Homeخبرونهچین ژمنه وکړه چې مخ پر ودې هېوادونو ته به د کووېډ...

چین ژمنه وکړه چې مخ پر ودې هېوادونو ته به د کووېډ -۱۹ ډېر واکسینونه ورکړي

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د چین سینهوا خبري اژانس د چیني مقاماتو له قوله ویلي چې د چین ولسي جمهوریت به له نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه مخ پر ودې هېوادونو سره د کووېډ-۱۹ د ډېرو واکسینونو مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وانګ وینبین بېګا دوشنبه وویل، دغه واکسینونه به په ټاکلي وخت ورکول شي او د روغتیا د ټولو لپاره ټولنې په جوړونه کې به مرسته وکړي.‌

وانګ دا خبرې په ورځني خبري کانفرانس کې وروسته له هغه وکړې چې دغه هېواد اعلان وکړ چې چین د دوشنبې په سهار پاکستان ته د کووېډ-۱۹ واکسینونه ورکړل.

چینی مقامات وایي دا نورو هېوادونو ته د چین له خوا د ورکول کېدونکیو واکسینونو لومړۍ جوپه وه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، چین به په مخ پر ودې هېوادونو کې واکسینونو ته لاسرسی اسان کړي او ویې ویل، «مونږ په خپلو خبرو باندې عمل کوو.»

د نړۍ یو شمېر هېوادونه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات په چین باندې تور لګوي چې کووېډ-۱۹ وایرس د چیني مقاماتو د بې غورۍ له امله د نړۍ هېوادونو ته خپور شو او ځاني او مالي زیانونه واړول او دا هغه څه دي چې چین یې پړه نه مني.‌

د کورونا وایرس د منشأ د موندلو او په دې هکله د سپیناوي لپاره د نړۍ وال روغتیایي سازمان د ۱۳ ساینس پوهانو یو هیئت د جدي په ۲۵مه چین ته ورسېد، خو چینایي مقاماتو وار له واره ټول هیئت له هوایي ډګر څخه په یوه ځانګړي بس کې یوه هوټل ته ورساوه او هلته یې د ۱۴ ورځو په مخه قرنطین کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...