Homeخبرونهننګرهار کې له یوه سوداګر څخه ۱۵میلیونه افغانۍ غلا شوي

ننګرهار کې له یوه سوداګر څخه ۱۵میلیونه افغانۍ غلا شوي

تاند:( جمعه،د سنبلې اتلسمه)‏‏ ‏د ننګرهار له یوه سوداګر څخه غلو۱۵‌ميليونه افغانۍ غلا کړي.

سوداګرو په دې اړه د ننګرهار لپاره د طالبانو والي حاجي ملا محمد نعيم اخند سره لیدلي او د غلو د پیدا کیدو تر څنګ ېې د غلاوو د مخنيوي غوښتنه ورڅخه کړې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي،چې حاجي ملا محمد نعيم اخند په رامنځته شوې پېښې خواشيني وښوده او سوداګرو ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي خپلوامنيتي ادارو ته د پېښې تعقيب او د ټولو غلو او لارې وهونکو پر وړاندې يې د سختو او قانوني اقداماتو امر هم کړی.

د طالبانو په اعلامیه کې د یادې غلا د وخت،څرنګوالي او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...