سه شنبه, مې 28, 2024
Home+د شعرستان پر پښتۍ د رنگونو شاعري| حاجي محمد اواب 

د شعرستان پر پښتۍ د رنگونو شاعري| حاجي محمد اواب 

د شعر مادي علت محاکات دی. محاکات مانا تخيل. تخيل د طبيعت د شيانو تر منځ د شباهت اړيکه کشفول او يو داسي نوی تصوير ايجادول دي، چي په طبيعت کي نه وي.
دا اړيکه په موسيقي، پژسازي (مجسمه‌تراشي)، نقاشي، شعر او نورو ټولو ابداعي هنرونو کي سته.
مثلا:‌ د موسيقۍ د الاتو د ږغونو تر منځ شبهات/ همزمانه ږغول، هغه اړيکه ده چي يو داسي نوی سندريز او مجموعي ږغ را منځ ته کوي چي پخوا په دغه شکل په طبيعت کي نه و. مانا د موسيقۍ د الاتو له ږغونو چي کوم نوی مجموعي او هموزنه ږغ را وزي، دا من حيث المجموع په طبيعت کي د هيڅ شي ږغ نه دی.
مجسمه‌تراشي د مادې/ ډبرو تر منځ د شباهت اړيکه ده، داسي نوې مجسمه ترې رغېږي چي مخکي په طبيعت کي نه وه.
نقاشي هم، د رنگونو تر منځ تشبيهي اړيکه لوڅوي، داسي نوی تصوير جوړوي چي په طبيعت کي نه و.
له دې ځايه موږ دا اخيستی سو چي د شعر وسيله يوازي ژبه نه ده، بلکي نوري وسيلې هم لري. موسيقي چي وسيله يې ږغونه، مجسمه‌تراشي چي وسيله يې ماده، نقاشي يا تصوير چي وسيله يې رنگونه دي، هم شاعري ده، ځکه په دوی ټولو کي محاکات دی.
په شعر کي محاکات يا تخيل کله د تشبيه، کله د استعارې، کله د سيمبول او کله د اسطورې په پرايه کي ځان ښکاره کوي.
 لومړی، د تشبيه په پيمانه کي
“سترگي يې د نرگس په څېر ښايسته دي”
دلته د سترگو او نرگس تر منځ اړيکه کشف سوې ده. سترگي د نرگس غوندي بلل سوې دي. دا ادعا ډېر صريحه ده، ځکه “سترگي” مشبه، “نرگس” مشبه به، “په څېر” د تشبيه ادات او “ښايسته دي” د تشبيه وجه ده. د تشبيه ټول ارکان سته او يو داسي تصوير ترې رغېدلی دی چي هم سترگي دي هم نرگس. د تصوير د ټولو اجزاوو د پوره والي په سبب لوستونکی هيڅ ذهني فعاليت ته اړ نه دی.
“د سترگو نرگس”
دا هم لنډ تشبيهي ترکيب او تصوير دی. هغه لوړه دعوه پکي سوې ده خو لوستونکی لږ ذهني فعاليت ته پکي اړتيا لري، ولي دی به دلته د تشبيه توری “په څېر” او د تشبيه وجه “ښايسته دي” خپله پيدا کوي او ور سره ملاحظه کوي به يې چي تصوير بشپړ سي.
دويم، تخيل د استعارې په پيمانه کي
“رنځور نرگس”
دلته د نرگس د رنځورتيا دعوه سوې ده خو په دې تصوير کي يوازي مشبه ” نرگس” سته. لوستونکی ډېر ذهني فعاليت ته اړ دی. له “رنځور” قرينې څخه، دی مشبه به “انسان” پيدا کوي ځکه رنځورتيا د انسان نښه ده. د تشبيه توری او وجه به يې هم مومي، چي تصوير پوره کاندي.
دریم، تخيل د سيمبول په پيمانه کي
“نرگس”
دلته بيا يوازي مشبه به “نرگس” سته. نور نو مشبه، د مشبه قرينه، د تشبيه توری او د تشبيه وجه نسته. لوستونکی ښه ډېر ذهني فعاليت ته اړ وزي، چي له نرگس پرته دا نور ټول خپله ورته پيدا کړي او تصوير جوړ کړي.
هر لوستونکی د خپل دروني کيفيت مطابق مشبه له دغه مشبه به “نرگس” سره ږدي. څوک سترگي، څوک زلفي، بل څوک باړخو او نور يې بيا نور شيان مشبه بولي او تصوير پوره کوي.
څلورم، تخيل د اسطورې په پيمانه کي
“نرگس اوبو کې کتل
خپل ځان يې ولېدو
د دې نه مخکې دی د خپل ښايست نه نه و خبر
نو هم په ځان مين شو
ده پخپل عکس پسې اوبو ته  ټوپ کړ
چې دی به خپل ځان ته تر غاړه باسي
لاړو اوبو کې ډوب شو…”
امين الله داودزی
په داسي شعر کي لوستونکی بيخي ډېر زيات ذهني فعاليت کوي.
د سيمبول په متن کي خو خپله متن سيمبوليک تصوير تشريح او روښانه کوي. که سيمبول دي له متنه را ايستلای وای، بيا سيمبول نه پاته کېدی. په اسطوره کي خو هيڅ ډول مشرح او روښانه کوونکی شی نسته. ټول کار به لوستونکی کوي.
یو، گرده اسطوره به را يادوي. مثلا: “د نرگس هغه داسي وه چې پخوا په يونان کې د نرگس په نامه يو ښايسته زلمی اوسېدی، چي نجونې پسې مړې وې. دی د ښکار شوقي و او له ډېره کبره يې نجونو ته ورکتل هم نه. يوه ورځ د ښکار پر مهال تږی شو، ولاړ او د يوې چينې پر غاړه ودرېد.  په چينه کې يې چې خپل ځان ولېد، نو پر ځان مين شو او داسې مين، چې په خپل تصوير پسې يې زړه وچاود، وروسته د ده له تصويره په چينه کې يو گل راشین شو، چې اوس يې نرگس بولي.” *
دويم، د اسطورې ژبه خو سيمبوليکه وي، لوستونکی به يې هر کرکټر ته خپل ذهني کرکټر تراشي او اسطوره به په تشريح کوي.
په مجموع کي دا فعاليت/ تر هغه نورو ټولو ډېر دی.
اوس به راسو د شعرستان پر پښتۍ د رنگونو شاعري او تصويري پاراگراف ته.
د شعرستان پر لومړۍ پښتۍ له لمبې او اوبو څخه داسي تصوير جوړ سوی دی چي نيم اوبه او نيم لمبه دی. دغسي تصوير موږ په طبيعت کي نه لرو. دغه اړيکه تخيل/ محاکات دی او محاکات خو ده شاعري، نو دا تصوير شاعري ده، البته د رنگونو شاعري.
بل، دا تصوير د رنگونو په ژبه د گرد شعرستان عنوان دی ځکه تخيل پکي راغلی دی او وروسته درست شعرستان د دغه تخيل تفصيل او تشريح دی.
پر څلورمه پښتۍ تصویر يا ډياگرام د رنګونو په ژبه د ټول ۵۳۸ مخیز شعرستان غورچاڼ دی.
په دې تصویر کي هغه تخيل چي په شعر کي به د تشبيه، استعارې، سيمبول او اسطورې په کړکۍ کي را ښکاره کېدی؛ دلته هم بعينه پر هغه طرز را څرگندېږي، خو د رنگونو په ژبه. راسئ ډياگرام ته ځير سو.
“سترگي د نرگس په څېر ښايسته دي”
په دغه اوږده تشبیه کي د تصوير اوږدوالی ۱۰ سانتي متره دی.
د لوستونکي ذهني برخه او فعاليت پکي صفر دی، ځکه د تصوير ټول اجزاء “مشبه، مشبه به، د تشبیه توری او د تشبیه وجه” شاعر راوړي دي. د دې تصوير په دواړو طرفو کي رنگ نسبت و هغه لوړو رنگونو ته نه دی تاریک.
“د سترگو نرگس”
د دې لنډي تشبيه د انځور اوږدوالی پينځه سانتي متره دی، ځکه مشبه “سترگي” او مشبه به “نرگس” شاعر راوړي دي. پاته پينځه سانتي متره، چي له دواړو لورو ۲.۵ سانتي متره را لنډ شوی دی، د لوستونکي ذهني برخه ده او له لوستونکي فعاليت غواړي چي د تشبيه توری او د تشبيه وجه پيدا کړي او تصوير پوره کړي. دلته رنگ هم تر هغه لومړي، لږ تاريک دی، ځکه شاعر ټول انځور نه دی ښکاره کړی.
“رنځور نرگس”
په دې استعاروي تصوير کي د انځور اوږدوالی درې سانتي متره شاعر پخپله راوړی دی، ځکه يوازي يې مشبه “نرگس” او د مشبه به “انسان” نښه “انځور” ذکر کړي دي. تصوير يې له دواړو لوريو درې‌نيم-درې‌نيم سانتي متره لنډ کړی دی. او د انځور بشپړول يې لوستونکي ته پرې ايښی دی چې مشبه به “انسان” او د تصوير نور رغنده توکي پيدا کړي او تصوير ترې ورغوي.
 دلته رنگ تر هغه نورو دوو لا ډېر تاريک دی.
“نرګس”
دلته په سيمبول کي د انځور طول يو سانتي متر دی. ځکه يوازي مشبه به “نرگس”سته. تصوير له دواړو خواوو څلور نيم-څلور نيم سانتي‌متره لنډ سوی دی. هغه نوره ټوله سلسله به لوستونکی مومي. دلته هم رنگ تر هغه تېرو دريو تصويرنو ښه ډېر زيات تاريک دی.
“د نرگس اسطوره”
دلته د انځور طول صفر سانتي متر دی. له دواړو اړخونو څخه پينځه-پينځه سانتي متره را لنډ سوی دی.کيسه گرده لوستونکي ته پاته ده. هغه به گرد تصوير جوړوي.
دلته د رنگ په لحاظ بشپړه تکه توره تاريکه ده.
موږ ويلای سو، چي دا ډياگرام په رنگونو شاعري ده ځکه په ټولو مراحلو کي يې تخيل/ محاکات سته.
بل، دا شکل د گرد شعرستاني مفهوم تصويري غورچاڼ دی.
دا تصويرونه او شعرستان لکه پاراگاراف.
لومړی تصوير يې موضوعي او تصويري جمله ده. ټول شعرستان يې ملاتړي جملې دي او اخري ډياگرام يې را نغاړونکې او تصويري جمله ده.
*د شعرستان ۲۲۲ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب