شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپه وروستۍ شېبه نجونو ته وویل شول چې ښوونځیو ته لاړې نه...

په وروستۍ شېبه نجونو ته وویل شول چې ښوونځیو ته لاړې نه شي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲ مه) طالبانو نن په ټول افغانستان کې ښوونځي پرانیستل خو په وروستۍ شېبه کې یې حکم صادر کړ چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی ځکه چې د دوی په وینا د ځای شرایط نه دي برابر او تخنیکي ستونزې شته.

د پوهنې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«د نجونو ټولې لېسې به تر بلې خبرتیا پورې بندې وي.»

دې وزارت د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو د دلیل په توګه ویلي چې تراوسه د نجونو زده کوونکو لپاره داسې یونیفورم نه دی جوړ شوی چې له شریعیت، افغاني دود او کلتور سره برابر وي.»

د پوهنې مرستیال وزیر سخي الله سعید ویلي چې په بل حکم کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شی.

د طالبانو یوه ویندوی انعام الله سمنګاني فرانس پریس خبري اژانس ته تایید کړې چې نجونو ته ویل شوي چې لېسو ته لاړې نه شي خو ده د دې پرېکړې د دلیل په اړه بې خبرې وښوده.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، د پوهنې وزارت ویندوی عزیزاحمد ریان هم په دې اړه  چې ولې له مخکینیو ژمنو سره سره نجونې پرې نه ښودل شوې چې لېسو ته لاړې شي، له څه ویلو ډډه وکړه. ریان ویلي چې په دې هکله د څه ویلو اجازه نه لري.

د فرانس پریس خبري اژانس خبریالان په کابل کې د زغونې انا لېسې ته تللي وو چې ویدیويي راپور چمتو کړي. دا اژانس وايي، کله چې ښوونکې ټولګي ته ورننوته، سمدستي یې وویل چې ټولې زده کوونکې رخصت دي.

نن د تعلیمي کال د پرانیستلو په مراسمو کې، چې د کابل په یوه ښوونځي کې جوړ شوي وو، طالب چارواکي (د چارو د ادارې رييس) مولوي نورالحق وویل:«دا ډېر ناروا تور دی چې وايي طالبان د تعلیم ضد دي. حقیقت دا دی چې د طالبانو اساس پوهنه او تعلیم دی. موږ د بې خبرۍ او بې علمۍ پر ضد مبارزه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د تعلیمي کال د پیل د بې ارزښته ښودلو لپاره جتي د طالبانو د پوهنې وزیر هم د نوي تعلیمي کال پرانیستونکې غونډې ته حاضر نه شو.

خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپله تېره کابو شپږ کلنه دوره کې هیڅ نجلۍ پرې نه ښوده چې ښوونځي یا پوهنځي ته لاړه شي او د تېر کال د اګست له پنځلسمې راوروسته یې هم له څو ولایتونو پرته په اکثرو ولایتونو کې نجونې نه دي پرې ایښي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو په منځ کې یو شمېر د نجونو له تعلیم سره سخت مخالف دي، هغوی وايي چې ۲۰ کاله یې جهاد د دې لپاره وکړ چې سوچه اسلامي نظام رامنخته کړي او نجونې په کور کښېنوي.

4 COMMENTS

  1. طالیبان باید د اسلامی اصولو مطابق خپلو خبرو، وعدو، کړنو او پریکړو ته ژمن او وفاداره اوسی.

  2. د افغان ملت لپاره ډیر خواشنوونکی او بد خبر دی، اسلامی او افغانی دود څه ډول دی؟ د انجونو ښوونځي بیل دی استادان یې ښځینه دي لباس یې اسلامی او افغانی دی. ستونځه په دوي کې ده.

  3. Islam is the religion of peace, equality, development, justic equal education for both male and female, but eunfrotunatlly due to the lack of Islamic knowledge among those who is rollingover Afghan at the present time is under serious question. In one way if we see all the Afghan are muslim and following the role of Islam then why this is what happining with Afghans. Sham Sham on all those leaders who are black mark on Islam. Manana

  4. چا د طالبانو راتک ته اتڼ کاوه، نه افغان ده، نه انسان ده، نه مسلمان، مطلق خر،جاهل، سپی، کافر، غلام او د پنجاب غلامان دي.
    ط د افغانستان او افغانانو د ورکولو او د تعلیم نه لرې ساتلو لپاره جوړ ده تر څو افغانان کمزوري وي پاکستان ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب