چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهپه وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي

په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۹ مه) له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، چې د افغانستان په دریو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او ږلۍ له امله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.

د سې‌شنبې په ورځ په فراه ولایت کې سیلونو ۲۱ کسان یووړل، په داسې حال کې چې درې نور هغه مهال مړه شول، چې د ږلۍ طوفان د دوی کور ونړاوه.

په هلمند ولایت کې شپږ تنه مړه شوي او په کندهار ولایت کې بیا سیلونو د ۹ تنو ژوند اخیستی دی.

په افغانستان کې یو شمېر ولایتونه، چې فراه ولایت هم پکې شامل دی، له ۲۰۱۸ کال راهیسې له پرله پسې وچکالیو سره مخامخ دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت د ملي ادارې ویاند، عبدالله جان سیاق، پرون (چهارشنبې) رسنیو ته وویل: «په ډېری ولایتونو کې بارانونه او واورې اوري، چې له کبله یې د وچکالۍ اندازه کمه شوې ده.»

د سرومال له تاوانونو سره سره د وروستیو ورښتونو له کبله د وچکالۍ کمېدو او په راتلونکي کال کې د کرنیزو محصولاتو ښه کېدو ته هیلې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...