جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+نکلونو کې تاریخ | استاد شهسوار سنگروال

نکلونو کې تاریخ | استاد شهسوار سنگروال

 دويمه کيسه
!بيا هم باچاخان
د ډیورنډ کرښه د انګریزانو له خوا نازل سوې سرطان دانه ده او یوه ورځ د پاکستان له جوړېدو وروسته، د پاکستان صدر اعظم لیاقت علي خان، پاچا خان (غفار خان ) ته داسې یوه غوږوهنه وکړه:
د پاکستان لومړي وزیر لیاقت علي خان په ۱۹۴۸ع کال د مارچ په پنځمه نېټه د یوشمېر وکیلانو ډلې ته په ډېرې بېباکۍ او بېشرمۍ وویل، «ایا پښتون د یوه هېواد نوم دی او که دیوه جمېعت نوم؟
خو باچا خان د ده د پوښتنې په ځواب کې ووېل، پښتون د یوه جمېعت نوم دی، خو موږ غواړو چې د پښتونستان په نوم د یوه هېواد بنسټ کېږدو …
 په ۱۹۷۵کال یوه پنجابي خبریال له ولي خان نه وپوښتل، په لومړي سرکې مسلمان یې که پښتون، یا پاکستانی …؟ ولي خان په ځواب کې وویل ،شپږ زره کاله کېږي، چې پښتون یم، زرکاله کېږي چې مسلمان او یوازې ۲۱ کاله کېږي چې پاکستانی یم.
اوس هغه شمېر پښتانه، ان د نیشنل عوامي ګوند غړي داسې څرګندونې کوي چې د پنجابیانوپه اصطلاح « د پنجاب زمري رنجیت سنګ!؟» چې پېښور ونیو، له هماغه وخته له افغانستانه بېل شو !؟ ولې حقیقت دا دی، لکه راجیو دوګرا چې پخپل کتاب Durand,s curse کې یادونه کړې ده، دوزیر اکبرخان او درنجیت سنګ د نامتو قومندان هریسنګ ترمینځ چې کومه جګړه په ۱۸۳۸کال د اپریل په ۳۰مه د جمرود په کلا کې پېښه شوه، چې په پای کې هریسنګ په ډېرې بدرنګۍ ووژل شو. (وګورۍ۴۱ مخ )او بیا کله چې امیر دوست محمد خان د پنجاب د سکانو پر وړاندې دجهاد اعلان وکړ، خو دانګریزانو په ملاتړ رنجیت بیا ځان پیاوړی کړ.
انګریزانو له یوې خوا پنجابیانو سره اړیکې ساتلې اوله بلې خوا ورته د افغانانو دریځ هم څرګند و اولا کله چې انګریزانوولیدل محمد اکبرخان د پنجاب سکانو ته ماته ورکړه نوبیا برنس د ننګرهار مملې په باغ کې وزیر محمداکبر خان ته سترګې په لار و،چې دده دلیدلو افتخار تر لاسه کړي .
د محمد اکبر خان تربره باچا خان وېل ،زه پښتونستان جوړوم،خواوس پاکستان دپښتنوځپلو پسې راخستې او وروستۍ درې لسیزې یې په پښتنوکربلاجوړه کړې ده ،اسراییل چې کوم ظلمونه په فلسطینیانوکوي،همغسې دپنجاب واکمنان یې له پښتنو سره کوي اوپه لسګونو زره پښتانه یا تري تم دي،یامړه دي اویاهم بندیان…
پښتانه ځوانان،په ځانګړې توګه د وزیر ستان اتلان ، د پاکستان استخباراتو،اې اس ای ته وایي، ددغونادرکوکسانو ،یایې موږ ته هدیره را وښيې اوهم یازندان …ولې دباچاخان سیاسي میراث خواران له پنجاب سره په یوه خوله، پښتانه ځپي،ښځې اوماشومان له مینځه وړي.(چې ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي)
تربلې کیسې مو په چښتن تعالی سپا رم ښه وخت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب