موبایل یې وشرنګېد. زنګ له خارجه و:
ـــ هلو، هلو
ـــ خورکۍ سلام؛ ودې پیژندلم؟
سولیدلی جارو د خوني پر خاورین غولي ولوید څرپ یې شو. ښځه د کوچنۍ کړکۍ خیرنو ښیښو ته ودریده، مبایل یې په غوږ پوري کلک و نیو:
ـــ علیکم لالاګله؛ بلا دي واخلم، وروسته له ډیره وخته.
ـــ ها ها ها، بیا په ګیلو سر شوې، دا غږ دي ولي داسي ستړی دی؟
ـــ له هاغه مخکیني کوره یې په مخه کړم، دا اوس مې څوَري او خوړتونګي تر دروازه را ننه ایستل:
ـــ په یوه ځای ټیک نه درځي، بیا ولي؟
ښځي په دالان کې سپیرو صندوقونو او کوړه غوټو ته و کتل، تر خوله یې سوړ اسویلی ووت:
ـــ د کور خاوند کرایه لوړه کړه، د دوو لاسو خواري نه ورته بسیېدله، له مجبورۍ را بار شوم.
ـــ ښا، ځه سم کار دي کړی دی… هو رښتیا دښځي نړیواله ورځ دي مبارک شه.
ـــ ښځه او ورځ یې، لالا ولي مې ځوروې.
ـــ لیونۍ داسي مه وایه، په دې کال دوولس میاشتو کې خو به یې یوه ورځ حق کیږي.
ـــ لیونۍ نه یم لالاګله. ښځه چې د خپل خدای بښلي پلار په هډ کې حق ونه لري، نو د نارینه وو په ورځو کې یې د ورځي حق له کومه شو.
د سړي غږ دروند شو:
ـــ بیا دي څه ډنګا ده، د پلار له هډه دي منظور څه ده؟
ـــ کلي ته تللي وم. خبره شوم چې د پلار هډوکي دي یومخ بیباد کړي دي. دالته دي بنګله ورباندي اخیستې. له حقه که مې منکر یې، تر غوږ خوبه دي راتیروله، پلار خو موسره ګډ و.
ـــ سمه لیونۍ یې والله. اول خو د پلار میراث د نارینه اولاد کیږي، دویم له تا پرته کومې بلي پښتنې هم په دې باره کې ورور ته خوله ور اچولې ده؟ د بل د خولې خبرې مه را ته کوه.
ـــ هو نو، چې حق مې نه منې، خامخا به مې لیونۍ بولې او خوله به مې په بل چا پورې تړې.
سړی لکه له واکه چې ووزي، غږ یې جګ شو:
ـــ سپین سترګې! چا ویل خور مې یې؟ له حق سره دي مخ پرته شه، بیا دي دا بدرنګه غږ وانه ورم.
ـــ وئ لالاګله؛ دا څه وایې؟ هلو، هلو، هلو…
پای