سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا ملکه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه

د بریتانیا ملکه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه

تاند(پنجشنبه، د سنبلې۱۷مه) بکینګهم ماڼۍ اعلان وکړ چې د بریتانیا ملکه الیزابیت د ۹۶ کلونو په عمر او له تاج پر سر کولو ۷۰ کاله وروسته مړه شوه.

د ملکې الیزابیت (Elizabeth II) د کورنۍ غړي وروسته له دې نن سهار سره یوځای شول چې د هغې روغتیايي وضعیت خراب شو.

الیزابیت په ۱۹۵۲ م کال د ملکې په توګه تاج پر سر کړ او په دې موده کې یې پراخ ټولنیز بدلونونه ولیدل.

د الیزابیت له مړینې وروسته به د هغې مشر زوی شهزاده چارلس د بریتانیا او د کامینویلت د ۱۴ هیوادونو د نوي پاچا په توګه لوړه وکړي.

بیکینګهم ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي:«ملکې نن ماسپښین په بالمورال کې په ارامه سا پرې کړه.»

د دې د ملکه توب په دوره کې په بریتانیا کې ۱۵ صدراعظمان بدل رابدل شول. لومړنی یې وینسټن چرچل او وروستۍ لیز ټرس وه چې روانه اوونۍ دې لوړه ورکړه.

ټاکل شوې وه چې نن ملکه د نوې کابینې له غړیو سره انلاین خبرې وکړې خو وروسته یې دا کتنه لغوه کړه.

2 COMMENTS

  1. بالآخره د زمانې فرعون هم خپلو اسلافو غوندی د مرګ پنجو ته ځان تسلیم کړ.
    احتمالاً د روسئې – اوکراین کړکیچ او پر بریطانیائی ټولنی ددې کړکیچ د تورو څپو اغیزه به د بادرنګی ملکې د باد د وتلو پروسه ګړندۍ کړې وی.

  2. ملکه یا پاچا د انګلستان نه علاوه د نورو 15 هېوادونو لکه استرالیا، نوی زیلاند، کانادا او نورو ریاست هم کوي چې دا ټول د مشترک المنافع قلمرو یا » (Commonwealth Realm) په نوم سره هم یادیږي . د انګلستان پاچا یا ملکه د دغو هېوادونو عمومی حکمران یا ګورنر ټاکي چې د دغو هېوادونو عالیترین رسمي مقام او د ملکي یا پاچا استازی بلل کیږي . پدې ګروپ کې لاندې هېوادونه شمال دي :
    United Kingdom, Antigua and Barbuda, Australia, the Bahamas, Barbados, Belize, Canada, Grenada, Jamaica, New Zealand, Papua New Guinea, Saint Kitts and Nevis, Saint Lucia, Saint Vincent and the Grenadines, the Solomon Islands and Tuvalu. These are known as the ‘Commonwealth Realms’.
    پاته د نه وي چې د بریتانیا ملکه یا پاچا د 56 مشترک المنافع هېوادونو د اتحادیې یا (Commonwealth of Nations) رئیس هم وي او دا هېوادونه عبارت دي له : جنوبي افریقا، سنگاپور، قبرس، کامرون، کنیا، نیجریه، هند، پاکستان، اوگاندا، مالزیا ، جامائیکا ، بنګلدیش ، انتیګوا او باربادوس ، باهاما ، بلیز ، بوتسوانا ، دومینکن ، فیجي ، استرالیا ، کانادا ، ګامبیا ، ګرانا دا ، ګانا ، ګویان ، کریپاتي ، لوسوتو ، مالیزیا ، مالدیو نامیبیا ، موریس ، نائورو، نیو زیلند ،پاپوا ګینه نو ، رواندا ، ساموا ، سیشل ، سریلانکا او نورې پخوانۍ مستعمرې .
    که څه هم د دغې اتحادیې غړی هېوادونه نسبتا مستقل حکومتونه لري ولي د ګډو او عمومي ګټو او ارزشونو په اساس سره هم غږی دی او د انګلستان شاهي دولت پردوی خورا زیات اثر لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب