جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېد هرې ښځې تر ټولو ستره هیله | شمس الحق حیران

د هرې ښځې تر ټولو ستره هیله | شمس الحق حیران

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده، د نورو ټولنو په څېر موږ ته هم ښځې ایله تر همدې ورځې رایادې شي او په اړه یې د څه لیکلو لپاره قلم راپورته کړو، د ښځو د حقونو په شعارونو د ښار لوحې او دېوالونه ښکلي کړو او د رسمي او نارسمي نمانځغونډو لپاره یې هلې ځلې وکړو. خو د ښځو د مقام او حقونو کیسه د مارچ له اتمې ډېره وړاندې پیلېږي، له هغې ورځې پیلېږي چې د بي بي حوا په موسکا د ستړي آدم علیه السلام تنده ماتېږي، ژوند سره مینه یې زړه کې راټوکېږي او په دې خاورینه کره د انسانانو له لومړي نسل د پښو خاپونه تر شا پاتې کېږي. په کومه ورځ چې ښځې په دې خاورینه نړۍ ګام کېښود د ژوند له ټولو اړخونو یې د یو رنګۍ او ویروونکې خاموشۍ توره پرده ټوله کړه او د نارینه د هیلو، آرمانونو او خوبونو تعبیر شوه. ښځې ته خدای پاک عاطفي ځواک او عالي احساسات ورکړي او د خیال مارغه یې تر هغه ځایه الوت کولی شي چې هلته د نارینه د خیال د مارغه وزرې سوزي او همدا ده چې نارینه د ښځو د مهربانۍ او عاطفې مقام ته د درناوي لاس په سینه ږدي.

پر دې نړۍ د ښځې وجود زموږ پر بابا آدم علیه السلام او ټولو انسانانو یوه لویه الهي پېرزوینه ده. خدای پاک ښځو ته د جذابیت، خیال، عواطفو، احساس، لوړ درک او ښکلا یو داسې ځواک ورکړی چې بشري ژوند ته شور او نور بښي او له روزګاره د ستړي نارینه پر وچو شونډو زړه وړونکې موسکا راولي. نارینه که ماشوم وي، که ځوان وي، که د پاخه عمر خاوند وي، که سپين ږیری وي، که د ګور په څنډه ولاړ وي، که ژوندی وي او که مړ وي: په ټولو حالاتو کې د یوې ښځې تکیې، لاسنیوي او دعا ته اړ دی. دا تکیه یې مور او نیا، مېرمن او خور، لوڼې، اینګورانې، لمسیانې، کړوسیانې او نورې خپلوانې وي. ښايي د همدغو عاليشانه اوصافو برکت به و، چې خدای پاک بي بي حوا د آدم علیه السلام لپاره خلق او د یوازیتوب د شېبو ملګرې کړه او زموږ د کورونو د جبر او شخړو د تیارو فضا زړه یې د ښځو د شتون په رنګینو ډېوو روښانه کړ.

 ښځې له آره سوله پالې او آرامې وي، له جګړو او نښتو کرکه کوي، انسان لاڅه چې؛ آن د یوې مرغۍ په مرګ یې هم له سترګو اوښکې بهیږي او د زړې ونې د وچو ښاخونو په ځاله کې یې د یتیمو بچیانو په درد کړېږي. دا خو یې له طبیعت او فکر بیخي لرې او نادره خبره ده چې خدای مه کړه د انسان په قتل او وژنه دې لاس پورې کړي یا دې د نورو له خوا د بني آدم د قتل لپاره توجیه او پلمې ولټوي. موږ ټول په ژوند کې د ښځو د مهربانیو او مینې پوروړي یو. یو وخت ماشوم وم، خو دومره هم نه چې د هغه مهال پېښې مې دې هېرې شوې وي، کله به چې زلزله شوې وه، یا به جګړه شوې وه، یا به په هغه ورځ کلي کې څوک مړه شوي او یا به کومه بله ټکه رالوېدلې وه؛ زه به د شپې خوب کې ډارېدم او چیغې به مې وهلې، مورجانې به مې خپلې سینې ته ورجوخت کړم او ویل به یې زما ګلالیه زویه، قربان دې شم، مه ډارېږه دا دي، زه درسره شته یم، پر ما لاس واچوه، هله، ته لږ رانیږدې شه، یوازې خو نه یې، زه درسره یم، نور هېڅوک هم نشته، آرام اوسه، زما زړوره او اتله زویه! او بیا به د خوږو کلمو په دې طلايي تار کې د اللو، للو، للو، خوږې کلمې هم وپېيل شوې. ما به چې د خپل ژوند او خوبونو د آرام فرښتې (مورجانې) دا غږ واورېد، فکر مې کاوه چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن انسان راسره دی، اوس به نو پټې او ښکاره بلاوې او دېوان ټوله په مخه کړي، زموږ د کلي تر بر کنډو به یې واړوي او دومره به یې وډار کړي چې بیا هېڅ وخت زموږ د کلي خوا ته د راکتو او ماشومانو وېرولو جرئت هم ونه کړي. هماغه وو چې د خوب مهربانې غېږې ته به بېرته ستون شوم. 

کله به مې چې کومه ازموینه، سفر یا ستونزمن کار و، په ځلونو مې لیدلي چې مور او خویندو به مې زما لپاره د تجهد لمونځونه او اوږدې دعاګانې کولې، زما د خوړو او سفر لپاره به یې ټولې آسانتیاوې برابرولې، که به بریالی شوم، تر ما زیاتې خوشحالېدلې او که به پاتې راغلم، نو د صبر او لازیاتو هڅو سپارښتنې به یې راته کولې. شکر دی، دا چاره لاهم دوام لري. په ټولګي کې به چې اول نومره شوم، مور، نیا او عمه ګانو به مې د شکرانې سجدې کولې او زما په تندي به د مچوګانو وار نه کېده. ښايي تاسو ټولو هم داسې څه تجربه کړي وي، د دغو ټکو یادول هسې تکراري چاره درته ښکاره شي او د مور، نیا او خویندو مسوولیت یې وبولئ؛ خو زه وایم همدا د ژوند په وړوکو ټکو او ښېګڼو تمرکز دی چې د خپل ژوند له رنګ، خوند او نور مو خبروي. همدا د مینې، مهربانۍ او موسکا تر شا د ښځینه و سپېڅلو عواطفو ته توجه ده چې موږ د هغوی په عظمت قایلوي او په کورني، کاري او زده کړه ییز ژوند کې ښځو ته د درناوي درس راکوي. همدا د مور او خویندو مینه او مینه ناک چلند دی چې موږ ته رایادوي چې هره ښځه یو انساني شخصیت او وقار لري او د یو چا د خور، مور، لور او مېرمن خطاب ورته کېږي.

 له بده مرغه انساني ژوند تر اوسه هم د قدرت او قوت په فورمول مخ ته ځي، د ځنګل د قانون په څېر، هر زورور کمزوری له ستوڼي تېروي او هر کمزوری د غښتلي انسان په مخ کې له وېرې د پاڼې غونډې رپېږي. د دغه فورمول لومړی او ستر مصداق د نارینه او ښځينه و ګډ ژوند دی. له ځينو استنثاأتو پرته، په پرمختللو او عصري ټولنو کې نور نو دغې زړې فورمولې خپل ځواک بایللی او برعکس؛ درناوي، د ښځو هر اړخیزې ځواکمنتیا، انساني مقام ته یې ارزښت ورکولو او په زده کړو، کار او ټولنیز پرمختګ کې د ښځو فعالانه ګډون یې ځای نیولی دی؛ خو  افغانستان غوندې وروسته پاتې او دودیزو ټولنو کې ښځې لاهم له پراخ کورني او جنسیتي تاوتریخوالي کړېږي، دلته لاهم ښځو ته د دویمه درجه انسان په سترګه کتل کېږي، فکر، نظر، ذهن او کړنې یې د رواجونو په تورو زولنو تړل کېږي، هر ګام چې ږدي، د لسګونو حریصو نارینه و مړې سترګې ور اوړي او د عار، ننګ، شرم او عزت په نوم یې د ژوند ټول رنګونه پيکه کېږي، له زده کړو او پرمختګ څخه محرومېږي. 

افغانستان کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د وروستۍ سروې له مخې ښځې زموږ د هېواد د نفوسو کابو ۵۱ سلنه جوړوي، له دې جملې کم شمېر یې زده کړې لري، د لوستو ښځو له جملې هم، ایله نیمايي برخه یې کار کوي او هغوی چې ټولنه کې د مثبت او رغند بدلون ځواکمنه روحیه او انرژي لري؛ شمېر یې خورا کم او د چا خبره په نشت حساب دی. دا ټول ارقام ښيي چې دلته لاهم د ښځو حقوقو ته د یوې غربي پروژې په سترګه کتل کېږي، د رواج او ناپوهۍ په زولنو تړلو ښځو د خلاصون، زده کړو او کار لپاره هر اقدام باندې بهرنۍ ټاپې لګېږي او په ځينو مواردو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارز نارینه د بې غیرته او بې همته په القابو هم نازول کېږي، خو زه په دې په اند یم چې دا ډول قضاوتونه ناسم دي. راځئ له انقادي تفکر کار واخلو، له پروژې، دیموکراسۍ، عصریتوب، غیرت او بې غیرتۍ ورآخوا، د ښځو په وړاندې خپلو انساني او اسلامي مکلفیتونو ته ځير شو او باور ولرو چې له موږ به لومړی د خپل وجدان په محکمه کې او بیا به د محشر په سخته ورځ د لوی خدای په مخ کې د ښځو پر وړاندې د هر ظلم، تيري، تاوتریخوالي او ناروا کړنو له کبله پوښتنه کېږي. راځئ د ښځو خدای ورکړي حقونه په رسمیت وپېژنو او له زړه ورته درناوی وکړو. راځئ لومړی خپلو خویندو، لوڼو او میندو ته د تعلیم زمینه برابره کړو، خوندي تعلیمي چاپېریال ورته برابر کړو، اړتیاو ته یې رسېدنه وکړو، مدرسه، کورس، ښوونځی او پوهنتون پرې ولولو، نېک چال چلند ورسره وکړو او وروسته یو خوندي کاري چاپېریال ورته برابر کړو چې له استعداد او وړتیاو یې د ټولنیز مثبت بدلون لپاره کار واخیستل شي. په یاد ولرئ، زموږ هر ناسم قضاوت، بهتان او بد چلند د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، ګناه او د مثبت او سالم ژوند پر وړاندې یو لوی خنډ دی. که ځان مو اصلاح کړ، نړۍ به اصلاح کړو. د خپلو خویندو میندو په هکله، له پورتنیو هڅو وروسته په پوهنتون، بازار او کاري چاپېریال کې هر هغې ښځې ته درناوی ولرو چې موږ ورسره مخ کېږو، هغوی ته له هر ډول آزاروونکو خبرو، اشارو، طعنو، پرزو، ریشخند او پسخند څخه ځان وساتو، حتی که نورو کسانو زموږ په شتون کې داسې کار کاوه، مخه یې ونیسو او سمه لار ورته وښایو. اصلي مردي او غیرت همدا دی چې د بل خور او مور خپله خور او مور وبولو، په فیسبوک او حقیقي ژوند کې ضرر ورته ونه رسوو، سپکې سپورې خبرې او آزار رسوونکي کلمات ورته ونه کاروو. 

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دا حدیث شریف تل په یاد وساتئ، چې فرمايي: “لاَ يُؤْمِنُ أَحَدَكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيْهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ”(متفق عليه). ژباړه: له تاسې څخه هېڅ یو د پوره اېمان خاوند کېدای نشي، تر څو هغه څه چې د خپل ځان لپاره یې خوښوي، هغه د خپل ورور لپاره هم خوښ کړي .

د دې حدیث شریف یو لوی مصداق هم دا دی چې موږ هماغسې لکه د خپلې مور او خور لپاره چې له درناوي او شرافت ډک ژوند خوښوو، د نورو د خویندو میندو او لوڼو لپاره هم همداسې ژوند خوښ کړو، لکه خپله آبرو او عزت چې راباندې ګران دي، د نورو آبرو او عزت هم په همداسې درنه تله وتلو. د نورو خویندې میندې خپلې خویندې میندې وبولو، ویې نه غولوو، آزار او اذیت ورته ونه رسوو، دوکه او فرېب ورنکړو، په دروغجنو ژمنو یې ژوند تباه نه کړو، د عزت او شرف له پولو یې ونه غورځوو او بې مانا اشارې او سپکې سپورې او ښکنځلې ورته ونه وایو. تر ټولو مهمه دا چې د هغوی د زده کړو، حقوقو او ژوند پر وړاندې خنډونه او ننګونې رامنځته نه کړو او له دې خو ځان بیخي په کلکه وساتو چې خدای مه کړه هغوی ووژنو یا یې ټپي کړو. 

ښځو د هرې ټولنې په پرمختګ او تمدن کې ستر رول لوبولی دی، که موږ هم د خپل ګران هېواد افغانستان د متمدن او پرمختللي سبا لپاره کار کوو، باید ښځې د دې تمدني یون د یوې پیاوړې برخې په توګه وپېژنو، په وړتیاو یې باور ولرو، د استعدادونو د غوړېدو او ځواکمنتیا لپاره یې اړین شرایط برابر کړو او حساب پرې وکړو. د هرې ښځې تر ټولو ستره هیله دا وي چې د هغوی (ښځمنتوب) یا جنسیت ته له پام پرته، هغوی ته د یو انسان په سترګه وکتل شي او هماغسې چلند ورسره وشي لکه له یو قدرمن او باعزته انسان سره چې کېږي. په دې هیله چې موږ ټول دا درسونه زده او په خپل ژوند کې عملي کړو. په دې توګه به، یوه ورځ افغانستان کې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او موږ به یوه پوهه، متمدنه او د پرمختللي ژوند په معیارونو برابره ټولنه ولرو. رښتیا په تلو تلو کې تاسو ټولو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وایم، هیله ده دا ورځ له خپلو کورنیو او ملګرو سره په مینه ونمانځئ. ژوند مو خوږ اوسه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب