اروپا ته مي يو رسمي سفر درلود. د دي سفر په اوږدو کي مي يوه لحظه هم له ناغيړۍ او سستيا کار نه دی اخيستی.
هسي خو ډيری افغانان چي دي ته ورته سفرونو باندي له هيواد باندي ولاړ شي او هلته خپل اړوند ځای ته ورسيږي او د انټرنيټ لپاره يو وای فاي ترلاسه کړي بيا نو هماغه کوټه کي پري سبا هم شي او بيګاه هم، بالاخر وخت يي پوره شي او خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو په موخه د هوايي ډګر په مخ شي.
ما خپل سفر د يو پلان له مخي ترتيب کړی و، دا سفر مي د خپل ژوند د نوو تجربو د لاس ته راوړلو لپاره يو بهترين فرصت وباله، هلته ولاړم او په دي کمه موده کي مي د آلمان، چک جمهوريت، ډنمارک، سويډن، آستريا، بلجيم او دوبۍ په شمول شاوخوا له اوو هيوادونو ليدنه وکړه. دا ليدنه خورا ډيره په زړه پوري وه.له دي سفر مي خورا ډيره ګټه واخيسته.
د يادو هيوادونو بيلابيل خلک، د دوی کلتور، ژبې، عادتونه، پرمختګ، ميلمه پالنه ، خپل مينځي برخوردونه، د باندينو سره يي برخوردونه، د دوی زحمت، هيواد او خلکو ته ژمنتيا، اداري نزاکتونه، د آمريت ډول، د ماموريت ډول، صداقت، رښتينولي، هيواد ته ژمنتيا، نظم، تهذيب، اجتماعي سلوک او برخوردونه، هڅونه او بلا ډير څه مي له نږدي وليدل.
داسي هم نه وه چي دا يواځي مي وليدل او بس بلکه د خپل هيواد سره مي يي يوه پرتله هم وکړه. په حقيقت کي دا پرتله په کار هم نه وه ځکه چي مونږ ډير وروسته پاتي يو.
په يادو هيوادونو کي مي وليدل چي :
ولسونه يي ويښ دي. د حکومتونو تر څنګ ولس يي هم هڅاند دی. خپل هيواد ته ژمن دي او شپه ورځ هيواد ته کار کوي.
خلک يي د هيوادنۍ مينې او کار کولو لپاره د تشويق له مخي هڅول کيږي، تهديد او د ګواښ ژبه د هڅوني لپاره استعمال کي نه راځي. د مثال په ډول ليکل شوي چي دا ښار د تاسو دی که غواړۍ خپل ښار پاک او پرمخ تللی وساتۍ نو داسي وکړۍ او بيا يي د ښکلا او پرمختيا څه انځورونه وړاندي کړي وي.
حکومتونو ښې پبلک پاليسياني رامينځ ته کړي، له شتمنو خلکو له بيلابيلو ليارو پيسي راټولوي، لکه ماليه، منظمې جريمي، فيسونه او بيا پري د محتاجو خلکو لاس نيوی کوي. عصرې لوي ليارې جوړوي،. مجهزې شفاخاني، تمځايونه جوړوي او نورې اړوندې اسانتياوې پري رامينځ ته کوي.
خوځښتونه خورا ډير منظم دي. د پلي يا پياده تګ لپاره ځانګړي ليارې وي، د موټرو لپاره بيلي، د سايکل لپاره بيلي، د معيوبينو او معلولينو لپاره بيلي . آن دا چي په يوه لويه ليار کي درې بلکه څلور لياري وي. وايي که ډير تيز سرعت سره ځي نو يو لاين يا ليکه ورته اختصاص شوي وي. که له هغه لږ کم سرعت سره ځي نو بايد بلې ليکې ته واوړي او که ارام او نورمال سرعت سره ځي نو هغي لپاره بايد بيله ليکه ځانګړي او انتخاب کړي.
قانون حاکم دی او د سرغړونې په صورت کي په اړوندو جريمو او بندونو محکوميږي.
ترانسپورت سيستم يي خورا ډير پرمخ تللی، منظم او چټک دی. خلک يي له بيلابيلو حکومتي او شخصي موټرو ګټه اخلي.
ادارو کي آمرين خورا دير مهربان او خاکسار وي. خپل مامورين خوړو ته باندي بوځي. آتکرات سيستم هيڅ وجود نه لري. تشويق او هڅونه په کي خورا ډيره زياته ده. مامورين هم ځانونه پوره مسول بوځي.
اجتماعي ژوند يي هم خورا په زړه پوري دی. که يو چا سره په لومړي ځل هم وويني داسي مسکا به درته ډالۍ کړي چي فکر به کوي ګويا له مودو راهيسي يي درسره مينه او صميميت درلود.
په ذهني ډول يي خلک نورمال دي او هيڅ ذهني فشار وجود نه لري.
د سون بي کيفيته توکې نه استعماليږي. په تيز غږ خبرې، بي ځايه او غير ضروري هارن دي قانوني برخورد سره مخامخ کوي. خلک يي ځانګړی احساس لري. نه غواړي بي پامي يي د ټولنې د نورو وګړو په اذيت منتج شي.
غرور کبر او ځان جګ او لوړ نيول خو هلته هيڅ مطرح نه دي.
يو ډير لوړپوری چارواکی به يي هم لکه عام ولس داسي ګرځي.
خلک يي پاک، منظم او نظيف ګرځي.
چاپيريال ساتنه خپل فرض ګڼي.
په هر حال که څه هم ستونزمنه ده خپلې څرګندونې د دي مختصرې ليکنې له لياري وړاندي کړم خو ولي بيا هم د يو ځانګړي احساس له مخي ومي غوښتل چي د همدي ليارې اړوند نظريات او تجربې له ګرانو هيوادوالو سره شريک کړم څو يي په ګډه د خپل هيواد په رغونه کي وازمايو.
هيوادوالو!
ولاړ شۍ. سفرونه وکړۍ. دا سفرونه خپلو نيمګړتياوو او د نورو پياوړو ټکو ته د متوجه کيدو بهترين فرصت وبولۍ. ګټه تري واخلۍ او د ځان او ټولنې د مثبت بدلون لپاره يي استعمال کړۍ.
درنښت