شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د دوو لویو وچو ترمنځ د الوتکې لومړنۍ الوتنه

د دوو لویو وچو ترمنځ د الوتکې لومړنۍ الوتنه

تاند- له نن څخه ۹۵ کاله پخوا د ۱۹۲۷ د مې میاشتې په ۲۱ مه په لومړي ځل د اتلانتیک سمندر له یوې خوا بلې ته الوتکې بې دمې سفر وکړای شو.

په دې ورځ امریکايي پېلوټ چارلس لیندبیرګ (Charles Lindbergh) له نیویارک څخه تر پاریس پورې په ۳۳ ساعته او ۵۰ دقیقو کې ورسېد.

لیندبیرګ (۱۹۰۲-۱۹۷۴) له ماشوموالي له الوتکو سره مینه لرله. کله چې ده د متحدو ایالتونو په ویسکانسن کې زده کړې کولې، په دوهم کال کې په دې پوی شو چې له الوت سره یې مینه تر نورو زیاته ده. ده وپتېیله چې زده کړې پرېږدي او پېلوټي زده کړي.

لیندبیرګ د پېلوټۍ د څو کورسونو له بشپړولو وروسته د عسکرۍ خدمت ته لاړ او بیا یې په هوايي برخه کې کار پیل کړ.

تر ده مخکې ډېرو نورو هڅه کړې وه چې د اتلانتیک سمندر له یوې غاړې بلې ته په الوتکه کې لاړ شي خو د الوت د تکنالوژۍ د نیمګړتیا له کبله نه بریالي کېدل. دوی ته پکار وه چې ۷ زره کیلومتره بې وقفې الوت وکړي خو د الوتکو ټانکۍ یې دومره تېل نه شوای ځایولی چې په یو وار ۷ زره کیلومتره مزل پرې وکړي. د هاغه وخت د سپکو الوتکو نه یوازې ټانکۍ کوچنۍ وې بلکې له بار سره لوړې الوتلی نه شوای.

خو له دې سره سره د اتلس سمندره له یوې غاړې تر بلې پورې الوت ته لېوالتیا زیاته وه. حتي یوه لوی سوداګر هغه چا ته چې دا کار وکړای شي، ۲۵ زره ډالره جایزه وټاکله. ډېرې هڅې وشوې خو نتیجه یې نه لرله.

لینډبیرګ دا خطرناکه ننګونه په اسانه نه شوای منلی. ده په خپله د یوه الوتکې د انجن فرمایش ورکړ چې په باور یې له اتلانتیک سمندره اوښتی شوای.

لینډبیرګ د دې الوتکې د ازمویلو لپاره د ۱۹۲۷ په مې میاشت کې له سنډیاګو څخه نیویارک ته الوتنه وکړه خو یو ځل یې په لاره کې په سنټ لوییز کې الوتکه کښته کړه. خو له دې سره سره د الوت وخت ۲۱ ساعته او ۴۵ دقیقې و او دا په خپله یو ریکارډ و.

په نیویارک کې څرګنده شوه چې د هوا حالت پېلوټ مجبورولی شي چې الوت څو ورځې وځنډوي. خو له دې سره سره چارلس پرېکړه وکړه چې د مې په ۲۱ مه الوتنه وکړي.

ده سهار وختي هوايي ډګر ته ځان ورساوه. د سهار ۷ بجې او ۵۷ دقیقې وې چې د روزولټ له هوايي ډګره یې الوت وکړ. دا خبر په رسنیو کې په پراخه پیمانه خپور شو. ټوله امریکا لویس ته منتظره وه، ډېر خلک د ده د الوت د لېدو لپاره له کورونو راوتلي وو.

سره له دې چې هوا باراني وه او الوتکه ورو والوته او سوکه سوکه یې سرعت ډیر کړ خو لینډبیرګ د الوتکې د تېلو د مصرف د سپمولو لپاره سرعت کم کړ.

دې الوت چارلس ته څرګنده کړه چې په اوږده پرواز او هغه هم د سمندرونو پر سر کومې ستونزې شته؛ لکه د هوا د تودوښې د درچې ډير ټیټوالی، کنګل کېدا، برېښنا، تېز باد او نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب