Homeخبرونهاماراتو سره بل تړون؛ملا برادر: د هوايي چلند مخکيني تړون د هېواد...

اماراتو سره بل تړون؛ملا برادر: د هوايي چلند مخکيني تړون د هېواد اقتصاد ته ګټه وکړه

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې اوولسمه)‏‏ د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د عربي متحدو اماراتو د ګاک (GAAC) نړیوال شرکت مسئولینو نن، د طالبانو د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په موجوديت کې، “الوتکو ته د هوايي لارښوونې خدمتونو او انکشاف” قرارداد لاسليک کړ.

ملا برادر اخند په دې غونډه کې وويل: څو موده مخکې مو د متحده عربي اماراتو همدغه شرکت سره د درېیو مهمو هوايي ډګرونو (کابل، قندهار او هرات) د ځمکني خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ، چې په پایله کې یې افغانستان ته ځینې نړیوالې الوتنې بیا پیل شوې او تر یوې اندازې یې د هېواد پر تجارت او اقتصادي ودې مثبت تاثیر درلود.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر وویل: الوتكو ته د هوايي لارښوونې خدمتونو انکشاف او په هوايي ډګرونو کې د ځینو خدمتونو چمتو کول؛ هغو الوتکو ته چې د افغانستان له فضا څخه تېرېږي او یا په نړیوالو هوايي ډګرونو کې ناسته کوي، په نړیواله کچه د خدمتونو وړاندې کول؛ د الوتکو خوندیتوب، د عبوري الوتنو د عوایدو سرچینې بیا پرانیستل کېدل او د هېواد په هوايي ډګرونو کې د معیاري خدمتونو وړاندې کول، د دې پروژې مهمې موخې وبللې.

طالب چارواکو له ډېرو جزییاتو پرته ویلي، په دغه قرارداد کې د دواړو لوریو ګټه په پام کې نیول شوې او تر راتلونکو ۱۰ کلونو پورې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...