پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهتنهایي/مینه حقانیار

تنهایي/مینه حقانیار

د ښار په لوی واټ کې مې د یوې مغازې ویترین ته مخ ور واړاوه. ښايسته جامې پکې ځوړندي وې، نوک مې ونيو، ورته و دریدم. له موره مې څو قدمه شاته پاتي سوم. پام مې سو، هغه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې نه را مالوميده، و وېريدم ناره مې کړه:
مورې، مورې!
ځواب یې راکړ، ور من‌‌‌‌‌‌ډه مې کړه. ښی لاس مې په چپه اوږه ور کېښود مخ يې را واړاوه، حيران يې راته وکتل خوشکه ورغله، لاس مې ژر ایسته کړ، مور مې نه وه، بیخې نابلده ښځه راته وایسېده.
سخته و‌‌‌‌‌‌ډاره سوم، یوه بله خوا مې وکتل، بیا مې نارې کړې، چا ځواب را نه کړ. زړه مې را ‌‌‌‌‌‌ډک سو، ژړا راغله، ما ویل اوس به څه کوم؟
په مبایل کې د ابا په نمره پسي و ګرځيدم، د ټلیفون سکرین نه راښووله، لاسونه مې لړزیدل. څو واري مې ولټوله، اخېر مې پيدا کړه، زنګ ورغی. په غوږۍ کې یې د ځایي خلکو په ژبه راته وویل :
 ستاسو د نظر وړ شمېره کارونکی نه لري
له سره مې دایره کړه؛ بیایي هماغه خبره راته وکړه.
د زړه درزا مې نوره هم زیاته سوه، نږدې و چې ودرېږي، ساه مې لن‌‌‌‌‌‌ډه لن‌‌‌‌‌‌ډه کېده، ما ویل ژوند خو نو نور تمام سو، چیغه مې کړه، را ویښه سوم, د خوني چت ته مې وکتل، په کورکې وم.
 کليمه مې وویله.

 ستوکهلم
کال 2019 د جون 28 مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب