ليکوال: عبدالنافع همت
حمزه بابا لکه څومره چې د شعر، په تېره بيا غزل له امله ډېر ځلېدلی، هغومره د ډرامې له امله نه دی مشهور شوی. موږ په پښتو ژبه کې د حمزه بابا په شان نور اديبان هم لرو چې د ادبي فعالیت يو اړخ يې ډېر ځلېدلی، خو د کار نورو اړخونو ته يې د چا دومره نه دی ورپام شوی، ښايي د حمزه بابا پر ډرامو به هم د غزل سيوری غوړېدلی وي او د چا به دومره ورپام شوی نه وي.
دا هم کېدای شي چې حمزه بابا ډرامه ليکنې ته د خپل اصلي کار په سترگه نه وي کتلي او دا کار يې يوازې د روزۍ گټلو وسيله گڼلې وي، ځکه کوم هنري قوت چې د حمزه بابا په نورو داستاني ژانرونو کې ليدل کېږي، ډرامې يې په هغه اندازه پياوړي نه ښکاري.
په دې مقاله کې مو هڅه کړې چې حمزه بابا د ډرامې په ډگر کې وڅېړو، پر دې اړخ به هم لږ بحث وکړو چې دی د ډرامې له تيورۍ سره څومره اشنا و، د ډرامې تاريخ ته يې له کومې زاويې کتلي او وروسته به د حمزه بابا ډرامې د کميت او کيفیت له پلوه هم وڅېړو. د يادونې وړ ده چې په دې ليکنه کې د حمزه بابا له خولې څه رانقلوو، نو دا خبرې له هغې مقالې څخه را اخیستل شوي چې د (قند) مجلې په (۸- ۹) گڼه کې د (زه او ډرامه) په نوم خپره شوې ده.
الف: حمزه بابا او د ډرامې تيوري
حمزه بابا لکه څنگه چې د ادب نورو برخو ته له پښتني او فلسفي زاويې څخه کتلي، دغه ډول د ډرامې د تيورۍ له پاره هم نوې زاويه لري. تر دې مهاله چې نورو اديبانو د ډرامې پر تيورۍ بحث کړی، نو اکثرو يې د يونان تيوري رانقل کړې او که نور څه يې ورزيات کړي يا کم کړي هم دي، نو له اروپايي کړکۍ يې ورته کتلي دي، ياني د څېړنې ډېره برخه يې د اروپايي څېړونکو پر تقليد ولاړه ده، خو حمزه بابا هم د نورو خبره کوي او هم خپله خبره ورسره غوټه کوي، توپير يې دا دی چې د حمزه بابا خبره نوې او د نورو څېړونکو خبرې ډېرو خولو وهلي او سولېدلي دي، د بېلګې په ډول شکسپېر وايي چې ژوند خپله ډرامه ده او حمزه بابا هم وايي چې ژوند ډرامه ده، خو حمزه بابا ډېر وړاندې ځي او وايي: ((انسان تل د ځان په پرتله د کايناتو حقايقو ته ډېر پام کوي، دليل يې دا دی چې انسان ته د ځان د نژدېوالې له امله د ځان مطالعه گرانه ده، انسان له کايناتو سره په کشمکش بوخت وي چې په دې دوران کې د هغه زړه له دننه څخه له بړاسونو او جنجالونو ډک شي، که چېرې انسان خپله داخلي نړۍ ليدای شوای، نو هيڅ کله يې بهرنۍ وسيلې ته اړتيا نه درلوده، دا چې د خپل مخ په اړه هم تصور نه شي کولای، ځکه نو هيندارې ته اړتيا لري، کله چې انسان په هينداره کې خپل مخ وويني، نو د راتلونکي په اړه فکر ورسره پيدا شي چې دې هيندارې ته موږ کيسه او ډرامه ويلای شو.
له ماشوم څخه واخله بيا تر اتيا کلن بوډا پورې هر انسان کیسه په شوق سره اوري، انسانان په کیسه کې د خپل ژوند نيمگړياوي او اړتياوي لټوي. انسان ډرامه او کیسه ځکه خوښوي چې د ژوند له ترخو څخه وتښتي او د يو څو شېبو له پاره خوشحاله شي. کله چې په ډرامه کې داسې ننداره راشي چې د ليدونکي له ژوند سره اړخ لگوي، نو نندارچي د ډرامې په خوږو کې ورک شي. لويان خو څه کوې چې ماشوم ته هم خپله مور کيسه شروع کړي، نو ماشوم ضد پرېږدي او کيسې ته غوږ کېږدي، له دې څخه ښکاري چې ماشوم هم د خپل ماشومانه ژوند د اړخونونو کيسې اورېدل غواړي.)) (۱)
که څه هم انسان ښه پوهېږي چې ډرامه يوه مصنوعي صحنه ده، خو دا چې انسان يو داسې موجود دی چې غواړي په هر څه ښه سم پوه شي، نو دا تنده د دې لامل کېږي چې د ډرامې په ټوله کيسه نه يوازې دا چې ځان پوه کړي، بلکې بيخي ځان ورسره ملگری کړي، داسې فکر کوي لکه دی چې د ډرامې کرکټر وي، د ځينو صحنو په ليدلو له خوشحاليه په کاليو کې نه ځايېږي او د ځينو پېښو په لیدو بیا خفه شي.
حمزه بابا د ډرامې او کيسې تيوري يوه بولي او د ډرامې تيوري له ولسي کيسو يا نکلونو سره تړي، دی وايي: ((ما لومړی (يهودی کی لړکي) سټيج ډرامه وليدله، زه هغه مهال د ښوونځي زده کوونکی او اوولس اتلس کلن زلمی وم. ما ته د دې ډرامې او پښتو نکلونو تر منځ دومره توپير ښکاره نه شو، بس يوازې دومره توپير يې درلود چې نکلونه د کاغذ پر مخ مړه توري او دا ژوندي کرکټرونه وو)).
حمزه بابا د پښتني نکلونو او ډرامې بنسټونه یو بولي او وايي: ((د کيسې په پلاټ کې به خامخا داسې یو کرکټر هم و چې د مينه والو د مابعدالطبیعت شوق به يې پوره کولو، لکه ديو، ښاپېرۍ او داسې نور. دا يو حقيقت دی چې کله انسان له حقیقت نه ليري وي، نو ذهن يې وهمي او له مابعدالطبيعي څېزونو څخه ډک وي، خو اوس د دغه ډول کيسو شوق کم شوی دی، اوس پښتانه ورو ورو د ژوند حقايقو ته ورنژدې کېږي او له خپلو قومي کيسو سره يې شوق پيدا شوی دی، دا ډول کيسې هم تفریح لري او هم د پښتني ژوند یو اړخ روښانه کوي، لکه ادم خان او درخانۍ، مومن خان او شيرینۍ، موسی خان او ګلمکۍ… زموږ په دغو ټولو کیسو کې د ډرامې رنگ شته چې يو ښه مثال يې سوال او جواب يا ډايلاگ دی.))
دلته د حمزه بابا خبره پر ځای ده، يوازينی عنصر چې په تخنيکي لحاظ ډرامه او کيسه سره بېلوي هغه ډایلاگ دی او موږ په پښتنې کيسو کې ډایلاگونه خورا ډېر لرو چې دلته به د بېلگې په ډول د ادم خان او درخانۍ د نکل يو څو نارې راوړو، دا نارې ادم خان او درخانۍ يو د بل د پوښتنې په جواب کې ويلي چې د ډرامې د ډايلاگ وظيفه اجرا کوي:
ای زموږ چرگه گولنگه
ستا په ستوني کي دي خوږ سي ای بدرنگه
سبا نه و تا سبا کړ
دا شاهي ادم دي کوز کړ له پالنگه
———-
په چرگ هسي پسات وسو
درته وایم خلکو گورئ حال يې څه سو؟
ده بې وخته اذان وکړ
ژوندی چرگ يې له وزرو سره وسو
———
د چرگ عقل د تاوان و
درته وايم چي لا اوس سري ماښام و
له جنته ادم بیايي
بل گومان ورباندې مه کوه شيطان و
———
ادم نه وې ما ادم کړې
درته وايم له سړو سره مي سم کړې
د کونجتو سوداگر وې
ادم خانه ما پر تور پېکي مين کړې
———
زه لا هلته خدای رسوا کړم
درخانیه چې پر تا باندې شيدا کړم
ته به خود په بړ بړ وايې
درخانيه زې احتياج ستا د خندا کړم
———
مټه خېله ادم خانه
درته وايم د یوسف د مندڼ خانه
چي ته نه يې تش کالبوت يم
ادم خانه ته يې روح زما د ځانه. (۲)
حمزه بابا د پښتني نکلونو او ډرامې تر منځ یوه بل مشترک ټکي ته هم اشاره کوي چې هغه مرکزي کرکټر يا اتل دی، حمزه بابا يې (مېړه) بولي، دی وايي: ((د پښتنو په حجره کې چې به کوم قصه مار قصه شروع کړه، نو ړومبي الفاظ به يې دا وه چې يو پاچا و، پاچا زموږ خدای دی. بیا به يې ويل چې د دې پاچا پنځه یا اووه زامن وو چې په دې کې به خامخا يو مېرنی و او هغه به د کيسې مېړه و، د مېړنو احترام د انساني فطرت يو نه فناه کېدونکی صفت دی.))
د مرکزي کرکټر له پاره د پښتو د (مېړه) نوم ډېر مناسب دی، کېدای شي د (اتل) نوم د انګرېزي له (Hero) يا پارسي د (قهرمان) ټکي په ټکي ژباړه وي، خو مېړه نه يوازې دا چې پښتو نوم دی، بلکې له قهرمان سره يې مانا هم جلا ده. د کيسې قهرمان يا اتل د بازاري ډرامو، فيلمونو او کيسو مرکزي کرکټر وي چې په مصنوعي ډول اتل بلل شوی او يا قهرماني میراثي ورپاته وي، خپله د کرکټر د اتلولۍ او مېړاني محصول نه وي، دغه ډول اتلان پاچهان، د پاچا زامن، جنګي قوماندانان او زورواکان وي چې د کيسې په پای کې تل بريالي کېږي، خو د پښتني نکلونو مېړونه واقعیت ته خورا نژدې وي، دوی کېدای شي د شتمنۍ او اجتماعي موقف له مخې ډېر عادي او بېوزله خلک وي، خو د خپل غيرت او مېړاني له امله د خپل هدف پر لور حرکت کوي، له خپل مخ څخه د خپلې مېړانې په زور په طبيعي ډول خنډونه ليري کوي، د بازاري کيسو او ډرامو اتلان معمولا ژوندي پاته کېږي او خامخا هدف ته رسېږي، خو مېړونه يوازې خپله مېړانه ښيي، ضرور نه ده چې خامخا دې خپل هدف ته ورسېږي او یا دې ژوندي پاته شي، په پښتني نکلونو کې وينو چې مرکزي کرکټر ډېری وخت هدف ته نه رسېږي او د خپل هدف لپاره ځانونه قرباني کوي.
زه د حمزه بابا له دې خبرې سره موافق يم چې پښتو نکلونه ډرامې ته ډېر ورته دي، ځکه کوم عناصر چې پښتو نکلونه لري هغه ټول ډرامه هم لري، لکه کرکټرونه، ډايلاګونه، مرکزي کرکټر، فرعي کرکټرونه، هدف، د هدف پر لور حرکت، خنډونه، کشمکش، تلوسه، اوج، نتيجه، پيغام او داسې نور. که څوک وايي چې د پښتو نکلونو يوازې نارې منظومې دي، نو زه وايم چې پخوانۍ اکثره ډرامې منظومې وې، د پخوانيو ډرامو په اړه محمد افضل رضا وايي: ((د ډرامې د فن ابتدا د يونان پر ځمکه وشوه، هغه وخت يونان کې شاعرۍ ډېره ترقي کړې وه او ډرامې په یوناني ادب، خصوصا شاعرۍ کې لوی مقام درلود، لومړی ډرامه د شعر په ژبه اريستوفان ليکلې چې (چنګوښې) نومېږي.)) (۳)
د سنسکريټ ډرامو په اړه لومړی ليکل شوی کتاب (ناټيه شاستر) نومېږي چې تر مېلاد دوې درې پېړۍ مخکې ليکل شوی او د سنسکريټ ډرامو په اړه ډېر معتبر کتاب ګڼل کېږي. له دې کتابه څرګندېږي چې د سنسکريټ ډرامو ډېره برخه منظومه وه او یا به سندرې ورسره ويل کېدلې. (۴)
حمزه بابا د خپلو نورو ادبي اثارو په ډول ډرامې ته هم له تصوفي اړخه ورګوي، ډرامه د پيغام له پلوه پر دوو عمده برخو وېشي چې یو معنوي او بل يې مادي اړخ دی، دی وايي: ((هغه ډرامه چې هدف يې يوازې ماديات وي، باید نور پای ته ورسېږي او بيخي يوه بله ډرامه پيل شي، څرنگه چې د يوې ډرامې تر ختمېدو وروسته د بلې ډرامې د پيل کېدو وخت وي، دغه ډول د موجوده مادي زمانې ډرامه هم د عروج نقطې ته رسېدلې ده، د دې ډرامې دوام ځکه نشته چې کرکټرونه يې د اخلاقي ارزښتونو مخالف دي، که انسانان بله ډرامه پيل کوي، نو هغه به اخلاقي ډرامه وي)).
ب: د ډرامې تاريخ
حمزه بابا د ډرامې د تاریخ په اړه هم له نورو څېړونکو څخه جلا نظر لري، لکه په نورو برخو کې چې هرې علمي او هنري پديدې ته له فلسفي او پښتني زاويې څخه گوري، د ډرامې تاریخ هم د نورو څېړونکو غوندې په سوليدلو الفاظو نه پيل کوي، بلکې ټولنې ته يوه پښتني هينداره نیسي او لوستونکو ته د ډرامې عملي بڼه ورښيي.
نور څېړونکي لکه د ډرامې تيوري چې له یونان څخه راپيل کوي، دغه ډول د ډرامې تاریخ هم له لرغوني یونان څخه راپيل کوي، خو حمزه بابا بيا جلا نظر لري او وايي: ((دا چې لومړی ډرامه چېرې لیکل شوې، د دې پوښتنې صحيح جواب خو به د تاریخ طالب علم ورکوي، خو متاسفانه چې زه د تاریخ طالب علم نه يم، صرف دومره ويلای شم چې د ډرامې ابتدا له يونان نه ښودل شوې ده، خو زه چې د برصغیر ادب ته فکر وکړم په دې وينا کې هيڅ باک نه ګڼم چې د ډرامې ابتدا دې د يونان پر ځای په هند کې نه وي شوې، که مخکې نه وي، نو تر یونان به ډېره وروسته هم نه وي، ګویا څلور پنځه زره کاله پخوا هم د ډرامې د وجود امکان شته.))
دا خبره يوازې حمزه بابا نه، بلکې د اردو ژبې گڼ ليکوالان او څېړونکي هم کوي چې له دې ډلې څخه یو هم انیس اعظمي دی. ښاغلی اعظمي وايي: ((د ډرامې له پاره يونان او هندوستان دواړه د مور د غېږې حیثیت لري، يوناني او هندي ډرامې جلا جلا زېږېدلي او په جلا جلا سيمو کې يې وده موندلې ده، ډرامه په هندوستان کې تر مېلاد څو سوه کاله مخکې په سنسکریټ ژبه ليکل شوې ده)). (۵)
حمزه بابا ډرامه د ولسي کيسو یا نکلونو زېږنده بولي او وايي چې له کيسو او نکلونو سره دومره توپير نه لري، دی وايي: ((په پښتو شفاهي ادب کې له پخوا څخه د کيسو رواج و، پخوا په نړۍ کې شخصي حکومتونه ډېر و او پاچا به عامو خلکو ته مافوق الطبيعي موجود ښکاره کېده، کيسه ويونکي یا نکلچي چې به په حجره کې نکل پيل کړ، نو ويل به يې چې (يو پاچا و او پاچا زموږ خدای دی. بیا به يې ويل چې د دې پاچا شپږه اووه زامن وو)).
د حمزه بابا د خبرو په تائيد ارواښاد سليمان لايق هم ډرامه له ولسي ادب سره تړي او وايي: ((د ټولو شهکارونو ريښې او سرچينې د ولس په شفاهي ادبياتو کې خوندي شوي وي. که شفاهي روايات نه وای، نو دغه شهکارونه به هم نه وای، که دغه شهکارونه نه وای، نو د انسان د بیاني نبوغ لاره به ډب شوې وای. فولکلوري ادب د ليکل شويو ادبياتو له پاره د هغو زېږېدوونکو سرچينو حيثیت لري چې د مکتوبي ادبياتو ستر سيند جوړوي، هغوی ته بنياد، نظم او ملي اصالت ټاکي. ټول استوره يي او عاشقانه داستانونه، ډرامې او د ليکل شويو ادبي ژانرونو اقسام د خپلې شفاهي سابقې او قدامت په اعتبار فولکلوري رنگ او عطر لري. ليکلي ادبیات له شفاهي ادبیاتو څخه پيل کېږي، هيڅوک داسې يو ملت نه شي راښودلای چې شفاهي ادبيات دې و نه لري، خو ليکلي ادبیات دې ولري)). (۶)
حمزه بابا ډېره پخه خبره کړې ده چې وايي پښتو ډرامه له پښتو نکلونو او کيسو څخه رازېږېدلې ده، زما په اند موږ په خپل ولسي ادب کې يوازې د ډرامې شفاهي بڼه نه، بلکې تمثيلي بڼه هم لرو، په کليوالو سيمو کې ځينې ممثلین چې په کندهار کې يې (ناټکيان) بولي د ډرامې د کرکټرونو غوندې ځانونه جوړوي او بیا يوه ډرامه تمثيلوي، دا ډول ډرامې ښځمنې د واده په ښادیو او نارينه يې په حجرو او مېلو کې تمثيلوي. دا ډرامې نه ليکلی سکريپټ لري او نه يې کوم ځانګړی ليکوال او ډايريکټر معلوم وي، بلکې مخکې له مخکې يې موضوع، هدف، پيغام، کرکټرونه، د کرکټرونو خصوصيات او نور اړخونه معلوم وي چې د سټيج ډرامې په بڼه وي او خورا ډېر مينه وال لري.
ج: د حمزه بابا د ډرامو کميت او کيفيت
د حمزه بابا د ادبي فعالیت پيل له ډرامو څخه شوی دی. دی وايي: ((ما چې ړومبی ځل د (يهودی کي لړکي) سټيج ډرامه وليده، نو هغه وخت به زما عمر اوولس اتلس کاله و، زه د ښوونځي زده کوونکی وم، زه دا ويلای شم چې زما ادبي استعدا همدې ډرامې راوپاراوه، که څه هم په دې وخت کې مې د اردو ژبې څه گډوډ شعرونه ليکل، خو د اردو ادب له نورو اصنافو سره بيخي اشنا نه وم. د دې ډرامې په کتلو سره زما د ادب دنيا بيخي بدله شوه. هغه وخت به اکثره سټيج ډرامې نندارې ته وړاندې کېدلې. ما هم په اردو دوې درې گډې وډې او بې خونده سټيج ډرامې وليکلې، هغه وخت به سټيج ډرامې اکثره منظومې يا په مسجع نثر لیکل کېدلې. ما په ۱۹۳۷ ميلادي کال کي د آل انډيا پېښور څانگې لپاره خپله لومړۍ راډيويي ډرامه وليکله چې (زميندار) نومېدله.))
د حمزه بابا د ډرامو د شمېر په اړه اختلاف موجود دی، څوک يې سلګونه او څوک يې لسګونه بولي، خو خپله حمزه بابا وايي: ((ما که په سوونو ډرامې نه وي ليکلي، نو شلونه ډرامې مې ليکلي دي)). قابل خان اپریدي د حمزه بابا په اړه د (پي، ايچ، ډي) تيزس کې څلوېښت مخه د هغه ډرامو ته ځانگړي کړي دي، دی ادعا کوي چې حمزه بابا د راډيو له پاره څلور سوه ډرامې ليکلي، خو اوس يوازې (۲۹) ډرامې پاته دي.
ما ته د قابل خان خبره يو څه د شک او تامل وړ ښکاري، ځکه حمزه بابا خپله وايي چې زما ډرامې سلگونه نه دي. بله خبره دا ده که حمزه بابا ته دې ډرامو ارزښت درلودای، نو سکریپټونه به يې خوندي کړي وای، که ده وخت نه درلود، نو د هغه زوی مرادعلي خان شينواري هم هغه وخت په راډيو کې وظيفه درلوده، هغه به خوندي کړي وای، د حمزه بابا له هغې مقالې څخه چې په (قند) مجله کې خپره شوې داسې ښکاري چې د سټيج او راډيو له پاره يې ټولې ډرامې نه، بلکې منظوم داستانونه او فیچرونه لیکلي وو چې ډرامې نه شو ورته ويلای.
رشيد احمد په خپل کتاب (پښتو ډرامه) کې د حمزه بابا د دې ډرامو سکريپټونه راوړي دي:
۱: مصطفی کمال (د ترک مصطفی کمال او انگرېزانو انډيوالي انځور شوې ده)
۲: د کوټي زلزله (د کوټي د ۱۹۳۵ کال زلزلې ناورین انځور شوی دی)
۳: قهرجن (منظومه تعلیمي ډرامه ده چې د بې ځايه قهر انجام ښيي)
۴: د شوقیانو ښار (دا کوميډي ډرامه ده چې لږ طنزي مالگه هم لري)
۵: بنگړيوال (دا د مينې کیسه ده)
۶: نسواري خان (دا کوميډي ډرامه ده چې لږ طنزي مالگه هم لري)
۷: جلات محبوبه (مشهور پښتو نکل ډراماټايز شوی دی)
۸: د قصه خوانۍ بازار (کوميډي)
۹: پيريانۍ (د مکرجنو ښځو او ټگانو پيرانو انځور)
۱۰: ادم خان او درخانۍ (د پښتو مشهور نکل ډراماټايز شوی دی)
۱۱: لیلا مجنون (مشهور نکل ډراماټايز شوی دی)
ښاغلی رشيد احمد وايي چې دا ډرامه گۍ د (گلشن ريکارډز) په نوم کمپنۍ ثبت کړي او حمزه بابا په ځينو ډرامو کې د ممثل په توگه هم کار پکښې کړی دی، دې ډرامه گيو ته به يې خاکه يا (Skits) ويل چې د پيغام په لحاظ تعليمي، تفريحي او تبليغاتي بڼه لري. دا ډرامه گۍ له دریو څخه نيولې بیا تر شپږو دقيقو پورې دي. (۷)
که د ډرامو کيفیت ته وګورو، نو لومړی مو دا خبره مخ ته راځي چې ډېر ضروري او اجتماعي موضوعات غوره شوي دي، د پښتني ټولنې ناخوالي په کې انځور شوي دي، لکه ټګ پيران چې ساده پښتانه غولوي او د هغوی له سپېڅلو عقايدو څخه ناوړه ګټه اخلي، د ماشومانو جګړه جدي ګڼي او قتل کوي. دغه ډول مينه او انساني خواخوږي چې دا هم د انساني او هم د پښتني ټولنې واقعيتونه دي. کرکټرونه له جسمي، ذهني او اجتماعي پلوه خورا ښه معرفي شوي دي. که څه هم حمزه بابا لومړی له اردو ډرامو سره اشنا شوی، خو کرکټرونه يې له اردو څخه پښتو ډرامې ته نه دي راوړي، لکه موضوع چې يې له پښتني ټولنې څخه ټاکلې ده، دغسې يې کرکټرونه هم پښتني دي، د هغوی خويونه، کړه وړه، عواطف، خبرې، حرکات، غوښتنې او داسې نور اړخونه. حمزه بابا له مبالغې کار نه دی اخيستی، پښتون چې څنګه دی بس هغسې يې معرفي کړی دی.
