شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیو اماراتي شرکت د افغانستان پر هوايي صنعت ۳۰۰ میلیون ډالره پانګونه...

یو اماراتي شرکت د افغانستان پر هوايي صنعت ۳۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د متحده عربي اماراتو یوه شرکت د افغانستان پر اسمان د هوايي ترافیک د مدیریت په اړه موافقه لاسلیک کړه.

د العربیه د انګلیسي ویبپاڼې د راپور له مخې، دا موافقه نن په داسې حال کې لاسلیک شوه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې یو وار بیا نړیوالې الوتنې پیل کړي.

سره له دې چې د کابل له هوايي ډګره ځینې الوتنې بهرنیو هیوادونو ته کېږي، خو خورا ډېر کار ته اړتیا ده چې مهم هوايي شرکتونه افغانستان ته او له افغانستان څخه الوتنې پیل کړي.

د کابل د هوايي ډګر، چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو د واک ته رسېدو او د بهرنیو پوځیانو د وتلو په مهال زیانمن شوی، بشپړه فعالېدا د افغانستان د ویجاړ شوي اقتصاد د ښه کېدو لپاره ډیر اهمیت لري.

نن (پنجشنبه) د ابوظهبي (GAAC) کمپنۍ یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې تمه ده مهم هوايي شرکتونه افغانستان ته بېرته الوتنې پیل کاندي.

د دې موافقې پر اساس به جي اې اې سي شرکت په ۱۰ کلونو کې د افغانستان په هوايي صنعت کې تر ۳۰۰ میلیونه ډالره زیاته پانګونه کوي.

د جي اې اې سي شرکت د سیمه ییز ريیس ابراهیم معروفي په وینا، دا موافقه به دوی ته اجازه ورکوي چې د افغانستان هوايي مسیرونه د نړیوالو الوتنو لپاره د کار اخیستو جوګه کړي.

اماراتو سره بل تړون؛ملا برادر: د هوايي چلند مخکيني تړون د هېواد اقتصاد ته ګټه وکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب