پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغان مېوو لسګونه موټرې ودرولي

پاکستان د افغان مېوو لسګونه موټرې ودرولي

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې اوولسمه)‏‏ پاکستاني چارواکو د افغانستان پر تازه مېوو د ګمرکي تعرفې له زیاتولو سره د دغو میوو لسګونه موټره ودرولي،چې د د مېوو د خرابيدو سبب کیږي.

پاکستاني رسنيو د دغو موټرو د ودرولو ځای چمن ښودلی او ویلي،چې تر نا معلومې مودې ورته د نه مخته تلو امر شوی.

د پاکستان ډاون ورځپاڼې په یوه راپور کې راغلي،چې د پاکستان حکومت د افغانستان د تازه مېوو پر هر ټن د ګمرکي تعرفې لګښت له ۲۰ زرو کلدارو څخه ۹۵ زرو ته پورته کړی دی.

پاکستاني رسنيو ويلي،چې په درول شویو موټرو کې انګور، انار او نورې مېوې بار دي او د ژر خرابیدو اندیښنه ېې موجوده ده.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې طالبانو څه موده مخکې پاکستان ته د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د صادراتو زمینه برابره کړه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي ویلي وو،چې پاکستان د دغه کار په مقابل کې افغان توکيو ته پر خپلو سمندري لارو هندوستان ته د صادریدو اجازه ورکوي.

ښاغلي متقي او نورو طالب چارواکو د ځمکې له لارې افغان توکيو ته د پاکستان د ورته پرله پسې مزاحمتونو په اړه څه نه دي ويلي.

4 COMMENTS

  1. جناب وزیر
    دی ځناورو ته عکس العملِ بالمثل په کار دی،او که حکومت کول غواړی ،او غواړی چې بیا زموږ د مومنانو میوه او نور صادرات ،فاسد نشی ؛یو با صلاحیته متخصص هیئت ورته وټاکی،چې دا مشکل ،جذری حل شی ،د ملت خدمت په یارانه مه قربانوی،د ملت خدمت قانوڼ او تخصص غواړی ،او که نه خپه کیږی دا وزارت مولوی متوکل یا مولانا ضعیف یا د جهاد اعظم ـ جهاد د متجاوز
    شوروی په وړاندی ـ پاکو مجاهدینو ته وسپاری،تا به اوریدلی وی ؛ من اصبح و لم یهتم بامور المسلمین فلیس بمسلم حدیث شریف
    د خلکو امنیت،د سر و مال ساتنه او تجارتی سالم روابط جوړول د نورو سره دا د حکومت کار دی ،د تاسی د جنګ او جهاد یو کال ـ غیر مسئول واجب الاحترام سرپرستی ـ اجر پدی دنیا ډیر دی،نور لطفا
    امانات، اهل ته یی وسپاری ،دا جاهلانه استخباراتی انحصاری تعییناتو له شر نه دِ الله بندګان او نعمتونه یی وژغوری ،دا به د نفس او جهالت پر وړاندی ،اعظم جهاد وی۰
    و ما علینا الالبلاغ

  2. ممکن افغان وولس د نړۍ د معدودو وولسونو څخه وی چی د خوږو او ښکلو مېوو د درلودلو سره سره د وولس ډیره برخه د مېوې د نعمت د خوړو څخه بې برخه ده البته دا کار ډیر علتونه لری چی یو علت ئې د باغدارانو حِرص او آز ګڼل کیږی که نې د همدې تولید سوو میوو لسمه برخه هم چی د صدقې یا زکات یا مالئې یا خیرات یا مرستی په نوم پر عام وولس وویشل سی نو د خلګو حَلق به لږ لوند سی.
    بله خبره دا ده چی د مېوې تجار باید اول د لیږد او صادراتو شرائط مطالعه او تر بشپړ اطمنان وروسته د میوو صادرات پیل کړی.
    پاکستان خپله د سختو اقتصادی ستونزو سره مخامخ دئ او نه غواړی چی د هیواد پانګه ئې د افغان تجار جیب ته ولوېږی ( البته نور پلید اهداف هم لری ) نو ځکه د مېوې د ورود شرائط ئې سخت کړی دی څو افغان تجار د میوې د لیږد څخه په شا سی.
    دا به ډیر د افسوس او خواشینۍ حالت وی چی په موټرو کی پرته مېوه نه د افغان بیچاره ګېډی ته ولویږی او نه د پاکستانی ګېډی ته او نه حتی د ایسته غورځولو په صورت کی د هوا د مرغانو په برخه سی او د تجار ډیوالی توب ئې بله بده پایله.

  3. زما معزز ورور غ ۰ حضرت صاحب
    السلام علیکم و رحمت الله۰
    زموږ تر ټولو ښه اجر ورکوونکی رب دِ کامل اجر درکړی،چې زما لیکنه مو پر خپلو دینی،علمی او اخلاقی لیکنو تکمیلوی،او دا د اخوت حق په ښو الفاظو،ښه تحلیل او عالی استدلال تر سرٙ کوی۰
    رښتیا هم عشر او زکات غوندی فرایضو ته نوره هم جدی پاملرنه پکار ده،او اضافه لدی نه صدقاتو ته
    توجه تر پخوا ډیره پکار ده ځکه د غربت ګراف صعودی شوی ،خوار ځواکی زموږ میلیونونه وطنوال ځپلی ؛کوڼډی ،یتیمان ،معیوبین او معتادان هم له شمیر وتلی،نو توان لرونکی باید په خپلو خالصانه
    صدقاتو دِ الله رحمت جلب کړی۰
    باغ لرونکو او کروندګرو ته موو ښه لارښوونه کړی ، خو که خادم با کفایته حکومت ولرو،باید د ټول ملک لپاره کروندیز پلان ولرو ؛ کوم ولایت کی ،څه شی او څومره وکرل شی او په کومه اندازه ،چیرته
    صادر شی، خو بیا هم دا کارونه متخصصین غواړی او یوازی یوه محلی مدرسه دا کار نشی کولی

  4. ډیر محترم او د سپیڅلی احساس خاوند ډاکټر همت صاحب!
    وعلیکم السلام.
    د خلګو خبره تاسی همیشه ما ته د 《 ناز 》《خجالت 》 را کړیدئ چی البته دا ستاسی د اخلاص او تواضع نښه ده، الله پاک مو د هر ګران وطنوال په شمول خوښ او سر لوړی ولره.
    بلی؛
    د سلګونو ټنو میوې د احتمالی یا حتمی فساد او ایسته غورځولو د ګناه او جرم مسئولیت به د تجار او طالب چارواکو او پاکستان پر غاړه وی. دا انسانی او اقتصادی او عاطفی جرم د اغماض او بخښنی وړ نه دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب