Homeخبرونههرات کې ۱۶۰زره جريبه ځمکه له غاصبينو را ګرځول شوی

هرات کې ۱۶۰زره جريبه ځمکه له غاصبينو را ګرځول شوی

تاند:( جمعه،د سنبلې اتلسمه)‏‏ ‏په ‎هرات کې د طالبانو چارواکي وايي،چې نږدې ۱۶۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.

په یاد ولایت کې د غصب د مخنیوي کمېسیون ويلي، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې ۱۵۷ زره ۶۷۳ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د زورواکو، ځمکې مافیا او نورو خلکو له لوري د دولتي ځمکو په پراخه کچه غصبول د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال یوه لویه ستونزه وه،چې چارواکي يې د فساد په ګډون د مختلفو عواملو له کبله په مخنيوي کې پاتې راتلل.

خلکو په دې برخه کې د طالبانو د اقداماتو ملاتړ کړی او ویلي،چې ټولې دولتي ځمکې او غاصبین یې باید تعقيب کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...