د ډرامې ډايلاگونه ښه دي، ساده، لنډ، یو له بل سره تړلي او د هر کرکټر له سويې سره برابر ليکل شوي دي، تر ټولو لویه ښېګڼه يې دا ده چې ډايلاګونه یو له بل څخه زېږېدلي او ډېر طبیعي ښکاري، کټ مټ لکه دوه پښتانه چې بانډار سره کوي، تصنعي رنگ يې ډېر کم دی. منظومو ډايلاگونو ډرامې نورې هم ځلولي دي، د کوميډي او طنز مالگي ډرامې نورې هم په زړه پورې کړي دي، خو که يې د حمزه بابا له نورو داستاني اثارو لکه ناول، لنډو کیسو او سفرنامو سره پرتله کړو، نو ډرامې په هنري لحاظ لږ کمزوري برېښي.
زما په نظر د دې ډرامو د کمزورۍ علتونه دا دي: یو دا چې ډرامې د حمزه بابا لومړۍ ادبي تجربې دي، ځکه دی خپله وايي چې زه په اتلس کلنۍ کې د ډرامو ډگر ته راغلم، تر دې مهاله د ادب له نورو اصنافو سره گرسره اشنا نه وم. بل دا چې ډرامې د حمزه بابا خپلواک اثار نه دي، بلکې د راډيو د پروډيوسر له خوا به فرمايش ورکول کېده، ځکه نو د حمزه بابا خپل هنر، فکر او فلسفه نه ده په کښې ځای شوې.
بل دا چې حمزه بابا له ډرامو سره ژر خدای پاماني کړې او د هنر نورو ډګرونو ته يې مخه کړې ده، لکه ناول، لنډه کیسه، سفرنامه، شعر او داسې نور. بله خبره دا ده چې د غريبۍ دي هم کور وران شي، د روزۍ گټلو له پاره کار کول او د دې تر څنگ ټول هنري او فکري موازين په پام کې نيول هغه دوه متضاد کارونه دي چې پر يوه وخت امکان نه لري، که د حمزه بابا فکري نبوغ، لوړ شخصيت، له پښتني ټولنې سره مينه او تقوا ته وگورو، فکر نه کوم چې حمزه بابا دې داسې ډايلاگ وليکي لکه په نسواري خان او جلات خان ډرامه کې چې يې دا ډايلاګ راوړی دی: ((ټکی ټکی مخ لکه باران وهلې سوټه…)). دا چې ټولې ډرامې يې له راډيو څخه نه دي خپرې شوي او يا نه خپله ده او نه هم راډيو خوندي کړي دي، ښايي دليل به يې دا وي چې هنري ارزښت به يې نه درلود.
يو څوک چې د ډرامې په تيورۍ ډېر ښه پوهېږي، خپله ټولنه ډېره ښه پېژني، دروند او لوړ شخصيت لري، نور داستاني اثار يې ښه په تول پوره وي، داسې يو ستر هنرمند به ولې دومره کمزوري الفاظ کاروي او يا به ولې کمزوري ډرامې ليکي؟ ښکاره خبره ده چې ډرامه د حمزه بابا د فکر او هنر له پاره مناسب لوښی نه و، دا يوازې د هغه مجبوري وه، خو زه يو بل شک هم لرم، هغه دا چې د دې ډرامو سکريپټونه بل چا له صوتي (آډيو) څخه ليکلي بڼې ته اړولي دي، په راډيو کې ډرامې معمولا د ډله ييز کار نتيجه وي، موږ به څنګه باور وکړو چې دا به هغه سکريپټونه وي چې حمزه بابا ليکلي او بل چا ګوتي نه دي په کې وهلي؟ ځکه په راډيو کې خو تر ليکوال ډېر واک له ايډېټر، پروډيوسر او ډايرکټر سره وي.
ډاکټر قابل خان اپریدی د ډوکټورا په تيزیس کې د (شوقيانو ښار) ډرامې په اړه د حمزه بابا له خولې ليکي: ((ما دا ډرامه د يوه پروډيوسر په فرمايش ليکلې وه چې لومړی يې نوم (د ډمانو ښار) و. بيا د هغه وخت يو نامتو فنکار دلبر خان او نورو هنرمندانو احتجاج وکړ چې په دې ډرامه کې زموږ بې عزتي شوې ده، هغه و چې موږ مجبوره شوو چې نوم يې بدل کړو، دا ډرامه مخکې اوږده وه، خو اوس درې دقيقې ده، د دې ډرامې ژبه سپکه ده، ځکه نو له راډيو څخه هم خپره نه شوه)).
نو کله چې يوه ډرامه له لويه سره د پروډيوسر په فرمایش وليکل شي، وروسته بيا د پروډيوسر په امر بدلون پکې راوستل شي، ايا په سلو کې سل دا حکم کولای شو چې دا به هغه لومړني سکريپټونه وي چې حمزه بابا ليکلي او بل چا ګوتي نه دي په کې وهلي؟ که حمزه بابا دغسې سپک کرکټر درلودای او يا يې د داستاني ادب سبک دغسې وای، نو په ناول، لنډه کيسه او سفرنامو کې يې ولې سبک د ډرامو له سبک څخه جلا دی؟ د حمزه بابا ناول (نوي چپې) هم خورا ډېر ډايلاګونه لري، خو د ډرامو غوندې بې خوندي نه په کې ليدل کېږي، له دې څخه ښکاري چې ناول د حمزه بابا خپل مستقل اثر دی او په ډرامو کې د ايډېټر، پروډيوسر او ډايرکټر فرمايشونه هم ورسره شامل شوي دي.
ماخذونه:
۱: قند مجله، ۸-۹ گڼه، ۱۹۶۰ ميلادي کال، مردان، ۲۱۱- ۲۲۴ مخونه
۲: نوري، محمد گل، ۱۳۸۹ ه ش کال، ملي هينداره، دریم چاپ، د اطلاعاتو او فرهنگ رياست، کندهار، ۳۲۱- ۳۲۲ مخونه
۳: رضا، محمد افضل، ۱۹۶۵م، ډرامه، ۱۹ مخ، عظيم پبلیشینگ هاوس، خيبر بازار، پېښور.
۴: پروېز، اطهر، ادبڅېړنه، د عاقلې سادات پښتو ژباړه، ۱۳۹۳ه ش، ۱۵۹ مخ، ميهن خپرندویه ټولنه، قصه خواني بازار، پېښور.
۵: نارنگ، گوپي چند، ۲۰۱۷ بيسوین صدی می اردو ادب، ۲۰۳ مخ، سنگ ميل پبلیکېشنز، لاهور.
۶: همت، عبدالنافع، ۱۳۹۳ه ش، خپل وطنه، گل وطنه، د سليمان لايق صاحب سريزه، ۱۱ مخ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار.
۷: رشيد احمد، ۲۰۱۶، پښتو ډرامه، پښتو اکاډمي، پېښور، ۲۴۳- ۲۸۳ مخونه