډولونه:

د منځپانګې له پلوه قاموسونه درې ډوله دي:  چې لاندې برخه کې په لنډه توګه معرفي شوي دي.

  1. عام قاموس: هغه قاموس ته وئیل کېږي چې د عامو خلکو لپاره لیکل شوی وي، له تخصصي او مسلکي ویونو څخه پکې ډده شوي وي او تر ډېره پکې د عام ژوند د اړتیا وړ لغتونه پکې ځای پر ځای شوي وي او په ټوله کې د هغه چا لپاره لیکل شوي وي چې د یادې ژبې زده کولو په جریان کې وي.
  2. تخصصي قاموسونه: په ټوله کې د تخصصي او مسلکي کسانو لپاره لیکل کېږي او یوازې همدا مسلکي او تخصصي کسان ترینه ګټه پورته کول شي.
  3. د معنا له مخې د قاموسونو ډولونه:

د معنا له پلوه قاموسونه دوه ډوله دي.

  1. دود قاموسونه: هغه قاموسونو ته وايي چې،یوازې سر ویی او لغوي معناوې پکې راخیستل شوې وي چې تر ډېره پورې دې ډول قاموسونو ته عام قاموسونه هم وايي لکه: دریاب قاموس، سیند قاموس او داسې نور..
  2. فراخ یا تشریحي قاموسونه: هغه قاموسونو ته وايي چې د سرویونو اړونده معناوو سربېره نور تشریحات او توضیحات هم پکې ورکړل شوي وي. لکه: رسېدل چې د رسېدلو، پخېدلو، ځوانېدلو، بشپړېدلو او داسې نور… په مانا ده خو دا چې دا کلمه څنګه یادې معناوې افاده کولی شي تشریح او توضیح ته اړتیا لري، لکه:

رسېدل: د بشپړېدل، پوره کېدل، په مانا، / مونږ نن خپل مرام ته ورسېدو.

رسېدل د پخېدل، په مانا، / زمونږ باغ رسېدلی، مانا داچې زمونږ باغ پوخ شوی.

رسېدل: ځوانېدل، بالغېدل، ودې ته رسېدل، / زامن مې رسېدلي دي، مانا دا چې، زامن مې ځوانان شوي دي.

همدا د تشریحي قاموسونو دنده ده چې د سرویی اړوندو معنا وو سربېره پوره وضاحت او تشریحات وړاندې کړي.

موضوع:

  1. د فقهي اصطلاحاتو قاموس، لنډه پېژندنه:

 د قاموس لیکنې په بېلابېلو برخو کې تر دې د مخه ګڼ شمېر قاموسونه لیکل شوي و، خو د اسلامي فقهې په برخه کې چې زمونږ د اسلامي دین یوه اساسي موضوع ده د (۱۳۹۰) هـ ل کال پورې کوم قاموس نه وه لیکل شوی، له همدې کبله د اسلامي ټولنې اړتیاوو ته په کتو سره د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو څانګې اړوندو پوهانو په ګډه سره د فقهې اصطلاحاتو راټولولو او د قاموس په بڼه ترتیبولو کار پیل کړ. د فقهې اصطلاحاتو قاموس لیکنې په برخه کې دا لومړنی نیک قدم وه چې د یادې څانګې اړوندو استادانو له خوا  واخیستل شو. د دې قاموس په ترتیب او تدوین کې څېړندوی سید حبیب شاکر، څېړندوی عبدالرحمن عابد او همدارنګه رحیم الله وکیلي برخه اخیستې وه. یاد قاموس تر ترتیب او تدوین وروسته لومړی ځل (۱۰۰۰) ټوکه د علومو اکاډمۍ له خوا په کال (۱۳۹۰) هـ ش کال کې چاپ او خپورشو. د دې قاموس په خپرولو سره د شرعیاتو، فقهې او قانون اړوند پوهنځیو محصلینو ته د ځینو فقهي اصطلاحاتو پوهیدو لپاره آسانتیاوې رامنځته شوې. یاد قاموس (۴۴۶) مخونه لري او د لغتونو فهرست یې د آلفبا پر بنسټ ترتیب شوی دی، چې له الف څخه پیل شوی او د (ه) ترحرفه پورې پکې (۱۱۳۹) فقهې اصطلاحات راټول شوي او تشریح شوي دي. همدارنګه د یادو اصطلاحاتو  په تشریح او توضیح کې د قرآن شریف مقدس کتاب په شمول تر (۱۴۷) فقهې کتابونو څخه د مأخذ په توګه کار اخیستل شوی دی.

