یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+نشه/اجمل پسرلی

نشه/اجمل پسرلی

د واین پياله یې له خپلې پوزې سره نیولې وه، خندل یې. نه پوهیږم چې سرو شرابو ته یې خندل چې ولې یې نه نشه کوي، که یې په ځان پسې خندل چې ولې نشه کوي.

پیاله یې پر میز کیښوده، د لرګين میز ټک شو. شاوخوا یې سترګې وغړولې. د پراګ د افوز په کوڅه کې د اوولسمې پیړۍ په دې زاړه رستورانت کې د ناستو خلکو ده ته پام نه شو.  ده بیا پیاله پورته کړه، کلکه یې پر میز کیښوده، بیا ټک شو بیا هم چا ورته ونه کتل، دریم ځل چې یې پیاله کلکه پر میز کیښوده ګارسون ورته راورسید د ده تشه پياله یې واخیسته، ده د کړکۍ خواته مخ وګرځاوه د واورې دانې پر ایینې نښتې وې.

ګارسون د پیسو بل ورته کیښود، پیسې یې ورکړې. راووت. دباندې د پراګ د دې پخوانۍ کوڅې بازارونه همداسې ساړه و لکه راروانه واوره چې ده یې دانو ته لپه نیوله او دانه به راغله راغله، بیرته به لږ جګه شوه، وبه زنګیده راوبه زنګیده او څو ګامه ها خوا به د مځکې کنګل غیږ ورکړه.

یوې خواته کوږ شو، بلې خواته کوږ شو. هوا ته یې لاس واچاوه، تکیه نه شو، پښه یې وښویده. داسې احساس یې وکړ لکه د زنګانه هډوکي چې یې سره بیل شوې وي. پر کنګل وغځید یوې ښخې په ترڅ ورته کتل او په شا شا تله. دا ښځه داسې جال جال د ده تر سترګو شوه لکه د انټرنټ کوچنی عکس چې ښه لوی کړې. سترګې یې پټې کړې بیرته یې رڼې کړې. ښځه نه وه. شاوخوا یې هیڅوک نه و. په زګیروي راپاڅید. ښي پښې یې زور نه اخیست. لاس یې په دیوال تکیه کړ ورو ورو رهي شو.

د دیوال له ختمیدو سره سم پارک و، ونګوښیده. بیرته راوګرځید بیا یې په دیوال لاس تکیه کړ. هغه رستورانت ته ورسید چې مخکې ورغلی و، د رستورانت دروازه یې پرانیسته. ګارسون لاره ورنه کړه چې رستورانت ته ورننوځي. ده ورته وویل:

-څه…شی…څ..ښ..م

ګارسون ور پسې پورې واهه. دی نژدې لویدلی و، خو ځان یې تکیه کړ په غبرګو لاسونو یې دروازه وټکوله، دوه تنه له رستورانته راووتل، دی یې د رستورانت له مخې کش کړ بیا یې خوشي کړ.

د رستورانت له دننه د خلکو شور دباندې اوریدل کیده. په زړه کې یې تیریدل چې ولې له رستورانته راوتلی دی. له جیبه یې پیسې راوایستې په خپل سر یې وشیندلې له پلې لارې یوه کس رامنډه کړه، لاس یې ورکړ، بل کس یې بل لاس ونیو، ورو ورو یې څو ګامونه ورسره واخیستل، بیا یې خوشي کړ. ده دیوال ته تکیه وکړه، مخامخ یې له لرې د ټکسي څراغونو ته ورپام شول، جیب ته یې لاس کړ پیسې نه وې بیرته یې لاس ښکته کړ، نه پوهیده چې پیسې یې څه شوې دي.

فکر یې وکړ چې په رستورانت کې پاتې دي، د رستورانت په کړکیو کې زیړه رڼا ځلیده، په زګیروي پاڅیده:

«کله ور راخلاصوي»

سر یې وګرځیده، ځای پرځای کښیناست دوه تنه یې څنګ ته تیر شول، ده خوله پرانیسته چې ورته ووایي چې لاس ورکړي خو غږ یې له خولې نه خوت، هغوی کټ کټ وخندل دی نه پوهیده چې په ده پسې خاندې که په ځانونو پسې، ده پسې کتل کتل او هغوی د واورو د دانو په منځ کې وړیدل وړیدل، ورکیدل.

پراګ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....