یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+تیاره خونه| لیکواله: سمیرا حلیمزۍ

تیاره خونه| لیکواله: سمیرا حلیمزۍ

 د کورنۍ غړي ټول خوشاله دي، نن سهار وختي پاڅېدلي، د خوشال د پوهنتون فراغت دی. د فراغت رسمي غونډه د پوهنتون له خوا د محصلانو په شخصي مالي لګښت د دبۍ په یوه مشهور هوټل کې نیول شوې ده. خوشال له دبۍ راځي، باید د کورنۍ ټول غړي او خپلوان هوایي ډګر ته د بدرګې لپاره ورشي او تشویق یې کړي.

تر غرمې باید رنګارنګ خواړه پاخه شي، ټول خپل او خپلوان یې رابللي دي، غرمې ته نیم ساعت وخت پاتې دی. د خوشال انا شکرونه باسي چې لمسي د ټولې کورنۍ سر لوړ کړ، له پوهنتونه فارغ شو. خویندې یې هم موسکې دي، د خپل لالا په فراغت کې د زړه له اخلاصه د مېلمنو خدمت کوي.

مېلمانه هم ورو ورو راځي، ساز او سرود دی. خپلوانې یې مستۍ او ګډاوې کوي، د کور نارینه او نور خپلوان چې د خوشال د بدرګې لپاره هوایي ډګر ته ورغلي او اوس را رسېږي. ورغلي خپلوان او هر یو په خپل وار سره خوشال ته په غاړه کې ګلان وراچوي او مبارکۍ ورکوي.

کور ته په نږدې کېدو یې کشر ورور مور ته زنګ وواهه چې موږ کور ته نږدې یو. هلئ ژر کوئ، ګلپاشان او پټاکې چې مې اخیستې، هغه راوړئ، دوی په لاره دي.

مور یې وویل. دروازې ته په رسېدو د خوشال مور، خویندې او انا ورغلې. ګل‌پاشان یې پرې وشیندل، په غېږ کې یې ونیو. خویندو یې لاس ښکل کړ، لالا جانه مبارک! مور او انا یې خوشال پر سر ښکل کړ او غاړه یې ورکړه. خپلوانو یې رنګارنګ ډالۍ ورته راوړې وې، مور یې له زیاتې خوښۍ په جامو کې نه ځایېده، خوله به یې له خندا موسکه موسکه کېده… څو میاشتې تېرې شوې، د ګلالۍ د پوهنتون وروستۍ ورځې را ورسېدې، د ورور د فراغت د خوشالۍ رڼاوې يې ټولې په سترګو کې ګرځېدې، دا وارې پر کور د دې بري غږ کېده. وړه خبره نه وه، یو پښتنه تر پوهنتونه او بیا فراغته رسېدلې وه.

د وروستي سمستر امتحانونه یې هم خلاص شول، له پوهنتونه فارغه شوه. د اخېري امتحان په ورځ کور ته راغله، په ټوله لاره یې له ځان سره خبرې کولې؛ کور ته به لاړه شم، دروازه به خلاصه شي او… ګلالۍ په خیال کې یوازې ګلونه، موسکاوې او غېږې لیدې. کور ته را ورسېده، ننوتله.

مور یې په انګړ کې له تناوه جامې را کښته کولې، د ګلالۍ په لیدو یو دم غوسه شوه؛ دا وخت دی چې ته راغلې؟ ګوره له خپله وخته دې لس دقیقې تېرې دي، چېرې وې؟ لالا دې غوسه دی، په مخه ور نه شې… ګلالۍ یوې تیاره خونې ته لاړه او بیا هلته په خپلو ترخو اوښکو کې ډوبه شوه…

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب