زموږ اختر
لمر په اسمان کې د سرو زرو په څېر ځلیده، او زموږ کور د خوښۍ او چمتوالي له شوره ډک و. جارو مې يوې خواته کېښوده ومې ويل:
-یو نن ورځ پاتې ده، سبا اختر دی له خیره، نن د کارونو د خلاصیدو ورځ ده باید هر څه نور منظم وي. هو!
خدایه! نن باید ډېر کارونه وکړو، سبا مېلمانه راځي، قرباني کوو. باید هر څه پاک او منظم وي.
مور مې د هر کال په څېر بوخته وه، ژر ژر یې کارونه کول ترڅو کار ژر خلاص شي. تندی یې داسې تریو نیولی و تا به ویل کوم څه شوي. موږ ته په غوسه وه چې ولې لا تر دې دمه کارونه نه دي خلاص شوي.
زما د وريندارې رڼا په لاس کې پريولل شوي لوښي وو، زما خواته راغله، مونږ دواړو د لوښو په تنظیم کولو پیل وکړ.
ما ورڅخه کرار او په خندانه لهجه وپوښتل:
-راتلونکي ماشوم ته مو کوم نوم انتخاب کړی؟
د رڼا غومبوري سره شول له شرمه او کرار یې زما په جواب کې وویل:
-نه پوهېږم، خو ورور دې وایي که هلک و، نو ‘امید’ نوم مې خوښ دی.
ما ورته وويل:
-اها، ډېر ښایسته نوم دی!
عثمان ورور مې د اختر قربانۍ ته ډېر پسونه راوستل. زه حیرانه شوم، ومې ویل:
-داسې معلومیږي چې سبا به بیا ډېره ستړې ورځ وي!
ورور مې بیا له کوره ووت. مور مې ورپسې غږ کړ:
-زویه، دا څنګه وظیفه ده؟ که پيلوټ یې کور خو هم لرې کنه. ته باید نن زموږ سره په کور کې په کارونو بوخت وی، زموږ سره دې باید وخت تېر کړی وی، مګر وګوره، یو ته او بل هم ستا وظیفه، هېڅکله یو له بله نه وزګارېږئ!
ورور مې وویل:
-مور جانې، قربان دې شم، راځم لږ وروسته.
زړه مې ناکرار و، نه پوهېدم چې ولې. ځان ته مې تسلي ورکوله چې شاید د ډېرې ستړیا له امله وي.
رڼا ته مې وویل:
-نور د نن له پاره کارونه همدومره وو. هر څه پاک او منظم شول. هوا هم نوره تیاره کېږي. وګوره لالا مې تراوسه نه دی راغلی. دا یې لا مور جانې ته وویل چې ژر راځم.
ناڅاپه دروازه وټکېده. زړه مې ودرېد.
بل څوک نه وو، چې دروازه خلاصه کړي. کوچنیان ټول دباندې د اختر د راتګ په خوشحالیو بوخت وو.
د دروازی خواته ورغلم او ومې ویل:
-درغلم! څوک یاست؟
څو نااشنا کسان ولاړ وو.
دوه نفره یې د دروازې مخې ته نږدې راغلل.
یو په ونه جیګ او بل میانه و. څیرې یې داسې شوې وې تا به ویل ډیر مزل یې کړی.
يوه په ارامه لهجه وويل:
-دا د محمد عثمان پیلوټ کور دی؟
زما خوله بنده بنده شوه، زړه نا زړه مې وویل:
-هو… هو، خیریت دی؟ څه شوي دي؟
میانه قد لرونکي سري سر کښته واچوه او ویې وویل:
-عثمان قهرمان نور د دې دنیا میلمه نه دی… خدای دې یې شهادت قبول کړي. نن سهار، د پرواز پر مهال، مخالفینو د دوی الوتکه وویشته.
زه حیرانه شوم، باور مې نه کېده.
-نه، دا دروغ دي… دا خوب دی… عثمان نهشي مړ کېدای! عثمان وویل، راځم!
ټوله کوڅه له شوره ډکه وه، هرې خوا ته خوشحالي وه، مګر زموږ کور ته داسې تیاره راغله چې سیوری به یې د عمر تر پایه له دې کوره لرې نهشي. زړه مې ودرید.
-زما ورور نور په دې دنیا کې نهشته… نه! شاید راشي… هغه راځي! بیرته به راشي… کوم ځای کې به وي، اوس راځي!
زړه کې مې ویل:
-دا یو بد خوب دی!
ځان ته مې څپیړه ورکړه:
-راکښینه، دا خوب مه وینه!
مګر دا یو داسې بد خوب و، چې د هغه څخه راويښېدل نور ناممکن وو.
هغه پسونه چې قهرمان ورور مې د اختر د قربانۍ له پاره راوړي وو د ده د خپلې فاتحې له پاره قرباني شول. هر چا د عثمان د زړورتیا کیسې کولې. د ده يوه همکار، موږ ته وویل:
-محمد عثمان هغه ورځ هېڅ رسمي پرواز نه درلود، خو د یو شهید پیلوټ مېرمن، د خپلو یتیمانو سره میدان هوایي ته راغلې وه. درې ورځې یې انتظار ایستلی و، هېچا یې مرسته نه کوله. هغې محمد عثمان ته وویل:
»زما خاوند د دې وطن لپاره شهید شو، خو دا وطن یې یتیمانو ته فکر هم نه کوي. زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې څوک موږ تر خپل کوره ورسوي.»
محمد عثمان ډېر خفه شو، خپلو همکارانو ته یې مخ په قهر راواړوه او ویې وویل:
»که سبا د دې پر ځای ستاسو مور، خور یا ماشومان دلته ولاړ وي، تاسو به څه کوئ؟»
هیڅ چا یې ځواب نهشوی ویلی ټولو سرونه کښته واچول او خاموشي یې اختیار کړه.
هغه په بیړه د پرواز اجازه واخیسته، یوازې د دې لپاره چې د شهید کورنۍ خپل کور ته ورسوي.
په الوتکه کې، د دوی ترڅنګ د تیلو بېلرونه هم وو. څوک خبر و چې دا به د قهرمان محمد عثمان وروستی پرواز وي؟ هیچا فکر نهکاوه چې هغه عثمان، چې د کورنۍ او د پیلوټانو په تاریخ کې یو قهرمان و، د داسې یوې پېښې قرباني به شي.
د محمد عثمان د پرواز په جریان کې، مخالفینو د هغه الوتکه وویشته.
محمد عثمان نور الوتکه نهشوی کنټرول کولی.
د محمد عثمان له شهادت وروسته، زموږ کور ته یوازې غم پاتې شو. خو بیا، د ډېرو ناخوالو وروسته، یو نوی امید پیدا شو. امید، د عثمان زوی.
هغه ورځ چې امید وزېږېد، زموږ سترګې د خوښۍ له اوښکو ډکې شوې، خو زړونو مو درد کاوه.
“دا ماشوم به زموږ څخه پلار غواړي… پلار یې چېرته دی؟”
مور مې، چې ناروغه شوې وه، یوازې د امید په څېره کې به یې خپل عثمان لیده. ټوله ورځ به یې په غېږ کې نیولی وو، سترګې به یې ورته ښکلولې، خو ژړا یې نه تم کېده.
امید زموږ د کورنۍ لپاره د ژوند یو نوی دلیل و. کله به یې چې ژړل، هرې اوښکې یې زموږ زړونه ماتول.
رڼا، فکر کاوه چې زموږ بېحسابه مینه د امید راتلونکې ته زیان رسوي. یوه ورځ، چې له کوره ووتله، امید یې هم له ځان سره یووړ.
موږ نه پوهېدو چې چیرته لاړه. حتی د عثمان یو عکس یې هم پرې نښود.
زموږ لپاره، دا یو بل غم و. مور مې او ورونه مې د امید په فراق کې داسې کړېدل لکه دوهم ځل یې چې محمد عثمان له لاسه ورکړی وي.
پنځه ویشت کاله تېر شول.
په دې وروستیو کې، زموږ یوه خپلوان موږ ته خبر راکړ، چې امید اوس لوی شوی، امریکا کې دی، داکټر دی، واده یې هم کړی.
زموږ زړونو درزا واخیسته. زموږ امید، د عثمان زوی، د خلکو ژوند ژغوري خو زموږ له حاله نه دی خبر.
هغه نه پوهېږي چې هغه داسې یوه په زړه زخمي انا لري، چې د ۲۵ کلونو له نه لیدلو وروسته بیا هم ورته دعاوې کوي.
هغه کاکا ګان لري، عمه ګانې لري.
د هغه کاکا ګان د هغه د لیدو لپاره انتظار باسي.
د هغه د عمه په ذهن کی تراوسه د هغه خندا ګانې شتون لري.
د هغه په زړه زخمي انا، د خپل زوی له فراق وروسته، د امید د فراق غم هم زغمي.
موږ ته یوازې یوه پوښتنه پاتې وه:
“ایا امید به یوه ورځ بېرته راشي؟”
“ایا هغه به موږ وپېژني؟”
“ایا د قهرمان ورور زوی به زموږ کورنۍ بېرته سره راټوله کړي؟”
موږ نه پوهېږو… خو هیله مو لا ژوندۍ ده.
پای،