  1. د قاموس ځانګړنې:

یاد قاموس کېدلای شي ډېرې ځانګړنې ولري خو کومې چې د دې سیمینار ترتیبولو په برخه کې تر سترګو شوي دي په لاندې برخه کې ذکر شوي دي:

  1. لومړنۍ ماخذ یې قرانکریم ده.
  2. تر ډېر پورې هغه لغات چې په یوې اسلامي ټولنه کې خلک ورسره مخ کېږي په دې قاموس کې راټول شوي دي.
  3. په ساده او آسانه ژبه د فقي اصطلاحاتو لغتونه پکې توضیح او تشریح شوې دي.
  4. هره کلمه هم د لغت له مخې او هم اصطلاحاً تشریح شوې ده.
  5. د لغتونو په تشریح کې له داسې موثقه ماخذونو څخه استفاده شوې ده چې لوستونکی د هر ډول شک او ابهام څخه پکې خلاص وي.
  6. په الفبايي روش د فقهي اصطلاحاتو ترتیب مراعت شوی دی، چې په آسانۍ سره د اړتیا وړلغتونه پکې موندل کېږي.
  7. یوه فقهي اصطلاح لومړی د لغت له مخې مانا شوې ده او بیایي اصطلاحي مانا هم له وضاحت سره تشریح کړې ده . او د حکم ذکر یې هم پکې کړی ده چې یاده اصطلاح د شریعت له مخې څه حکم لري.

  • د بېلګې په توګه:
  1. الآبق: په لغت کې د تښتېدلي په مانا ده، او په اصطلاح کې هغه غلام ته وئیل کېږي چې له خپل مالک څخه تښتېدلی وي. د غلام لپاره حکم دا دی چې تر څو آزاد شوی نه وي اسلام نشي راوړلی، شهادت یې د منلو وړ نه وی او له آزاده سړي یا ښځې سره دمریي یا وینزې نکاح هم نه کېږي.
  2. اختلاس: په لغت کې، چل سره د یو څه اخیستلو ته وايي. په اصطلاح کې د ټګۍ او چل په اساس اخیستلو او لاس ته راوړلو ته اختلاس وايي.
  3. اختلاط: په لغت کې پیوسته کولو ته وايي او په اصطلاح کې د دوه داسې ځیزونه یو ځای کولو ته وايي چې د تفکیک وړ وي.
  4. استشهاد: په لغت کې ګواهی، طلب ته وايي او په اصطلاح کې د الله جل جلاله په لاره کې د شهادت آرزو لرلو ته وايي  .
  5. الریا: خپله څېره خلکو ته ښه ځلول. د خلکو پر وړاندې ځان ښه ښودل. د هغوی په زړونو کې ځان لپاره مرتبه تر لاسه کول.
  6. ګټور ټکي:
  7. له موثقو مأخذونو څخه د دې قاموس په لیکلو کې کار اخیستل شوی دی.
  8. د ټولنې اړتیاوو سره سم، د ضروري کلمو انتخاب او تشریح پکې شوې ده.
  9. د حقوق او شرعیاتو پوهنځي اړوند د ډېرو فقهي لغتونو او اصطلاحاتو تشریحات پکې موندل کېږي.
  10. د نورو فقهي مسائیلو په هکله د قاموس لیکلو لپاره بنسټ کېښودل شوی دی.
  11. نیمګړتیاوې:
  12. کوم قاموسونه چې له پښتو، دري، عربي، اردو… ژبو څخه په یو ژبیز، دوه ژبیژ یا هم څو ژبیز توګه ترتیب شوي وي نو د سم تلفظ لپاره لیکل شوی سرویی په (فونیټیکه) ژبه هم لیکل شوی وي، حال داچې په دې قاموس کې له دې روش څخه کار اخیستل شوی نه دی.
  13. د سر ویونو اړوند یوازې لغوي او اصطلاحي ماناوې ذکر شوې دي. د سرو ويي اړوند، مترادف، متضاد، ملازمات، لیکل شوي نه دي. چې دا ډول نیمګړتیاوې په قاموسونو کې لغوي تشې ګڼل کېږي.
  14. همدارنګه یاد اصطلاحات په مثالونو کې کارول شوي او وړاندي شوي نه دي. چې دا هم د یو تشریحي قاموس لپاره نیمګړتیا ګڼل کېږي.
  15. که څه هم د ډېریو قاموسونو په لومړي پاڼه کې د ذکر شویو لغتونو سم تلفظ او لیکنې لپاره له یو خاص میتود څخه استفاده شوي وي، چې یو لغت د عربې ګرامر له مخې باید په کوم ډول تلفظ شي. تر ډېره پورې چې کوم قاموسونه لیکل شوي دي تر لغتونو مخکې یوه پاڼه د لغتونو د پېژندلو لپاره لیکل کېږي او دا څرګندوي چې لیکل شوی ویی، نوم دی. فعل دی. صفت دی.  قید دی او که ضمېر دی؟ حال داچې همدا مهمه برخه په یاد قاموس کې شتون نه لري.
  16. د سم تلفظ لپاره په دې پاڼه کې ځینې مخففات د لارښود په توګه لیکل کېږي چې په دې قاموس کې نه دي لیکل شوي. لکه: (ف) د زور لپاره . (ک) د زیر لپاره، (ض) د پېښ لپاره. (مم) د مد لپاره. (س) د ساکن لپاره. (ز ) د زورکي لپاره، (قف) پر فتحه باندې د فشار راوستلو لپاره. (فز) په زورکي باندې د فشار راوستلو لپاره. (فک) په زېر باندې د فشار راوستلو لپاره او همدارنګه (مع) د معلوم (مج) د مجهول (و او ی) لپاره راوړل شوي وي او په ترتیب سره (مذ) د مذکر. (مو) د مونث لپاره. (مص) د مصدر.  (فا) د فاعل. (مف) د مفعول. (ص) د صفت او (حمص) د مصدر حاصل لپاره، د لارښود نښو په توګه کارول شوي وي او که چېرې په قوسونو کې (۱،۲،۳) لیکل شوي وي نو د یو سر وییی په دوه درې ماناوو دلالت کوي. داسې نورې ډېرې نښې او نښانې شته دي چې د لغتونو د سم تلفظ او وضاحت لپاره په قاموسونو کې کارول کېږي، چې په دې قاموس کې ذکر شوي نه دي.
  17. ځینې ضروري نښې  دي چې د لارښود نښو په توګه تر لغتونو مخکې د سم تلفظ ادا کولو په موخه له نښو سره د اشنا کېدو لپاره  تشریح کېږي. خو له بده مرغه چې په دې  قاموس کې نه خو فقهي اصطلاحات په زور او زیر سره لیکل شوي دي او نه هم ورته نښې نښانې ټاکل شوي دي. له همدې کبله په یاد قاموس کې لوستونکی یوازې یوه مانا له ذکر شویو لغتونو څخه اخیستلی شي. چې دا د یو قاموس لپاره تر ټولو لویه نیمګړتیا بلل کېږي. سر بېره پر دې چې د دې نښو نشتون د یو لغت په سم تلفظ کې ستونزې رامنځته کوي د ځینو نورو نښو نشتون له کبله داهم پکې نه څرګندیږي چې یاد وییی نوم دی؟ فعل دی؟ او که صفت؟ دا چې یاد قاموس کې دا مهمه موضوع په پام کې نه ده نیول شوې نو د ذکر شویو فقهي اصطلاحاتو سم تلفظ کولو کې ګڼې تلفظي تېروتنې رامنځته کېدلای شي.
  18. د نښو ارزښت:

که چېرې په یو لغت کې له نښو څخه کار واخیستل شي نو یو لغت به په ډېرې اسانۍ سره سم تلفظ شي او مقصوده مانا به هم ترینه واخیستل شي، خو که چېرې له نښو پرته یو لغت تلفظ شي کېدلای شي چې مانا ترینه واخلو خو تلفظ به مو سم نه وي. چې په حقیقت کې د ناسم تلفظ په اخیستلو سره سمه مانا هم اشتباه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه:

  1. شیخ: (ف، س، س). که چېرې د یاد لغت د (ش) حرف د زور په ادا کولو سره د (shaykh) به بڼه تلفظ شي نو د (عالم) مانا افاده کوي.
  2. او که چېرې همدا کلمه د( ک،س،س ) په توګه (ش) د زیر غږ په ادا کولو سره د (sheekh) په توګه تلفظ شي بیا نو د (شیطان) مانا افاده کوي.
  3. د ګل کلمه: که چېرې د (ګ) حرف د پېښ په تلفظ سره ادا شي د (ګلاب) مانا ورکوي
  4. خو که چېرې همدا د(ګ) حرف د (زیر) حرف په تلفظ سر اداشي بیا نو د (خټې) په مانا کارول کېږي.

پورته مواردو ته په کتو سره وئیلی شو چې زور، زیر او پېښ د عربي ژبې په کلماتو کې اهم رول لوبوي.که چېرې مراعت نشي نو په مانا کې یې د پام وړ بدلونونه رامنځته کېدلای شي.

  1. پایله.

د دې سیمینار په ترتیبولو کې مو د قاموس لیکنې په هکله تر لاسه شوي معلومات په عملي توګه تعقیب کړل او په دې پوه شو چې قاموسونه د کومو اړتیاو له مخې لیکل کېږي. د لیکلو په جریان کې قاموس لیکونکي له کوم ډول څېړنو څخه استفاده کوي؛ همدارنګه په ټوله کې څو ډوله قاموسونه لیکل شوي دي او د یو قاموس ځانګړتیاوې او نیمګړتیاوې څه ډول معلومیږي. سر بېره پر دې د علومو اکاډمۍ په برخه کې مو د اړتیا وړ معلومات موندولو او تر لاسه کولو سره په دې هم پوه شو چې کتابتوني څېړنو کې کومو ستونزو او ننګونو سره  یو څېړونکی مخ کیږي  او څه ډول کولی شي چې خپل د اړتیا وړ مواد چمتو او خپل تحقیق په بشپړه توګه تر سره کړي.  

  • ماخذونه:
  1. د اسلامي علومو څانګې اړوند پوهان. د (۱۵۹۰) هـ ل کال د فقهي اصطلاحاتو قاموس، د افغانستان د علومو اکاډمۍ.
  2. د ماسترۍ دورې تیزس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب