پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبنېچه، هنر او ښکلا | سلیم پاینده

نېچه، هنر او ښکلا | سلیم پاینده

د نېچه د اثارو یو لوړ ټکی، د هغه شاعرانه، زړه راښکونکی او کښلی هنرمندانه نثر دی. نېچه تر هر څه وړاندې هنرمن دی او د یو هنرمن په سترگه باید ورته وکتل سي. دا آندونه چې نېچه یوازې و يوازې نیهیلیسټ او انسان‌تښتېدونکی گڼي، زما په اند ناسمه او  له توپیري چلن ډکه ده. په دې مقاله کښې به د نېچه د ژوند ښکلي رنگ، له ژوند سره تلپاتی شوق او له ژوند نه د هغه د مثبت‌لیدنې انگیزه بښونکی اړخ، د ښکلا پېژندنې مفاهیم هغه چې نېچه د هنر په اړه کارولياو په ټوله کې د نېچه په فلسفي نړۍکې د هنر و ښکلا ځای ته ورگرځو.

د نېچه په اند، انسان د نړۍ یا هستۍ سرچینه، ترتیب یا جوړښت دی. دا انسان دی چې د خپلې ژبې او فکر په وسیله هستۍ ته کالبوت او نما ورکوي. ژوند په خپل ذات کښې له هر ډول حس او مانا خالي دی، د ژوند مانا یوازي هماغه ده چې انسان یې ور بخښي، له همدې کبله انسان د هستۍ په نړۍ کښې د حس او مانا سرچینه هم ده. دلته یوې عملي پوښتنې ته رسو: انسان څرنگه او له کومو لارو د ژوند همدا مانا چې په راتلونکي کښې د هغه د ودې او پرمختگ مسیر ته کمال او چټکتیا ورکوي، ژوند ته بخښي؟ په رښتیني توگه دا د هنر او خلاقیت لاس دی چې انسان ددې امکان پر مومي چې خپل وجود توجیه کړې او هغه ته مانا و مسیر ورکړي – دا هنر دی چې انسان بریالی کوي تر څو “لوړ‌انسان” ته تلونکې لار پیدا کړي.

سلیم پاینده

د نېچه په اند، ښکلا په کتو کې کښل سوې ده. انسان د ښکلا زېږونې سرچینه او عامل دی. انسان خپل ځان د نړۍ په هېنداره کښې گوري او خپله دروني ښکلا نړۍ ته را برېښوي. انسان خپل ځان ستايي او ویاړي يې. د نېچه په فکر کښې د ښکلا پېژندنې لومړنۍ رښتیا « د هغه له انده، یوازیني رښتني ارزښتونه، د ښکلا پېژندنې ارزښتونه دي» داسي بیانوي: “له انسان پرته، هېڅ څه ښکلي نه دي: د ښکلا پېژندنې ټوله پوهه په همدي ساده‌ تفکر کښې نغښتې ده” او په همدې ترتیب دوهمه رښتیا: ” هېڅ څه پرته له انسانه رزیل او شر اچونکی نه دي” نېچه خپل ځان ته په کتو، انسان ته لیکي: ” د قدرت د څړیکې او ږغ احساس یې، قدرت ته یې اراده، زړورتیا او غرور یې – په شرارت او ځېږتوب زوال او په ښکلا ډېرښت کوي. ” له دې برزخه کولی سو د نېچه په فلسفه کښې د ښکلا پېژندنې ریښې وستایو: “یوازې، د ښکلا پېژندنې ښکارنده ده چې هستي او نړۍ تر ابده توجیه کوي. ” 

نېتچه هغه شرایط چې هنر زیږوي یا یې ممکن کوي، پېژندلي دي: ” ددې لپاره چې هنر رامنځته سي، یو فیزیولوژیک شرط حتمي دی: “مستي او ولولې”. دا ولولې تر څه وړاندي باید د ټولې دستگاه حساسیت لوړ بوزي، که نه هنر به د کار څیز نه واوسي. نېچه له “فیزیولوژیک” وییې څخه په دې دلیل گټنه کوي چې نوموړی د روح او بدن د بېلوالي او دوه‌والي څخه د انکار درېځ پرې ټینگ وساتلی سي. د نېچه په باور مناسب بدني حالت د ځانگړي رواني حالت څخه ترلاسه کېږي؛ یاني د جسم و روان له یووالي څخه. له دې سببه د ښکلا پېژندنې ددې حالت بنسټیز تشکیلونکی عنصر مستي، سرشاري یا رواني وجد «د خوشباورۍ الهام» دی:  هغه الهام چې تر هر څه وړاندې د جنسي تحرک په وسیله ترلاسه کېږي – شهواني لذت د نېچه لپاره د ښکلا پېژندنې بنسټیز عامل دی – یا هغه الهام چې د نڅا، موسیقۍ یا نشې څه لاسته راځي. د قدرت د ډېرولو، سرشارۍ او مړښت اصلي ټکی له رواني جذبې او الهام څخه تر موږ رسیدلی دی. نو همدا حالت دی چې د انسان هنري اراده لوړه تللې: “په همدې ډول حالت کې [، د هنرمندانه کېدو ارماني حالت، ] انسان له خپلې سرشارۍ نه ټولو شیانو ته غنا بخښي: سترگې یې چې پر هر څه ولگي، او زړه یې چې هر څه وغواړي، هغه هر څه ټول ډک و ماموره، قوي او ماړه او له انرژۍ مالاماله ویني. انسان په همدې حالت کښې شیانو ته یو خارق العاده ډول څېره ورکوي، تر څو د هغه د قدرت هېنداره او – د کمال غبرگون سي. همدا د کمال پر لوري د یو بل  ډول/متفاوت کېدو او خارق العاده کېدلو اړتیا یاني – هنر. “

د نېچه په اند، هنر د طبیعت پيښې/ تقلید نه دي، بلکې خپله یو بشپړ متافیزیک دی چې د طبیعت لوړوالی او شان ممکنوي. هنر د انسان بنسټیز متافیزیکي لوبغاړی دی؛ هنر د بشر تر ټولو لوړ ترین کار او کړنه ده. د نېچه له انده هنر ډېر په زړه پوري او محسوس متافیزیک دی: “نړۍ یو هنري اثر دی چې خپل ځان پخپله زیږوي”.

د نېچه په تفکر کې د ښکلا پېژندنې حوزه د اخلاقي اصولو او ټولېز خرد څخه ډېره لوړه او پراخه مانا لري. له همدې اړخه نېچه له شوپنهاور او ارسطو څخه په تعبیر له هنره د حملې او گوزار شیره اخلي او مهمه لا دا چې له دیني روایته هنر ته دانگي: “د مسیحیت زده کړې او لارښوونې د نړۍ د ښکلاپیژندنې د ټولو تعبیرونو او توجیو پر وړاندې چې [تراجیدۍ زیږولو] ته وړاندې کيږي په ټکر کې دي، ځکه چې مسیحیت یوازې اخلاق دي او غواړي یوازې همدومره واوسي او هنر، هر هنر درواغ گڼي؛ میسحیت د خپلو وچو او تنگو قلمرونو سره د رښتیا ویلو او د خدای پر وړاندې د صداقت له لارې هنر نفي، رد او دا ډول قضاوت او محکوموي.” د ښکلا پیژندنې ښکلی سرمشق چې نېچه يې په ډېر ظرافت او نازکۍ د میسحیت یا مذهبي لیدلوري پر وړاندې د ژوند لپاره کاروي، د ډېرې ستاینې وړ دی. دلته د نېچه په فلسفه کې د هنر بنسټیز درېځ ته رسیږو؛ هنر د هېڅ او خالي‌ پر وړاندې ښېرازه غورځنگ دی: “هنر یوازینی ځواک دی چې د هرې هغې ارادې پر وړاندې دریږي چې ژوند نفي کوي، همدارنگه د مذهب پر وړاندې، د بودیزم پر وړاندې او د پوچتوب پر وړاندې تر ټولو لوړ مخالفت دی.”

نېچه د “د بوتانو غروب” کې وايي: “په هنر کې انسان له خپلځانه د کمال د یوې نمونې په ډول لذت اخلي” له دې بایته نو هنر د هستۍ لوړترینه خوښي او سرور دی؛ هنر د یوې نړۍ د خوښۍ او سرور بشپړه سرچینه ده. او نېچه د خوښۍ لپاره توجیه نه وړاندې کوي ځکه خوښي پخپله ځان توجیه کوي؛ همدارنگه خوښي هستي توجیه کوي: له خوښيه ژوند دی، بې‌خوښیه به وي څه د ژوند سندره. پر همدې بنسټ دلته د هنر یوه بل راز ته رسیږو: هنر د خوښۍ تر ټولو لوړه سرچینه ده.

هنر ژوند ساتي، د تحمل او ممکنوالی انرژي ورکوي او ژوند ته د ژوند سره د اوسیدلو ارزښ بخښي. نېچه دا سکالو په یوې ښکلې استعارې انځوروي: ” خوښي د هنر هغه زيږنده ده چې د هر ډول بدۍ پر وړاندې مبارزې ته دانگي، یوازې د ورېځو او آسمان رڼا ده چې د غمونو په تور سیند کې غبرگون کوي. ” بنآ دا هم د هنر یو بل نقش و تولید دی: “هنر لکه یوه میتافیزیکي سوکالي. نېچه د یوناني تراجیدۍ له تحلیل څخه لیکي: دا میتافیزیکي سوکالي او زه داسې سره پیوند یو چې ريښتينې تراجیدي آن همدا اوس موږ پرېږدي او ژوند چې ټول بدلونونه لارښوونه کوي، د ټولو شیانو په ژورو کې هر څه پناه کېدونکي، قدرتمن او لذتلرونکي دي. “

هنر د ژوند د ملاتړ، ساتنې، منلو او وړ گرځولو ماموریت لري. له دې اړخه کولی سو د نېچه په فلسفه کې د هنر لپاره بل موقف هم وټاکو: د ژوند لپاره د هنري انگیزې ځای داسې دی لکه د قدرت د ارادې ښوودنه او څرگندونه. نتیجه اخلو چې هنر د هستۍ لوړه برخه ده؛ لکه د قدرت د ارادې د کمال حد. نېچه په «د تراجیدۍ زیږدنه» کې د موسیقۍ (د هنر دیونیزوسي اړخ) په اړه وایې: “هنر د ارادې او غوښتنو مخلیک دی او بنأ یو متافیزیکي ښکارنده ښيي چې د دنیا هر شی یو فزیک دی. ” 

د نېچه په فلسفه کې د هنر د وروستۍ طبقه بندۍ لپاره اړینه ده د ښکلا پېژندنې د دوو مفهومونو آپولوني او دیونیزوسي په اړه لنډ وغږیږو. دیونیزوس د مستۍ، عیش، د طبیعت د ځواکونو او موسیقۍ خدای دی. آپولو د فردیت، خیالونو، پیکر‌جوړونې او تجسمي هنرونو خدای دی. هنر خپل دوامدار تکامل پر همدغه دیالکتیکي غبرگون چې د ښکلاپېژندنې له دوو متضادو او په ورته وخت کې تکمیل کوونکو عناصرو څخه جوړ دی، تلپاتی کوي. نېچه د همدې دوو عنصرونو په همږغۍ او یووالي کې د هنر تر ټولو لوړه زیږیدنه ویني: «یوناني تراجیدي». اما دا دیونیزوسي عنصر دی چې د نېچه د درک پر بنسټ د ښکلا پېژندنې له تر ټولو لوړې څرگندونې څخه برخمن دی: ” له همدې کبله دیونیزوسي عنصر د آپولوني پر وړاندې په خپله ځان داسې په ثبوت رسوي؛ دیونیزوسي د هنر لومړنی او تلپاتی ځواک دی.”

د هنر دیونیزوسي عنصر، انسان ممکنوي چې له فردي سرحدونو لیري ولاړ سي او له انسان او د طبیعت له جهانونو سره ځان غاړه غړۍ کړي؛ “د دیونیزوسي جاذبې پر لاس نه یوازې چې د انسان و انسان تر منځ پخلاینه له سره تاییدوي بلکې؛ طبیعت چې بېگانه او دښمن یا گوښه سوی دی بیا ځلي له خپل ورک سوی اولاد سره د پخلاینې چشن نیسي. ” هنر انسان له خپل دروني قفس څخه ازادوي او خپل بېساریتوب د هستۍ په نړۍ کې ثابتوي و ځلوي. له دې اړخه کولی سو ووایو چې هنر له لارې لوړ انسان ته رسیږو.

هنر د هنر لپاره، په دې مانا چې هنر پخپله خپل ځان توجیه کوي او دا ځانگړنه لري چې اخلاقي یا عقلاني موخه وپالي، ځکه چې نړۍ یوازې له ښکلا پیژندونکي محصول له لارې توجیه کولی سو. ” ضدیت په ورته ډول د هنر د موخې وړاندې یوه جگړه ده، ددې لپاره چې هنر د اخلاقو تابع وگرځوي. ” هنر د ژوند کولو لپاره تر ټولو لوړه انگیزه ده نو ښکلا پیژندنې له همدې اړخه اړ نه یو موخې ته تم پاته سو، ځکه چې هنر خپله فی نفسه موخه ده: د ژوند موخه.

پر همدې بنسټ نېچه د تراجیدۍ څرنگوالي ته پوښتنه ږدي. ایا تراجیدي د ستاینې وړ ده؟ ایا تسکین میتافزیک دی؟ ایا داسې لاره سته چې لوړ انسان ته ځي؟ ایا د ژوندکولو لپاره انگیزه موجوده ده؟ نېچه د تراجیدۍ د رول په تحلیل کې د هنر په اړه لیکي: ” د سترو او پیاوړو دښمنیو پر وړاندې ، د ستونزې پر وړاندې، د یوې ویرونکې ښکارندې پر وړاندې لویه زړورتیا همدا هنر دی  – تراجیدي پردازه هنرمن دا حالت په بریالیتوب سره غوره کوي او لوړوي یې. “

هنر په ډېر ښه ډول د انسان و لوړ انسان، او لوړ انسان و تلپاتي کمال تر منځ پُل بللی سو. هېڅ شک او ویره نسته چې د نېچه فلسفي نړۍ کې هنر د انسان د تر ټولو لوړ متیافزیک په حیث چې ژوند ته ښکلا، مانا و لذت بخښي بیان سوی دی.

References:
The Birth of Tragedy
Twilight of the Idols
Human, All Too Human
The Antichrist

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب