جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهبلوچ وسله والو پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

بلوچ وسله والو پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) ‏بلوچستان کې د پاکستان ضد وسلوالې ډلېو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې صوبې په نوشکۍ سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکز د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه.

دغه برید تېره شپه ناوخته د پاکستاني ځواکونو د مرکز په دروازه کې په ځانمرګي پسې پیل شو.

ورپسې درې وسلوال د سرحدي ځواکونو مرکزي دفتر ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.

په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونه دا برید مني، خو خپل لور ته اوښتې مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.

تر دې پېښې مخکې پرون د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په څلورو سیمو کې برید شوی و.

د یوه بل خبر له مخې د پښتونخوا په کورمه کې  وسلوالو بېګا شپه د پاکستان د پولیسو پر تاڼه برید کړی چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

د سیمې ځايي چارواکي د دې پېښې تایید سره وايي چې ځوابي برید کې یې څلور وسلوال هم وژلي دي.

برید د منځنۍ کورمې صدې ته څېرمه په څینارک کې د پولیسو پر تاڼه شوی دی.

د پاکستان ضد  وسلوالو یو غږ خپلو ملګرو ته لېږلی چې پکې ادعا کوي تاڼه یې نیولې او د پولیسو شل میله سپکه وسله په لاس ورغلې ده.

دوی خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا هم ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کب/ اجمل پسرلی

ګرد/ ا جمل پسرلی