بیرغ په عربي کې (لواء، رايت) په فارسي کې (پرچم) او په ترکي کې (بیرق) چې بیرغ یې مفغن دی، په انساني ټولنو کې له ډیر پخوا راهیسې معموله او د قدر وړ نښه ده.
پخوانیو مصريانو د جنګ او صلحې په وختونو کې بیرغ درلودو او وروسته نورو بشرې ټولنو له دوي څخه دا رواج زده کړی او ساتلی دی.
له اسلام وړاندې په عربو کې بیرغ رواج وو او هرې قبيلې خپل ځانګړی بیرغ درلود. د مکې په فتح کې له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره زیاتو قبيلو ګډون درلود او د هرې قبيلې ځانته یو بیرغ وو.
د حنين په غزا کې کله چې طفيل بن عمرو د خپلې قبيلې د بت له ورانولو څخه چې ذلکفین نومیده راستنیدو په داسې حال چې خپل څه کسان هم ورسره وو پيغمبر ص هغوى ته وویل: اې د ازد خلکو څوک دی ستاسو بیرغ وړونکي؟
طفيل وویل: هماغه کس چې د جاهليت په زمانه کې یې بیرغ وړلو او دا بیرغ وړونکی نعمان زراقه وو.
په پخوانيو جنګونو کې بیرغ د زیات اهمیت درلودونکی وو، همدا بیرغ وو چې د اوسنيو جنګونو د مخابرې په شکل ورڅخه کار اخیستل کېدو چې د قومندان او جنګیالیو ترمنځ د ارتباط وسیله وه. د فارسیانو سره د جنګ په وخت کې نعمان بن مقرن خپلو مجاهدینو ته وویل: “کله چې مې لومړی ځل بیرغ په حرکت راوستو د آسونو قیضې ونیسئ او آماده شئ په دوهم ځل تورې او نيزې را وباسئ او د بیرغ په دریم حرکت سره د الله اکبر په وئيلو حمله وکړئ، دا وخت زه هم حمله کوم.” د بیرغ رپاند ساتل په جنګ کې د بریا نښه وه کله به چې بیرغ ولویدو نو ډیرو قوي لښکرو به مورال له لاسه ورکولو او ماته به يې خوړله. همدا دلیل وو چې بیرغ به د لویو پهلوانانو یا چالاکه جنګیالیو په لاس کې وو او دا یو لوی افتخار وو. د احد په جنګ کې ابوسفيان د بني عبدالدار د بیرغ وړونکو د تحریک لپاره هغوی ته وویل:” اې د بني عبدالدار کورنۍ په بدر کې ستاسو له لاسونو بیرغ پریوت او هغه بده ورځ زموږ په سر راغله نن هم که بیرغ نه شي ساتلی ماته يې وسپارئ چې زه يې ساتنه وکړم بني عبدالدار ورته وویل چې دا زموږ د نیکونو افتخار دی او تر خپلې ورستې څاڅکي ويني به يې ساتنه کوو.”
کله چې د جنګ په لومړیو کې مشرکینو ماتې وخوړه او په شا شول د ابوسفيان ميرمنې هند د بني عبدالدار په غیرت راوستلو لپاره دا بیتونه هغوی ته زمزمه کړل:
ویهاً بنى عبدالدار
ویهاً حُماة الادبار
ضَرباً بکل بَتّارٍ
د رسول اکرم ص کړنلاره د بیرغ وړونکي په انتخاب کې:
تبوک ته د روانیدو په وخت رسول اکرم ص انصارو او عربي قبایلو ته امر وکړ چې هره قبيله دې خپل بيرغ ورسره واخلي. او د بني مالک بن نجار بیرغ یې عماره بن خرم رض ته ورکړي وو. ناڅاپه په دې وخت کې زید بن ثابت رض راغلو او رسول اکرم بیرغ هغه ته ورکړ.
عماره وویل یا رسول الله ص له ما ناراضه یا په قهر يې رسول اکرم ص ورته وویل نه په الله قسم. هغه له تا څخه د قرآن زیات حافظ دی. همدا رنګه يې د اوس او خزرج قبيلو ته هم امر وکړ چې د بیرغ وړونکي په انتخاب کې د قرآن حفظ ته پام وکړي.
بیرغ د جاهليت په زمانه کې:
له اسلام وړاندې اعرابو که څه هم هرې قبيلې خپل بیرغ درلودو،
یو ځانګړی بیرغ په مکه کې د قريش وو چې قصی بن کلاب خپل کشر زوی عبدالدار ته سپارلی وو او د رسول اکرم ص تر زمانې پورې د عبدالدار کورنۍ په دې منصب پاتې وه. جنګ ته د روانیدو په وخت به قريشو خپل بیرغ په دارالندوه کې چې له کعبې سره نږدې وه د نيزې په سر تړلو. د عربو په جنګونو کې به ډیر شمیر بيرغونه تر سترګو کیدل له دې څخه به دا معلومیده چې څومره قبيلې په یوه جنګ کې ګډون لري. د احد په جنګ کې هم د مشرکانو سره دری بيرغونه وو په دې کې د قريشو عمومي بیرغ د طلحه ابن طلحه، د بني کنانه و بیرغ د سفیان بن عوف سره او یو هم د حبشو بیرغ وو چې د هغوی له یو تن سره وو.
په اسلام کې لومړی بیرغ:
په سيرت کې د لومړي اسلامي بیرغ په اړه اختلاف دی د ابن هشام په نزد لومړنی بیرغ رسول اکرم ص خپل د کاکا زوی عبیده ابن حارث ته تړلي وو مګر ځيني بيا لومړنی بیرغ د حضرت حمزه رض بیرغ بولي. والله علم
د رسول اکرم ص د بیرغ رنګ:
د حضرت محمد ص د بیرغ رنګ او شمیر ثابت نه وو کله تور کله سپين په غزواتو کې حضرت علی کرم الله وجهه د خیبر په ګډون په ډیرو معرکو کې د رسول الله ص بیرغ وړونکی وو؛ او ډیر وخت به يې د بیرغ رنګ تور وو بل خوا هغه بیرغ چې رسول اکرم ص مصعب بن عمیر رض ته ورکړی وو رنګ يې سپين وو په حنين کې د مسلمانانو په لښکر کې یو تور رايت وو چې د توحید مبارکه کلمه ورباندې لیکل شوې وه. واقدی د اوس او خزرج قبيلو د بیرغونو رنګونه شنه او سره لیکلي.
د شمیر له مخې د مکې په فتحه کې د مسلمانانو په لښکر کې دیارلس بيرغونه وو چې دري يې د مهاجرینو او لس يې له انصارو سره وو.
منابع:
جرجى زیدان، تاریخ تمدن اسلام
سیره ابن هشام
مغازى واقدى