همت عمرزوی
د ادب اصلي تکیه ځای د خیال ورېښمېن وجود دی. که خبره روښانه کړو نو ویلای سو چې ادب پرته له خیاله هنر نه سي هست کولای. د هنر تولد یوازې د ادب له غېږې څخه نه ږېږي بلکه د ژوند په پراخ ډګرکې نور اړخونه او عوامل هم سته چې د هنر وجود ته ساه ورکوي، اما مونږ دلته ځکه د بحث محور ادب وټاکی چې د ادب له یو لوی استاد او هنرمند ادیب سره مو کار دی، مونږ غواړو چې د یو داسې چا په باب شننه وکړوچې زمونږ د ادب د ملي ماڼۍ کابو لویه برخه پرې سامانه او ودانه ده.
ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی یادوو، هغه پسرلی چې زمونږ د معاصر ادب لوی خدمتګار او هنري فنکار دی، طبعا” مونږ له نېکه مرغه د پښتني ادبي جهان په چارچاپېر کې لوی لوی ادیبان او د یاد وړ پوهان لرو خو د استاد ادیبانه اوملنګانه حضور د دې برخې د لا درنښت او لاپایښت متفاوت سبب سو. د شلمي مېلادي پېړۍ افغان ملي ادب ډېر بختور او په معنا منور دی چې د استاد پسرلي په څېر داسې رښتینی ادیب يې ودرلود. دی زمونږ د پښتون ادبي ماحول د رنګ او شرنګ هسک تاج دی. د دې زمانې ادبي بهیر د ده په اغېزمن او قدرمن شتون ویاړ کوي او زمونږ د فکرونو سترګي به تل د استاد د هنري هستۍ پر پتمنې او ارزښتمنې دنیا متمرکزې او ځيرمنې وي.
د استاد پسرلي په ادبي_هنري دنیا کې زمونږ له پاره کوم څه مهم او د اخذ وړ دي؟
ځواب: زمونږ د فکري، شعوري او ادبي ودي لپاره په اصل کې خپله د استاد پسرلي معنوي شتون مهم او اړین دی، زمونږ د ادبي دنیا د پرمختیا اوسمبالتیا لپاره د استاد راپاته درسونه او اخستي قدمونه اړین او حیاتي دي. که مونږ یوازې د مرحوم استاد پسرلي د ادبي، فرهنګي او مطبوعاتي کار او کردار پر پایلو فکروکړو نو د یادو برخو د خوځېدا اوغوړېدا الهامونه اوپيغامونه ترې اخستلای او زده کولای سو. استاد په عمل کې ثابته کړې چې ځان خوښی نه و، د مادې اوفایدي سره يې نه وه جوړه، شهرت يې نه دی غوښتی… اود شاعرانه خوی په درلودلوسره واقعي شاعر پاته سوی دی. استاد د ادبي کار په ساحه کې د ادبي_هنري کار د ترسره کولو لپاره ملي انګېزه ایجاد کړې ده، او دا انګیزه لا تراوسه مونږ ته د خوځون سېک راکوي. د نوي ادبي_ژورنالیستي چوپړ بنیادي خښته يې ايښې او اوس د وخت د غوښتنو سره همغاړې ادبي اومطبوعاتي کلاګاني پرې جګېږي او ابادېږي، دا لړی روانه ده اما! خو لري! خويې دا دی چې هغسې سامانه نه ده! استاد چې په ادبي کړیوکې کوم ښه اوپراخه نیت رامنځته کړی او دود کړی دی په خپل پخواني حالت او سوچه ماهیت نه دی پاته سوی. د ټولیز ادبي زیار اوکار هغه هوډ اوهاند اوس نسته، دا ولي؟؟؟
استاد د یادې دنیا پرهسکو، منورو،معنایزو منارونو د زرینو هنري سینګارتوکو ځلبلانده مشالونه وځلول، شغلې يې لاهم پرهیواد اوسیمه تاندې اوځلاندې دي، استاد چې د ادبي کار کومې زمينې طرح کړي دي لا تراوسه هم نوي اومهمي دي، مونږ ته د دې کار د دوام ښه فرصتونه لري. مونږ د ماضي دقیق درک د شته لیکلوتاریخي اسنادوڅخه کولای سو؛ د حال اوماضي پرتلنه له لاسوندې حافظې او اوسنۍ ځېرمنې مشاهدې څخه ترسره کولای سو. دا ټکی مې ځکه یاد کړ، چې د استاد پسرلي د ادبي هڅو شالید مونږ له شته یاداښتونو او د هغه وخت د ځینو همعصرو ادبي اوفرهنګي فعالانو له معلوماتو څخه ارزولای سو، ځکه مونږ د هغه مهال کتونکي نه یو، د هغه وخت د ادبي چاپریال او روان بهیر څخه چې استاد پسرلی د محوري اومرکزي کرکټررول پکښې لوبوي زما اخستنه دا ده چې استاد او د ده بنسټيز ادبي، مطبوعاتي اوفرهنګي ميراث مونږته منفرِد اوبې جوړې دی. داپه دې دلیل وایم چې زما د اوسنۍ تجربې پربنا مي دا مهال په ادبي کړکیوکې هغسې خالص او بې ریا پاک نیت نه دی حِس کړی، هغه بې مادي موخو ژمنه او خوځېدنه ما نه ده لېدلې، هغه ټولیزه سوچه ادبي اومعنوي انګېزه بیا نه ده راټوکېدلې او هغه د ادبي جهان د شان اوشوکت سره متناسب چلند ما نه دی محسوس کړی. زه د استاد د جاویدانه تبحر راز د ده په نفسي ریاضت او روحاني منزلت کې وینم، دی ډېرښه توانېدلی دی چې په دغه لار کې وړ وجود صیقل کړي، یعني د انسان (هغه نور بلاوي) يې د نفسي تطهیر په کوثري اوبو پاک مینځلي او اِقناع کړي دي، او بیایې (زه) په صادقانه روحیه رام او آرام کړی دی. کله چې انسان د (زه) له تورې محدودې دایرې څخه د پراخ جهان په پهناور ډګرکې د فکرسترګې وغړوي او هلته د (انسان) په لویه دنیا کې د خپل خالق ج پر حقانیت له ټینګ باور سره جوخت د ژوند پرمعنا شعوري اوتفکري تجربه پخه کړي، نو ارومرو به لکه استاد پسرلی معنوي تلپاته هویت خپلوي.
پایله، لنډيز او وړانديز:
د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي ملنګانه شاعرانه روح دې ښاده وي. د شلمي مېلادي پېړی په اوږدوکې يې د ادبي کار یو بل ډول طرزاو بنیاد رواج کړ، د بل ډول څخه زما مطلب دا دی چې پرته له(زه) يې د معنا پرنړۍ د ځان له جهانه بهر د(انسان) د نېکمرغۍ، امن او سوکاله ژوند لپاره تخلیقي_ادبي هاند وکړ، او د دې غوره انساني هاند خواږه لا تراوسه د انساني معنوي لذت مسبب دي. مونږ نه دا چې د استاد د شوي کار پراسلوب غور نه دی کړی، بلکه هغه باب سوی ښه نیت چې نوموړي په دغي برخه کې رامنځته کړی اوپيل کړی و هغه موهم ونه پالی. وړاندیز دا دی چې د مخلصې میني په روحیه له (زه) څخه راووزو او د ادب د زینتي معنوي جهان پر ورېښمین ډګر مینه شیندونکي اغېزمن ګامونه اوچت کړو، راځئ چې لږترلږه دغه دنیا خو د (هغه نوروبلاوو) څخه پاکه وساتو.
په پېرزوینه اودرناوي