یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد مقاومت عالي شورا سره د امریکا د یو نیم میلیون ډالري...

د مقاومت عالي شورا سره د امریکا د یو نیم میلیون ډالري مياشتینۍ مرستې ادعا وشوه

تاند:( جمعه،د سنبلې اتلسمه)‏‏ د جمهوري نظام د وروستۍ ولسي جرګې غړی عارف رحماني ادعا کوي،چې امریکا متحده ایالات د طالبانو خلاف په ترکیه کې د يو شمېر پخوانیو سیاستوالو له لوري «د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» په نوم اعلان شوې ډلې سره د مياشتې يو نيم ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.

رحماني زياتوي،چې امریکا او نورو هېوادونو د طالبانو خلاف نورو سره هم خپلې اړیکې فعاله ساتلي.

 دغه پخوانی وکيل له نوم اخیستو پرته يو شمېر هېوادونه د طالبانو خلاف د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې په ملاتړ هم تورنوي.

رحماني وايي د نړۍ او سیمې هېوادونه له ټولو نورو خپلمنځیو اختلافاتو سره په دې موافق دي چې د افغانستان اوسنی وضعیت خوندي وساتي او د کورنۍ جګړې مخه ونيسي.

د هغه په وينا، طالب ضدو ډلو سره د بهرنيو مرستو یو اصلي دليل په خپله ولکه کې د دغو ډلو ساتل دي.

د طالبانو مخالفو ډلو د يادو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

احمد مسعود په یوه تازه مرکه کې ويلي وو،چې د هند په ګډون یې د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د قانع کولو هڅې پيل کړي څو د طالبانو خلاف مالي او تجهيزاتي مرستې ورسره وکړي.

2 COMMENTS

  1. america want to renew bleeding program(war) in afghanistan.
    former nizar shura are corrupt and warlords.
    afghans must be smart and avoid any more bleeding.
    talibs must keep good relation with public&stop bothering of peoples.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب