یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهجُوجُو او څو کرښې/ مجیب الرحمن محمودي

جُوجُو او څو کرښې/ مجیب الرحمن محمودي

د استاد اسدالله غضنفر په خبره، د لیکنې ژبه د موټر د ښیښې غوندې ده، که پاکه نه وي نو لاره نه شې ترې لیدلای. په دې مانا، چې که د لیکنې ژبه صافه او روښانه نه وي، نو لوستونکي په سمه او پوره توګه پیغام نه شي ترې اخیستی.

بله دا چې په ادبي لیکنو کې د نورو تر څنګ تخیل هم د لیکنې د ښکلا په برخه کې مهم او اړین توکی بلل کېږي، نو که دغه تخیل پر منطق ولاړ او د لوستونکي ذهن ته منونکی وي، خامخا به لیکنه په زړه کې ځای نیسي.

دا خبرې او دا ډول تخيل په جُوجُو ناول کې کارېدلی دی، چې دغه ناول ته یې بېل خوند او ښکلا ورکړې ده.

له مخکې نه تر اوسه په زیاتره سیمو کې دا عقیده او باور شته چې په ځینو کسانو پېریان مین کېږي. هغه له هر حال او احوال نه خبروي او ان تر دې چې له هغه سره په ډېرو وختونو کې مرسته کوي، نو د دې ناول تخیلي اړخ ته که وګورو هم په همدې عقیده راڅرخي. جُوجُو هم يو پېری دی، هغه په خپله سفينه کې له بل ستوري راغلی دی. جُوجُو تواب له ډېر څه نه خبروي، د لویو خطرونو مخه ورته نیسي او له ده سره ځینې وخت پوره مرسته کوي.

د ښاغلی نصیر احمد احمدي لنډې کیسې او ناولونه مې لوستي، د لیکنې ژبه یې ډېره خوږه او روانه ده، جملې یې لنډې او په ښکلو او واقعي تصویرونو پوښلې دي، په هره لیکنه کې یې قوي پیغام نغښتی دی، د جُوجُو په نوم ناول یې هم چاپ شو، چې جُوجُو د نوموړي ناول هغه مرکزي کرکټردی، چې له بل ستوري څخه د څېړنې لپاره په ځمکه کې د افغانانو یوې داسې سیمې ته راغلی چې هلته پښتانه مېشت دي.

که څه هم چې جُوجُو په خپله څېړنه کې ډېر زیار ایستلی او ډېر څه یې راټول کړي دي، خو د خپلو ښوونکو او یا هم د ده د څېړنې د ارزوونکو لپاره د منلو وړ نه دي او دا ټول دوی ته دروغ ښکاري، ځکه په دغه څېړنه کې هغو ناسمو رواجونو ته اشاره شوې، چې په بله هېڅ ټولنه کې نشته.

دا سمه ده، چې هېڅ یوه ټولنه داسې نه ده، چې نیمګړتیا وې، ناسم رواجونه او بد عقاید دې ونه لري، بلکې شته، کفري نړۍ به یوې خواته پرېږدو، خو په اسلامي نړۍ کې، په خاصه توګه په زیاتره پښتون مېشتو سیمو کې لا تر اوسه هم داسې ناوړه او د بشریت ضد دودونه او عقاید شته، چې په کولو یې څه چې په یادولو یې هم، انسانیت او بشریت شرمېږي، چې ښاغلي احمدي، تر ډېره په دغه ناول کې ورته اشاره کړې، لکه کورنی ژوند، ټولنیز ژوند، یو د بل حقونه، د حیواناتو حقونه، او داسې نور.

د جُوجُو له ۳۴ مخ نه تر ۳۸ مخ پورې یې د تعلیم ارزښت او اهمیت په ډېره روښانه توګه لیکلی، دلته یې هغه ستونزې په ګوته کړې، چې یوازنی عامل یې د تعلیم نه شتون دی.

په نوموړي ناول کې یوه بله ځانګړنه دا ده، چې لیکوال نه یوازې ستونزې او ناوړه دودونه په ګوته کړي، بلکې په ډېر هنریت سره یې دغو ستونزو ته حل او دغو ناوړه دودونو ته يې د له منځه وړلو لارې چارې ښودلې دي.

د مثال په توګه:

د جُوجُو په ۳۶ مخ کې لیکلي دي:

تواب غلی ؤ.

جُوجُو وویل:

بېګا د لال مامد مېرمن مړه شوه، سهار دې خور د ځمکې قباله جارو کړه، دا ولې؟

تواب په حیرانۍ ورته وکتل

جُوجُو وویل:

که تا مکتب نه وای ویلای، ډاډه یم د ځمکې له قبالو به دې کاغذي کیښتۍ جوړولې

تواب غلی ؤ

جُوجُو وویل:

په ټوله ولسوالۍ کې یوازې یو مکتب دی، هغه هم د هلکانو لپاره، نو خوارکۍ نجونې څه ملامتې دي، هره ورځ کوټې جارو کوي، په کوم کاغذ پسې به ګرځي چې د کار دی که بې کاره، که همدې نجونو مکتب ویلای وای، نو په سیمه کې به مو ډاکټره درلودای، د لال مامد ښځه به یې ولې په نیمه شپه کې په خامو لارو تر ښاره وړله.

که څه هم ښاغلی احمدي تر ډېره زموږ د ټولنې منفي دودونه په ګوته کړي، د هغو بدو پایلو ته یې اشاره کړې او ورسره پیوسته یې لوستونکو ته د حل لارې هم ښودلې دي، خو یوشمېر داسې نور ناوړه رواجونه هم لرو، چې دلته یې د یادولو او لیکلو لپاره مناسب ځای لیدل کېږي.

د جُوجُو په ۶۸ مخ کې د کونډې ښځې د پوډري لېوره یادونه شوې، که دلته د مېرمنې د خاوند د مړینې پر مهال ځینې نور ناوړه دودونه هم یاد شوي وای، ناول ته به يې لا ښکلا ورکړې وه، لکه د یتیمانو له مال څخه په مړي پسې سقاط وېشل، د مړي د وروڼو او یا هم نیږدې خپلوانو په امر په مړي پسې په لوړو مصارفو خیرات کول، ان تر دې چې په ټولنه کې ځینې داسې پېښې هم تر سترګو کېږي، چې د مړي ورور یا بل کوم نیږدې دوست په همغه ورځ په داسې خلاص لاس مصارف کوي، چې ته به وایې چې دا هرڅه یې له خپله جیبه دي، خو چې څو ورځې تېرې شي، بیا ورشي له کونډې مېرمنې سره د یوې یوې روپۍ حساب او کتاب کوي، یا به یې نقدې ترې اخلی او یا به یې ځمکه ترې ګرو کوي، خو د دوی د یتیمانو د لوږې او کونډې د بې عزتۍ غم هېڅ نه وي ورسره، چې دا ټول تر اوسه پورې زموږ په ټولنه کې جریان لري.

همدا رنګه د یوه په ګناه د بل وژل، یا بل ته جزا ورکول، تر ډېره زموږ په ټولنه کې شته، لکه قتل یو چا کړی وي او وژل کېږي بل څوک، یا جزا یې بل څوک ویني، په بدو کې ښځې او یا وړې نجونې ورکول، چې دلته په پوره توګه ورته اشاره شوې او بدې پایلې یې هم ښودل شوې دي.

دا ریښتیا ده چې لوستونکي هغه لیکنه خوښوي، چې هغه معنوي ښکلا ولري، په دې مانا چې لیکنه ارزښتناک هدف او ګټور پیغام ولري، د لوستونکو په درد وخوري، نه داسې چې یوازې د کاغذ سپین مخ یې تور کړی وي او نور څه نه وي پکې، چې ښاغلي احمدي دا ډول شاعرانو او لیکوالانو ته هم اشاره کړې په ۸۵  ـ  ۹۳ مخونو کې یې د کوچیانو ریښتینی ژوند او د هغوی ستونزې ډېرې ښې انځور کړې دي، خو هغه څه چې یو شمېر لیکوالان یې د دوی په اړه لیکي بې ګټې ښکاري، چې دلته یې په ۹۴ مخ کې په ښه ډول ثبوت هم راوړل شوی دی، احمدي د ناول په ۹۴ مخ کې لیکوالو او شاعرانو ته هغه په زړه پورې مشورې ورکړې دي، چې هم د لیکوال لیکنې ته ارزښت او ښکلا ورکوي او هم به یې لیکنه د ټولنې لپاره ګټوره تمامه شي.

لکه چې وایي لیکوال د ټولنې ترجمان دی، نو لیکوال باید په ریښتیا سره د ټولنې ریښتینی ترجمان و اوسي، د ټولنې شته ستونزې په ګوته ګړي، د حل لار ورته ولټوي، په لیکنه کې یې داسې هدف او پیغام نغښتی وي، چې د لوستونکي په زړه کې ځای ونیسي او د یوه مثبت بدلون سبب شي. ځکه قلم هغه وسله ده، چې په زړونو او فکرونو حکومت کوي، زړونه او فکرونه په ډېرې اسانۍ سره یوې او بلې خواته اړوي.

زه په دې باور یم، چې که همدغه ناول د بیا بیا چاپ تر څنګ د راډیو له لارې د یوه ډرام په ډول نشر شي، د زیاتو هېوادوالو د ژوند په چارو کې به مثبت بدلون راولي، ځکه هغه منفي دودونه یې را اخیستي دي، چې زموږ د زیاتره هېوادوالو په ژوند پورې تړلي دي او ور سره پیوسته یې داسې د حل لارې ورته ښودلې او په ګوته کړې دي، چې د انساني عقل او منطق په تول پوره وزن لري. همدا رنګه د غیر قانوني او په قاچاقي لارو د سفرونو له خطرونو څخه د مخنیوي په برخه کې که د ښاغلي احمدي، اغزن سیم کتاب په بیا بیا چاپ شي، د خلکو تر لاس پورې ورسول شي او یا هم د راډیو له لارې نشر شي، زه باور لرم چې تر ډېره به قاچاقي سفرونه کم شي او هم به زموږ د مظلومو هېوادوالو د بې ځایه مړینې او خطرونو څخه مخه نیول شوې وي.

په پای کې ښاغلي احمدی ته د په زړه پورې او له ګټورو پیغامونو څخه ډک ناول جُوجُو د چاپ مبارکي وایم، قلم یې دې نور هم تاند او هڅاند وي، عمر یې دې اوږد او له خوشالیو ډک وي.

۱۳۹۲/۱۱/۳۰  ــــــــــ ۲۰۱۴/۰۲/۱۹

1 COMMENT

  1. محمودي صاحب واقعآ احمدي صاحب تل خوندورې دمفهومه ډکې دخلکوستونزې په نظرکې نیولوسره لنډې کیسي اوناولونه لیکي اوتاسوهم دجوجودناول په اړه کومه نظریه چې ورکړې واقعي خبرې دکړي په قلم دبرکت ښکلې نظرپه پخواروانوادبیاتوتل دقلم روان اوسه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب